کور / سپورټي / سپورټ (بدني روزنه)

سپورټ (بدني روزنه)

ګرانو لوستونکو! نوموړې مقاله د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د ډسمبر دمیاشتي په ۵مه نېټه دنیدرلېنډ داتریخت په ښار کښي د افغان دکلتوري ټولني لخوا د یوې جوړي سوي څیړنیزي غونډي “مهاجرت او کلتوري ارزښتونه” په ترڅ کښي د غونډي ګډونوالو ته وارول سوه .  (وېډيو video)


• د سپورټ معنی :
د “ سپورټ “ کلیمه د فرانسوي  ژبي  د desport “ “ د کلیمې څخه یوه تشکیله سوې کلیمه  ده چي معنی یې ده “د تفرېح  وخت” او همداراز اکثره وخت ورته د “ ښورولو  “معنی هم ورکولائ سو .


• د سپورټ تاریخ :
دا چي د پخوا خلګو او په ځانګړې توګه سره د يونان پخوانیو اوسېدونکو دسپورټ سره خورا علاقه درلودله  نو د مېلاد څخه مخکي په ۷۷۶م کال کښي د  درواغو بمونو د غورځولو (پښتانه : ډبره غورځول)، د ځغستا، د غېږي ایستني او بکسینګ المپيکي لوبي په لمړي ځل سره ترسره سوې . نوموړي لوبو  چي یوه مذهبي بڼه یې درلودله  فقط یوه ورځ په برق کښي نیول او يوازي  نارینه وو ونډه پکښي درلودله .
خو د وخت په تېرېدو سره دهغه وخت د امپراطور لخوا په المپیکي لوبو په دې بندیز ولګېدئ چي نوموړي لوبي بې دیني رامنځته کوي .
د رېشنالیزم دوره (۱۷مه پېړۍ) :  ددې دورې یو مشهوره او نامتو فرانسوی فیلسوف ډېسکارټېس  په دې عقیده وو چي علم د انسان د  پوره منطق،  شعور او  عقل په نتيجه کښي رامنځته کیږي، خو نوموړي ته بدني روزنه  مهمه نه ښکارېده . د ډیسکارټيس ددغي نوي نظریې له امله دا دوره د رېشنالیزم دورې په نامه سره ياديږي .   خو په عمومي توګه سره خلګو د بدني روزني د پرمختګ لپاره هڅي کولې او فکر یې کاوه چي د بدن کوم بندونه، کوم حرکات رامنځته کوي . ددې سره سم بعضي سپورټي حرکات کشف سوه  .


د نېچړېلیزم دوره (۱۸مه پېړۍ) : ددې دورې یو مشهوره لیکوال، سویسزرلېنډی او فرانسوی فیلسوف  روسو وو چي د رېشنالیزم دوره یې نه منله او په دې عقیده وو چي حس او تصور ته باید زیاته توجه وکړل سي . د روسو په نظر بدني روزنه مهمه وه او دنوموړي د نظریو په ترڅ کښي د نېچړېلیزم دوره رامنځته سوه . 
د بدني روزني پر ډګر په دې دوره کښي د رېشنالیزم د دورې سره په پرتله نوي، بل شان او طبیعي حرکات کشف سوه او همداشان د ماشومانو و بدني روزني ته هم زیات پام واوښت .
 د ۱۸مي پېړۍ په دوهمه نیمايي کښي سپورټ په ښوونځیو کښي ځانته ځای خپل کړ او خلګ په دې عقیده وه چي په دې توګه سره ښوونځۍ د ماشومانو تر سترګو ښه وایسي .


په ۱۷۹۳ زېږدیز کال کښي ګوتس موس چي د سپورټ د پلار په نامه سره هم مشهوره دئ په دې عقیده وو چي دیوه کمزوره انسان  همېشه ذهن او ذهني پراختیا هم کمزوره وي . نوموړي د “ ګیمناستیک فوغ دي یوګند = سپورټ د ځوانانو لپاره ” تر سرلیک لاندي یوکتاب ولیکئ چي په نتيجه کښي يې د ټوله جرمني  په ښوونځیو کښي  “د سپورټ د ساعت” اجازه ورکول سوه .
دا چي هغه وخت د تنکي ځوانانو نیمايي برخه ماشومان د لس کلنۍ څخه مخکي د کمزورۍ له کبله له منځه تلل نو دخلګو نوره هم زیاته توجه بدني روزني ته واوښته .


همدارنګه ددې څخه وروسته په ټوله نړۍ کښي د بدني روزني ښاخونه  وغځېدل او سپورټ په ورځني ژوند کښي زیات ارزښت پیدا کړ .


• سپورټ د اسلام د نظره :
سپورټ د اسلم دنظره پر دوه ډوله دئ :
۱. سپورټ د تفرېح په موخه                                  ۲. سپورټ د اړتیا لپاره


۱.  سپورټ د تفرېح په موخه : د قاموس الفقه په نامه د کتاب د څلورم جلد په ۵۸۷ صفحه کښي نویشته دي چي سپورټ د تفرېح په موخه هغه وخت جائز دئ چي  شرطونه یې  پر ځای کړل سي دا په دې  خاطر چي تفرېح په انسان کښي یو قسم فطرتي غوښتنه ده . خو اسلام هيڅکله پر انسان باندي داسي یو بندیز نه لګوي چي په هغه کښي فطرتي غوښتنه ترسره سوې نه وي . د سپورټ د تفرېح په موخه باید لاندي پنځه شرطونه پر ځای کړل سي :
۱.  عورت باید پټ وي (د نارینه عورت دنامه څخه بیا ترزنګونو پوري) .
۲.  د ښځو او نرو د سپورټ ځای باید جلا وي او ښځي باید په حجاب کښي وي .
۳.  سپورټ باید دومره اوږدمهالی نه وي چي د یوکس دمقصودي کارونو خنډ وګرځي .
۴.  سپورټ باید د حرامو کارونو له لاري نه سي ترسره لکه : قمار، سطرنج او داسي نور …
۵.  د سپورټ په جریان کښي باید چاته زیان ونه رسيږي .


۲. سپورټ د اړتیا لپاره : د “د نیل الاوطار” په نامه دیوه کتاب د ۸م جلد په ۹۲مه صفحه کښي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په یوه حدیث شريف کښي روایت کيږي :    (باب ماجاء في المسابقة علي الاقدام)
ددې څخه دا په ثبات رسول سوې ده چي سپورټ د اړتیا لپاره درې بڼي لري :
۱. حرام                         ۲. مکروه                         ۳. جائز


۱.  حرام سپورټ هغه سپورټ ته ویل کيږي چي پر هغه باندي خمار کيږي او یا دښځو او نارینه وو ترمنځ وي .
۲.  مکروه سپورټ هغه سپورټ ته ویل کيږی چي په هغه کښي کبیره ګناهونه نه وي بلکي ځيني مکروه کارونه  پکښي ترسره کيږي لکه ورقي کول، بې ضرورته ګېم کول البته چي خمار یې نه وي باندي ایښئ .
۳.  جائز سپورټ هغه سپورټ ته ویل کيږي چي د ناروغۍ یا درملني لپاره ګټه ترې اخیستل کيږي  او یا د یوه اسلامي هیواد د وګړو د دفاع لپاره ګټه ترې اخیستل کيږي .  او همداراز دا سپورټ هغه وخت جائز دئ چي پکښي غیر شرعي کارونه تر سره نه سي. حتی که نوموړی سپورټ په پاک نیت سره ترسره سي نو مستحب کار لا هم دئ یعني کونکی يې ثوابونه هم ګټي  .  (د قاموس الفقې ۸م جلد ۵۸۷مه صفحه)


• د سپورټ ګټي او تاوانونه :
که چيري په لوړه سطحه سره د سپورټ په اړه معلومات وپلټو نو دمخه ددې چي دسپورټ د ټولو ګټو څخه خبر سو، زیات وخت به مو تېر سوئ وي خو بعضي مهمي  ګټي يې په لاندي ډول دي :
۱.   په طبیعي توګه سره د بدن روزنه او مقاومت
۲.   غښتلي عضلې
۳.  د وزن کموالۍ . د بېلګي په توګه : اکثره وخت په افغانستان او نورو سیمو کښي د خلګو پښې درد کوي، نوموړی  درد د زیات وزن او بعضو نورو کارونو په نتیجه کښي رامنځته کيږي ، خو چي وزن کم سي نو به یو څوک تر یوې اندازې پوري د درد څخه خلاص سوئ وي .
۴.   د ښه سپورټ کولو په نتیجه کښي زیات عمر . دبېلګي په توګه : په ۱۹۰۱ زېږدیز کال کښي د امریکا په متحده ایالاتو کښي په اوسط ډول د ژوند (اټکل سوې)  موده  ۴۹ کاله وه خو دشلمي پېړۍ په پای کښي نوموړې موده ۷۷ کالو ته ورسېده . ددې څخه داڅرګنديږي چي د سپورټ دښو امکاناتو له امله انسان کولائ سي زیات عمر ژوند وکړي .
۵.   دماغي هوسايي . د انسان دماغ د انسان په بدن کښي یو دبې اندازې مهمو برخو څخه ګڼل کيږي، ځکه چي دماغ يا عصاب دي چي هر څه اداره کوي . نو کله چي دماغ هوسا وي ، انسان خپله هم هوسا وي او کولائ سي د هرشي په باره کښي په ارامه او صحیح توګه سره فکر وکړي . کله چي په صحیح توګه سره فکر وسو نو ویلائ سو چي د شخړو رامنځته کېدو مخنیوی مو وکړ .


 سپورټ د ډيرو مثبت اړخو تر څنګ ځيني منفي هغه هم لري ، منفي  اړخ يې د نه احتياط پر مهال انسان ته زيان رسوي لکه په فټبال ، کراټه، تایکوندو يا ځينو نورو سپورټونو کښي د لاس ، پښې يا د بدن د نورو غړو زخمي کېدل يا ماتيدل .


• سپورټ او افغانستان :
له بده مرغه په افغانستان کښي ددرو لسيزو جګړو د نورو چارو غوندي د سپورټ د پرمختګ مخه هم نېولې ده . دا چي زیاتره خلګ خوشحال دي چي فقط او فقط د یوې ورځي د ډوډۍ غم وخوري او ځان ښه وساتي، نو به خلګ هيڅکله  سپورټ ونه کړي . او همدارنګه  په افغانستان کښي خرابه امنیتي وضعه لوبغاړي دې ته نه پرېږدي چي هغوی په خلاص زړه سره لوبي تر سره کړي .


ویل کيږي دا چي افغانان امکانات نه لري نو افغانانو د سپورټ پر ډګر پرمختګ نه دئ کړئ، خو پوښتنه پیدا کيږي چي د هغو افغانانو سره چي دنړۍ په سطحه يې  لوبي کړي لکه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله  ولي د مور او میرې سلوک کيږي ؟ او يا آیا هغوی ته پوره دیوې میاشتي دخرڅ معاش ورکول سوئ دئ ؟
د افغانانو د مشهورو او پرمختللو سپورټ مېنانو د نه نازولو په نتیجه کښي د افغانستان تاوانونه :
۱.   لوبغاړي د خواشيني کېدو څخه وروسته بهرني هیوادونو ته ځي  .
۲.   که افغان لوبغاړي د بهرني هیواد سره یو ځای سي نو دا په دې معنی ده چي  افغان د بل په ګټه کار کوي او له امله یې د بهرني هیواد نوم مشهوره کيږي په داسي حال کښي چي دافغانستان نوم به نور هم د سپورټ پر ډګر خام پاته يي  .


• افغانستان او اوسني افغان لوبغاړي :
په افغانستان کښي بعضي لوبغاړي سته چي دافغانستان نوم یې د نړۍ دسپورټ په لیست کښي لوړ ساتلئ دئ او په دې لاره کښي نور هم خپلي هلي ځلي کوي . د بیلګي په توګه سره د کرکټ ملي لوبډله او د تایکوندو اتحادیه یادولائ سو چي په ډېر کم وخت کښي يې زیاتي لاسته راوړني تر لاسه کړي دي  .
دافغانستان دکرکټ اتحادیه چي په ۱۹۹۵ زېږدیز کال کښي منځته راغلې ده په ۲۰۰۱ کښي د نړیوالي کرکټ ټولني دغړو په لیست کښي شامله سوه او همداراز د ۲۰۰۳ زېږدیز کال راهیسي د اسيا دکرکټ دټولني سره هم ونډه لري .


همداشان روح الله نېک پای د ۲۰۰۸ زېږدیز کال دالمپیکي لوبو د تایکوندو ژېړ ميډال وګاټه چي په نتیجه کښي یې د افغانستان نوم په المپيکي لوبو کښي بیا راپورته سو .


• د افغانستان سپورټونه  :
په افغانستان کښي د بېلابېلو مشهورو سپورټونو لکه : فټبال، والیبال، باسکټبال، کرکټ او داسي نورو سپورټو سره ترڅنګ د افغانستان مشهوره  او ځانګړۍ سپورټ وزلوبه دئ چي داسانو په مرسته سره ترسره کيږي .
په افغانستان کښي نور بېلابېل ترسره سوي سپورټونه :
۱.  غېږه ایستل   ۲.  ډبره غورځول   
۳.  توپ – ډنډه     ۴.  او داسي نور …
کله کله ویل کيږي چي د توپ-ډنډې څخه دکرکټ لوبه رامنځته سوې ده چي اوس یوه نړیواله مشهوره لوبه ده .


• سپورټ او مهاجرت :
د مهاجرو او يا دوطن څخه د مسافرانو لپاره سپورټ زیات مهم په دې ګڼل کيږي چي هغه څوک چي په پردي ملک کښي شپې او ورځي سبا کوي،  هغه باید ځانته مصروفیت پیدا کړي څو په بدو لارو روان نه سي .
د سپورټ پر ډګر د افغانستان کم پرمختګ د افغان مهاجرینو لپاره بدي اغېزې لري . دا چي وزلوبه او یا نور د افغانستان سپورټونه مشهوره سوي نه دي نو ټول هغه افغان مهاجرین چي په بهرني ملکونو کښي زېږېدلي او لوی سوي دي د افغانستان دسپورټونو څخه ناخبره پاته  سوي دي او نوموړي سپورټونه نه پېژني .
سپورټ نه یوازي داچي چاته بدني غښتلتیا وربخښي بلکي انسان ته ذهني ځیرکتیا هم ورکوي . نو پکار ده چي ټول افغان مهاجرین ددې امکاناتوڅخه په پوره  توګه سره ګټه واخلي . افغان مهاجرین چي په بېلابېلو بهرني ملکونو کښي اوسيږي  باید د سپورټ و لوړو مسابقو ته دلار موندني څخه وروسته  خپل هیواد هېر نه کړي . دا دټولو افغانانو فرضي وظیفه ده چي هیواد افغانستان خپل کور وبولي . د استاد ارواښاد بېنوا صاحب یو بیت دې وروستی موضوع ته ورته بیت دئ چي وايي :


ځان دي سم د سیال په شان کړه
یـــــــــــــا بــــــــدل نوم دافغان کړه