کور / تازه خبرونه / فتوا: ځانمرګي حملې ناروا دي

فتوا: ځانمرګي حملې ناروا دي

د پاکستان د حکومت په غوښتنه د دغه هيواد ديني عالمانو په کراچي کي څو ورځي د ځانمرګو حملو پر روا او نا روا بللو باندي سيمنار جوړ کړ، چي په نتيجه کي يې په پاکستان کي ځانمرګي حملې ناروا وبلل سوې.

پاکستاني ملايانو ويلي پاکستان يو اسلامي ملک دئ او د اسلامي هيواد له پوځ سره جنګېدونکي کسان د شريعت له مخي باغيان بلل کېږي.

د ملايانو په دې اعلاميه کي راغلي چي د في سبيل الله جهاد پلويان په ګمراهي مبتلا سوي دي او بايد ژرتر ژره توبه وباسي. او له پاکستاني حکومت څخه يې غوښتي دي چي په قبايلي سيمو کي د امريکا بمبارۍ دي د بهرنيو چارو وزارت د نړۍ د نورو هيوادونو سره د نړيوال قانون پر اساس حل کړي، چي ځانمرګو بريدکوونکو ته د حملو جواز د منځه ولاړ سي.