هلال ښوونيز مرکز يو ځل بيا پرانيستل شو!

د لراوبر اداره | دسمبر 17th, 2009


څو ورځې وړاندې د خوشال خان د (ج) سیمې څخه تېرېدم چې ناڅاپه مې په یوې لوحې سترګې ولګېدې؛ پرې لیکل شوي وؤ «هلال ښوونیز مرکز د ژمنۍ دورې لپاره زده کوونکي مني.» ما دا ګمان وکړ چې کیدای کوم څوک به له دغه نامه ګټه پورته کول غواړي، نو ځکه به یې په دغه نامه ښوونیز مرکز پرانیستی وي. د دغه مرکز په لور روان شوم او چې کله ورننوتم، ګورم چې هماغه پخواني یاران دي او یو ځل بیا یې دغه بنسټ را منځ ته کړی.

هو هلال ښوونیز مرکز مخکې له دې چې په کابل کې په کار پیل وکړي د پښتونخوا په پېښور ښار کې د غیرت تعلیمي انستیتوت تر نامه لاندې د هغې ځای پښتنو لپاره خدمت کړلو، په افغانستان کې د نوي (مؤقت) حکومت د پیل څخه وروسته همدغه مرکز د کابل ښار د خیرخانې مینې په سیمه کې د هلال ښوونیز مرکز په نامه فعالیتونه پیل کړل.

دغه دواړو مرکزونو د هېواد د بچیانو په روزل کې د معیاري ښوونې په برابرولو سره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي دي. په ځانګړې توګه د انګریزي ژبې او د کمپیوټر د زده کړې په برخه کې یې ډېر زلمي او نوي زلمي روزلي چې اوس یې ډېری د حکومت په لوړو پوستونو کې په دندو لګیا دي. اوس دوی یو ځل بیا د پښتنو د خدمت لپاره په پښتون مېشته سیمه کې په کار پیل کړی او هلته په پښتو ژبې د ساینسې علومو او د انګریزې ژبې د زده کړې لنډ مهاله کورسونه جوړوي. دوی دا زیری خپلو هېوادولو ته ورکوي چې د مرغومي په لومړی نېټه د ټولو ساینسي علومو د زده کړې کورسونه په پښتو ژبه پرانیزي. او د هغو هېوادولو ستونزه به هواره شي کوم چې نه غوښتل یې خپل اولادنه په ښوونځيو کې پښتو څانګې ته واستوي.

لکه چې ما مخکې د ښوونځیو د پښتو کېدو په بهیر څو څو لیکنې کړې وې خو ډېرو پښتنو په ځانګړې توګه د پنځمې حوزه اوسېدونکو دا ستونزه په ګوته کوله چې زموږ ماشومانو تر دې دمه هر څه په دري ژبه لوستي او پښتو ته چمتو نه دي چې لاړ شي نو اوس دوی کولای شي د دغه مرکز له لارې خپل ماشومان دې ته چمتو کړي چې تر را روان کاله (۱۳۸۹) پورې د پښتو څانګې لپاره بشپړه آماده ګي ولري. هلال ښوونیز مرکز د قرآنکریم، عربي، پښتو، دري، انګریزي، کمپیوټر، ریاضي، هندسې، مثلثاتو، کیمیا، فزیک، بیولوژي او د کانکور د آماده ګی لنډ مهاله او اوږد مهاله کورسونه لري چې په پښتو ژبه پکې تدریس کېږي. د دغه مرکز چارواکي ژمنه کوي چې دوی به یوازې د هېوادوالو لپاره معیاري زده کړې وړاندې کوي او د مرکز د لا ښه والي لپاره به تکړه او وتلي ښوونکي په دندو ګماري.

چارواکي وايي چې په راتلونکې کې په پام کې لري چې برسېره په لنډ مهاله کورسونو، د نورو هېوادوالو لپاره ښوونیز سیمینارونه او کنفرانسونه جوړ کړي. مرکز به د خپلو زده کوونکو د مهارتونو د پورته کولو لپاره په هر جمعه کې علمي کنفرانسونه او مشاعرې جوړوي. دغه مرکز د قمبر د څلور لارې او د کمپنۍ د سیمو تر منځ د خوشال د (ج) سیمې په څلوېښت متریزه سړک په یوه څلور پوړیزه مدرن کور کې موقعیت لري. موږ په دې تمه یو چې دغه چارواکي د خپلو وعده شویو موخو په پام کې نیولو سره په ښه توګه د هېوادوالو چوپړ وکړي او درانه هېوادوال د معیارې زده کړې لپاره د دغه مرکز ملتیا وکړي او خپل ماشومان دغه مرکز ته واستوي. په درنښت

Copyright Larawbar 2007-2024