کور / ترخې خبري / کرزي د دوهم ځل لپاره په هلمنديانو ملنډه ووهله

کرزي د دوهم ځل لپاره په هلمنديانو ملنډه ووهله

 



دولسمشر ټيلفوني وينا





اوريدلي مي دي چي نفل هغه عبادت دى چي په کولو سره يې ثواب سته خو په نه کولو سره يې ګنا نسته که څوک د نفل لمونځ نيت وتړي او بيا يې پريږدي هغه لمونځ ورباندي فرض کيږي .


نو د ولس مشر يا د نورو مقاماتو سفرونه يوې سيمي ته هم داسي ګڼلاسو که چيري هغوى په خپل ټول ژوند کي يوې سيمي ته نوي تللى ښايي خلک ورنه ګيله ونه کړي او ښايي بيخي يې زړه ته هم تيره نسي چي د دوى د هيواد ولسمشر دي د دوى خواري سيمي ته ورسي خو که چيري هلته ټول خلک خبرسي چي ستاسو سيمي ته ولسمشر ستاسو لپاره او ستاسو د غوښتونو اوريدلو لپاره راروان دى نو طبعي خبره ده چي هر څوک به خپل کار وبار پريږدي او دې ته به وخت پيدا کړي چي خپل ولسمشر له نژدې وويني او دهغه سره مخامخ خبري وکړي او دې هيلي ته د رسيدو په موخه ساعتونه انتظار باسي خو وروسته ورته ويل کيږي چي ولسمشر بيرته پښيمانه سو ، تاسو فکر وکړئ چي هغه غريب کس چي د خپل اولاد د ډوډۍ د پيدا کولو چانس يې د ولسمشر د ليدني لپاره له لاسه ورکړى وي څومره به و درديږي او په زړه کي به څومره له دې ولسمشر څخه خفه سي .


ښاغلي ولسمشر کرزي دوه ځله په هلمنديانو داسي ملنډه ووهله لومړى ځل د ولسمشرۍ تر ټاکنو يوازي څو ورځي مخکي په لښکرګاه کي اوازه خپره سوه چي سباته کرزى هلمند ته راځي او يوې لويي غونډي ته به وينا وکړي او د هغوى نه به د رايي غوښتنه وکړي


په سبا په زرګونو خلک په کرزي لوبغالي کي د شپې له پلوه تر درول سوو تجيرونو لاندي را ټول سوه په دې هيله يې دقيقې شمېرلي چي اوس په کرزى راسي او موږ ته به ووايي (( خداى مو راوله )) خو له ساعتونو وروسته د وياند لخوا وويل سوه چي کرزى نسي کولاى په دې غونډه کي ګډون وکړي هغه به خپل وينا د ټليفون له لاري تاسو ته واوروي ددې خبري په اوريدو سره خلک په ښور سوه او په وتلو يې پيل وکړ .


دادى اوس پر هغي ورځي مياشتي اوړي او د خلکو څخه هغه جفا هيره سوې وه او غوصه يې هم را کمه سوې وه چي يو ځل بيا په ښار کي ټولي لويي لاري د ښاريانوپر مخ و تړل سوې هيڅوک نه پوهيدل چي څه به کيږي مازديګر ته په دې و پوهيدم چي سباته ولسمشر کرزى هلمند ته د راتګ نيت لري موږ بايد پر ٨ بجې ملي امنيت ته ځان ورسوو موږ هم هم داسي وکړل هلته پوه سوو چي هر هغه څوک چي په دې غونډه کي برخه اخلي اړ دى چي يوځل ملي امنيت ته ورسي هلته تر تلاشى وروسته د ګډون کارت تر لاسه کړي په دې کسانو کي ريسان ، قومي مشران ، ملا ايمامان او ښځي شاملي وې د کارت تر لاسه کولو وروسته په ٣٠٣ موټر کي پورته کړل سوو او د ولايت د مقام په لومړي پوسته مخي ته يې کښته کړو دلته د خلکو يو لوى قطار جوړ وو چي د ارګ څخه راغلو ځانګړو کسانو ولايت ته تلوونکي کسان ټول تلاشي کول زموږ يو ملګرى په کلکه له عکاسي څخه منع کړل سو د هلمند ملي پوليس مي و ليدل چي د ولايت د واټ په يوه څنډه کي په خپلو موټرو کي په ارام ناست وو لږه شېبه وروسته د هلمند د امنيه قومندان اسدالله شيرزاد په داسي حال کي چي خپله د موټر جلو ته ناست وو د ولايت څخه را ووت او په موټرو کي ناست پوليس ور پسې سوه پوه سوم چي نوي راغلي ساتونکي د قومندان صاحب سره موټروان ته هم اجازه نه ورکوي پوليس او وسلې خو لري خبره ده.


موږ د يو ساتونکي په امر د قطار څخه بيل کړل سوو تر زيات انتظار وروسته يو ليست راغلى چي زموږ د ټولو نومونه پکي ليکلي وو د نوو کسانو څخه يو بل په موږ پسي راغلى او د ځان سره يې د ولايت لور ته روان کړو عجيبه خو داوه چي ددې لږ بدلون سره هغه شناخته ځايونه چي موږ به پکي لکه خپل کور ګرځيدلو داسي نا اشنا راته و ايسيده لکه ماچي په ژوند نه وي ليدلې .


د ولايت د مقام مخي ته زيات وخت تم کړل سوو تر څو يو بل ساتونکي ته و سپارل سوو هغه راته په ځان پسي د ورتګ اشاره راته وکړه او د ولايت د مقام اړخ ته د محکمې مخي ته يو خالي ځاى دى چي تل پکي د ښار ايله ګرده سپي اوسيږي ورسم کړو موږ په دې نه پوهيدو چي دلته يې د څه لپاره را وستلو د ولايت د لوى دروازې څنګ ته د کوچنۍ دروازې مخي ته يو لوى لين جوړ وو چي پکي د هلمند ولايت مخور سپين ږري ، ريسان او ملاايمامان هم تلاشي ته په انتظار کي ولاړ وو .


ښکاره خبره ده چي موږ هم د ښوروا خوړلو لپاره هلته نه وو بيول سوي د ساتونکي لخوا راته وويل سوه چي پرته له پيسو او قران کريم څخه نور هرڅه بايد لاندي پر مځکه کښيږدو زموږ يو شمير ملګرو ژورناليستانو دا حالت نسو زغملاى هغوى ويل چي موږ دي د سپيو د اوسيدو په ځاى کي نه تلاشي کوي وروسته د حالت د نه زغمونکو پله درنه سوه او په دې سلا سول چي بيرته به ځو ټول د وتلو په حال کي وو چي د هلمند د والي وياند داود احمدي راغلى او موږ يې را وګرځولو نومړې ټنګار کوئ چي دا قانون دى بايد تاسو ورته غاړه کښيږدى تر ډير جاربحث وروسته بيرته ټول را وګرځيدل ښاي د بيرته راګرځيدو علت يې د ولايتي مقاماتو سره د اړيکو نه خرابول وو .


که څه هم موږ په بيا بيا وويل چي هغه د تلاشى ځاى د سپيو د اوسيدو ځاى دي خو ساتونکي هيڅ هم نه منل موږ اړ سو چي بيرته پر هغه ځاى د خپلو جيبونو ټول شيان پر مځکه کوټه کړو او موږ د شيانو څخه لري سو موږ ليدل چي دوه ساتونکي او يو د ارګ سور رنګه سپى زموږ پر شيانو را و څرخيدل او دوه ساتونکي زموږ په تلاشى بوخت سوه چي موږ ټول يې له سره تر نوکه تر لاس تير کړو بيا نو خپلو شيانو ته ورپريښودل سوو ټول ګډ وډ پراته وو هغه مو راټول کړل او ولايت ته دننه ولاړو هلته د ژورناليستانو لپاره د سټيج څخه لري ځاى ځانګړى سوى وو چي زموږ نيم ملګري اړ وه و دريږي هم دلته د اواز اخستلو اسانتيا موجوده وه .


د هغه کس لخوا چي دلته راوستل سوي وو راته وويل سوه چي تر دعا مخکي د خپلو سامانونو سره په ده پسې سو او د کنفرانس ځاى ته ورسو . نه مي دي په ياد چي څومره انتظار به مو کړى وو چي د هلمند د اطلاعات او کلتور ريس ښاغلى عليشا مظلوميار د مايک مخي ته ودريدى او د ګډونوالو څخه يې هيله وکړه چي خپل ټليفونونه بند کړي او د ولسمشر د راتګ سره سم د هغه د درناوي په موخه ولاړ سي ټنګار يې کاوه چي د هغه د هري خبري سره دي د زړه د اخلاصه لاسونه و پړکول سي .


ساعت لا نه وو تير چي د هلمند والي ګلاب منګل دا اعلان وکړ چي زموږ د وهيواد ولسمشر حامد کرزى راروان دى او هغه به د يوه بهرني هيواد مشر هرکلى په هلمند کي کوي ښاغلي والي صاحب خوښي و ښوده چي هلمند نن هغه د پخوا هلمند ندى چي خلک يې له نومه ويريدل اوس ددې جوګه دى چي ولسمشر به د يو بل بهرني هيواد مشر هرکلى پکي کوي .


د تلار تر کړکۍ مي دباندي و کتل تالار ته راغلي لاري په نوو غاليو فرش کړل سوي وې چي مخکي تر دې مي کله نه وې ليدلي . د پارلمان وکيلان ، د ولايتي شورا و کيلان ، د دولتي ادارو ريسان مي وليدل چي د ښاغلي کرزي د هرکلي لپاره د سرو غاليو دواړو اړخونو ته ولاړ وو . يوبل شي زيات حيران کړم کله چي په بغلان ولايت کي د ولسي جرګې پر وکيلانو چاودنه وسوه هغه مهال د وکيلانو د هرکلي لپاره د ښوونځۍ تنکي ماشومان درول سوي وو چي له بده مرغه هغوى هم ددې پيښي قرباني سول وروسته ولسمشر کرزي امر وکړ چي نور دي په تشريفاتي مراسيمو کي له ماشومانو نه کار نه اخستل کيږي خو نن مي دلته يوه ټولۍ تنکي ماشومان وليدل چي سپيني جامې يې په تن وې او د ګلونو دګيډۍ سره د ولايت مقام ته دننه سول .


په تالار کي شور جوړ وو ټولو له ډير انتظار نه سر ټکوى دباندي مي و کتل د ښه راغلي لپاره قطارونه هم په ټوليو بدل سوي وو او هر ځاى بانډارونه ښه ګرم وو .


زموږ انتظار نور هم اوږد سو د دفتر کارونه مي را په زړه سوه چي وران وجاړ مي تر شا پري ايښي وو يو دم هرکلي کوونکي ټول کسان تالار ته ننوتل ١٢:٢٠ بجې وې چي د هلمند والي وويل (( متاسفانه چي يو ځل بيا موږ د ولس مشر د راتګ چانس له لاسه ورکړ ، ځکه ولسمشر کرزي د هوا د خراب والي له امله و نه کړاى سوه چي هلمند ته راسي دى به ستاسو سره په ټليفون کي خبري وکړي ))


د والي صاحب د خبرو د پرې کيدو سره سم په تالار کي يو شور جوړ سو موږ د سټيج کسان ليدل چي هڅه يې کوله د ولسمشر سره د ټليفون کرښه وصل کړي خو نه بريالي کيدل . ګډون والو هر يوه د نن ورځي په اړه خبري کولي چا ويل چي هسي يې ورځ ضايع کړه چا به ويل چي مريض مي کور ته پورت دى زه دلته راغلم او بل به بله خبره کوله . تر ډيري هڅي وروسته کرزى صاحب په ټليفون کي را پيدا سو او خپلي خبري يې داسي پيل کړې (( خداى مو راوله ، ما داسي اراده درلوده چي درسم لښکرګاته او زموږ د يو بهرني ميلمه سره هلته ووينم خو دى پرون راغلى وو زه نن په بله تياره کي له کابله راغلم اوس دوى وايي چي هوا خرابه ده د لښکرګاه په لور نو موږ بيرته کابل ته ګرځو په موږ کي يو متل دي چي وايي (( يار زنده صحبت باقي )) انشاالله ډير ژر به بيا لښکرګاه ته د راتګ پلان و تړم زياته عفه غواړم خداى پامان خداى پامان )) داسي مي و انګيرل چي د کرزي صاحب لا زړه سوړ ندى لانور هم غواړي په دې ساده ،خو له وقاره ډکو خلکو ملنډه ووهي .


ډوډۍ مو د لايتي شورا په تالار کي و خوړه او هر يو پر خپله لار ولاړل د هغې خوا چي راوتلو د ارګ يو پوليس موهم په سترګه نسو د هلمند ملي پوليس ولاړ وو او تر مازديګره الوتکه کښته پورته کيدې .


کرزي ولي هلمند ته له راتګ څخه نټه وکړه ؟


دا خبره چي په ظاهره ګډونوالو ته وويل سوه چي هوا خرابه ده دا په څو علته سمه خبره نده .


د هوا خرابوالى تل د وريځي سره سرکار لري خو په هغه ورځ ټول ورځ اسمان تک شين وو .
که هواخرابه وي نو کرزى صاحب کندهار ته څنګه راغلى . داسي به و انګيرو چي د نومړي تر راتګ وروسته هوا خرابه سوه ښه نو بيا کابل ته بيرته څنګه ستنيږي ځکه د هلمند او کابل د هوا لار ټولو ته معلومه ده چي تل الوتکه د غزلي پر سيمو چي غرونه هم لري تکاني کيږي نو کله چي هلمند ته الوتکه نسي تلاى نو څنګه کولاى سي د غزني د غرونو پر سر الوتنه وکړي .
په هغه ورځ ټول ښآريان ددې خبري شاهدان دي چي تر مازديګره الوتکي تلې او راتلې .
که چيري کرزى صاحب د امنيت نه شتون بيرګرځولي نو بايد په دې پوه سي چي پاچا بايد غټ زړه ولري او بيا هغه کسان چي ښآغلي کرزي راليږي وو داسي په وفا داري ورته کار کاوه چي توبه ټول ښار حيران وو يو بل ته به ټليفونونه کيدل چي نن څه خبره ده چي ټولي لاري ګودري بندي دي او بل دا چي په هلمند کي امنيت دومره هم ندى خراب چي ولسمشر دي اړ کړل سي چي دومره لوى چانس له لاسه ورکړي .


د هلمند والي صاحب چي په څومره خوشحالۍ دا ټکي څرګند کړل چي (( هلمند د پخوا هلمند ندى نن د هيواد ولسمشر را روان دى )) لږتر لږه هغه خو به دي د دې خبري تصديق ته رسولى واى .


موږ و ليدل چي د برتانيا لومړى وزير دوه ځله هلمند ته راغلى ، د بهرنيو چارو وزير هم دوه يا درې او دفاع وزير هم هم داسي ،په داسي حال کي چي د هغې ورځي په نسبت ١٠ سلنه امنيتي تدابير هم نه وه نيول سوي .


وروسته دې ټولو حالتو ته په کتو سره زياتره خلکو داسي ويل چي د برتانيا لومړي وزير کورډن براون نومړى د هلمند له تګ څخه بيرولى .


د دومره پراخه امنيتي تدابرو څه اړتيا وه ؟


دومره پراخه امنيتي تدابير نيول چي حتي ولايت او سيمه ايز چارواکي بيخي له واکه و غورځوي له والي نه نيولې تر عام کس پوري نوو امنيتي کسانو ته ټول بې توپيره وي داسي انګيرل کيږي چي په هلمند کي هيڅ امنيت نسته او يا په هلمند کي بيخي هيڅ د باور کس نسته په دې ورځ چي ارګيانو په هلمند ولايت کودتا کړې وه يوازي دا نه چي غونډي ته تلونکي خلک يې پر نفس راوستل بلکه د ټول ښار څخه يو زندان جوړ وو حتي خلکو نسوه کولاى خپلو کورونه ته ولاړ سي يو کس چي په کابل بانک کي دنده لري خپله کيسه داسي راته وکړه (( سهار وختي حمام ته ولاړم ، د راتګ پرمهال امنيتي کسانو لاري بندي کړي وي تر غرمې پوري په داسي حال کي پر سړکونو ګرځيدم چي نه مي ټليفون راسره وو او نه هم پيسې )) يو بل کس راته وويل چي ناروغان يې د نادعلي ولسوالۍ څخه راوستلي او تر غرمې پوري و نه توانيدم چي بست روغتون ته لاره پيدا کړم .


يوازي د ښآر خلک ددې حالت څخه نه وه اغيزمن بلکه د ولسواليو پر خلکو يې هم اغيز شندلى وو يوازي دا نه د لښکرګاه په بازار کي محدود دکانونه خلاص وو ځکه د لارو د بندښت خبر ډيرى خلک اړ کړل چي بيخي له کوره ونه وځي له خلکو مي واوريدل چي په زرګونه افغانۍ تاوان ورته رسيدلى دى . پر ځاى کار به واى چي يوازي د ولايت د مقام ګيرچاپيره امنيت ټيګ کړل سوى واي د ښآر د خلکو په ژوندکي مداخله کول ځآن ته د نفرت د اور پاشلو په مانا دى .


د هلمندي خبريالانو خفه کيدل او د سيمه ايزو چارواکو بې غوري :


دغه حالت چي مخکي ورته اشاره وسوه چي د سيمه ايزو چارواکو بيخي له واکه غورځول د واک ټولي چاري د څو ساعتونو لپاره نورو داسي کسانو ته سپارل په خپل ژوند يې هغه سيمه او خلک ليدلي هم نه وي ددې په مانا دى چي ګنې دا اداره هيڅ ارزښت نلري يا دې ادارې هيڅ کار ندى کړى .


او داسي کول تل ناوړه پايلي ځکه لري چي نابلده کس ددې خلکو په خوى او عادتونو نه پوهيږي خداى مه کړه که ژورناليستان هم داسي خفه بيرته ستانه سوي واى او د خبرڅخه يې انکار کړى وايي دا غونډه به څومره بې ارزښته سوې واى او د کابل څخه راغلو ميلمنو به څه ګمان کړى واى چي ايا په هلمند کي هيڅ يو ژورناليست نسته ؟


ښه خبره به دا واى که چيري ولسمشر کرزي په سيمه ايزو چارواکو باور نه درلودى او غوښتل يې چي ددې لپاره دده وفادار کسان امنيت ټينګ کړي هيڅ خبره نه وه خو بايد په هر ځاى کي ورسره د ولايتي پوليسو قومندان او يا کوم استاذى هم موجودواى په دې کي دوې ګټي ليدل کيږي


١ : راتلونکي کسانو به زماغوندي داسي ګمان نه کاوه چي ګوندي کوم نابلده ځاى ته راغلى دى د خپل په ليدو به يې خپل ځان دروند احساساوه


٢ : نوو کسانو ته به ځايي قومندان يا استاذي لار ښوونه کول او د داسي تيروتنو سره چي ژورنالستان يې د سپيو په ځاى کي تلاشي کړل نه مخ کيدل


په پاى کي ولسمشر کرزي ته دا سپارښتنه کوم چي لومړۍ خو دي داسي کومه اراده نه کوي که يې بيا هم وکړه نو لکه په پيل کي چي مي څرګنده کړه وربآندي فرض کيږي بايد حتماً په هره ممکنه وسيله چي وي هغه تر سره کړي کنه نو يوه ورځ به د شپانه کانه په وسي .


اوازه به خپره سي چي هلمند ته کرزى راځي خو هيڅوک به غوږ هم نه ګروي .




تبصره نسته

  1. دکرزي تيري دوري او اوسنۍ که سره پرتله شي خورا توپير لري. په لومړنيو شپو ورځو کې چي انتقالي او مؤقت نومونه يي ورکړي وو، هيڅ ستونزي يي نلرلي . دامريکايانو دوحشت رعب په ملي او بين المللي کچه ډير و. د B-52 الوتکو تبليغاتي جنبه خورا غښتلي وه . رښتيا هم په هرولسوالۍ او ولايت کې دغلو ، وحشيانو ، چرسيانو او له ټولنې رټلو خلکو غوينمنډؤ، سړى يي په يادولو شرميږي ، خو نه کوم مقاومت او نه کوم مخالفت ښکاره و.

    په اصطلاح لومړۍ انتخابي دوره يي هم له دومره ستونزو سره مخامخ نه وه. امريکايانو اونورو بهرنيانو کرزى خورا ډير نازاوو. دشمال ټلواله، لا دامريکايانو په خدمت کې وه ، متقابل احتياج په اعتماد کې سره درلودل . درياست جمهوري معاونيتونه ، مهم وزارتونه ، ډير ولايتونه او سفارتونه يي په اختيار کې درلودل. که يي مخالفت درلود ، دننه سره ايشيدل ، په څرګنده يي کرزي ته سر درد نه جوړاوو. امريکايي څلوېښت مليارده ډالره يي پولي پشتوانه وه چي هري خواته يي لاس پکې خلاص ؤ. غلا ، قاچاق ، درغلي ، رشوت او نورو غيري قانوني لارو ته يي کومه اړتيا نه لرله . وسايل ډير او په خلاف يي مخالفت لاکم و، خو ويي نکړاى شواى دخپل تندي دتارياکو دناوړه کاروبار داغ لري کړي…

    وسله وال مخالفت خورا غښتلى شو. کابل وګواښل شو، ارګ ناآمنه شو. رشوت ، اختلاس، اداري فساد هغي کچي ته ورسيد چي نړيوال ريکارډ يي قايم کړ ،درجه يي واخيستله ، کميسونونه پکې پاته او رسوا شول.

    بده لا داچي دکرزي خپله شاهي او سرداري کورنۍهم پکې راښکيل شوه.هره ورځ يي دورور په هکله يو مطبوعاتي راپور ليدل کيږي.

    وضع چي دومره خړه پړه شوه کرزى هم فکر وکړ. وزيرانو ، واليانو ان ورور مي ليونۍ اوبه څښلي دي. له اختلاس او درغلي پرته ګذاره نه کيږي، مجبوراً يي په خپله هم غالو ته مټي رابډوهلي ، نژدې يو نيم مليون رايي يي غلا کړي ، صندوخونه يي ډک کړل، که چا نيوکه وکړه هغه يي په بهرنيانو وډارول او تري کامياب غاليجن ووت . خو داځل دتيرو دورو امکانات ورته نشته. امريکايان تري ناخوښه دي ناتو ورڅخه ماړي جنه ده . شمالي اتحاد خو دومره تري کرکه لري چي رباني ،عبدالله ،قانوني او نور مشران يي آن دتحليف په مراسمو کې ونه ليدل شول . عطا محمد نور ،تري لاړاو ورته پټ شو ،دهمدي شمالي اتحاد دمرستي دپاره يي سنګر ونيو.

    نژدي دوستان ، انګريزان يي په دې فکر کي شول چي دا دولت بقا نلري، دبهرنيو چارو وزير يي دنومبر په شلمه نيټه وويل : که بهرنيان وزي، دکرز ي دولت ورسره سقوط کوي. لږه موده يي پنځه دقيقي او ډيره موده يي يوه اونۍ وښودله. دبل سکني دوست، امريکا ددفاع وزير ورباندي دومره کړۍ راتنګه کړه چي ويي ويل حساب اوکتاب به هلته ورسره کيږي چيري چي ورته چيکونه لاسليک کيږي.

    خو نانسي پلوسي ، دامريکا په تنظيمي او پارلماني سياست کې وتلي څهري، دکرزې د دولت ارزښت ورته داسي وارزاوو چي کرزى په دې نه ارزي چي امريکا ورسره پوځي او ملکې مرسته وکړي…
    http://www.rayaan.org/Tabsera-64-.htm

  2. دغرب په خوله کي ولسمشــره هیــڅ ولکه نــه لـرې
    هســي نانځکـــه دساتوئـــې هیـــڅ فائـــده نـــه لـــرې

    کلــه پولینډ کله لندن کـــــــي خيـــراتـــونـــه غــواړې
    تيارفقيرئې خوملنـــګ غـــونـــدي خرقـــه نـــه لــرې

    دسنـــاسپـــکه دي هـــم تېره کـړه په ټيټــــوستــــرګو
    داستـاوزغــــم ته حيرانېږم هيڅ غوســـه نــــه لـــــرې

    کلـه طالــــب کلــــه ټوپک غنـــــدې دبــــل په ژبــــــــه
    کله پنجشيــــرته سجــــده کــــړې بياقبلــــه نه لــــرې

    په خولــــه دي ډيــــري زمزمــــه کړې دثبـــات ترانــې
    خـــوپــــه عمــــل کــــي داسپېڅلــــې ترانــــه نه لـــرې

    “پېروز” دي ستائــــي په بيتونـــوداڅورنګــه مزاج
    بې له لـوېديځـــه په بــل چـــاچي هيڅ تکيه نـــه لرې
    2008.11.17

  3. په تاريخ کي راځي چي، د احمد شاه بابا لمسي، شاه شجاع کله چي د انګريزانو د پوځ په بدرګه کندهار او بيا کابل ته راورسيد. مکناټن د افغانستان د پاچا رول درلود او شاه شجاع يوازي د نظر وچ په توګه تشريفاتي مقام لاره.

    لومړي هغه خلک وپوهيدل چي، شاه شجاع د انګريزانو په لاس کي ګوډاکي دي،څوک چي له بلوچستان او کندهار څخه ورسره راغلي وو. همدا پښتانه مشران غلي،غلي لاړل . خو، شاه شجاع چي له محمد زيو سره يي سيالي اوکيني او د احمدشاهي تخت د تر لاسه کولو طمعي، سياسي بصيرت ورڅخه اخستي ؤ. نه پوهيده چي انګريزانو ورباندي داسي ناپاکه کړئ را ګرځولي ده چي، نه پاچا ملت ويني او نه ملت پاچا ليدلاي شواى…

    شپي ورځي تيريدلي. د افغانستان خلکو چي وروسته همدي انګريزانو د اوسپني نيني وبلل چي، نه چيچل کيږي او نه تر ستوني تيريږي. په انګريزانو پسي وسله راوا خستله او هغوى يي دي ته مجبور کړل څو، شاه شجاع ته مخه ورکړي او په دي توګه له خلکو سره د تماس په واسطهوضع بدله کړي. شاه شجاع چي د انګريزانو له کړئ څخه بهر خپل ملت وليد. وپوهيد چي همدي انګريزانو، دده په نوم، څومره جنايات کړي دي او افغانانو څرنګه په انګريزانو ځمکه سره کړي ده.

    شاه شجاع د انګريزانو په مقابل کي د جهاد اعلان وکړ. خو اوبه تر ورخ تيري وي. که څه هم پاچا په خپله د جهاد ميدان ته راووت مګر، خلکو پيژاند چي، انګريزان ستا ملګري وو او ددي حوادثو مسئول هم ته يي،هغه يي وواژه.

    عبدالرحمن خان ته، انګريزانو اتلس لکه او حبيب الله خان ته يي شپږ ديرش لکه کلداري په کال کي، ددي لپاره ورکولي چي، هغوي سياسي ازادي او له نوري نړۍ سره اړيکي ونلري . د هند په خلکو په تيره مسلمانان چي څه تيريږي، همدا افغاني اميران څه ونه وايي. خو امان الله خان، راويښ شو او وپوهيد چي، زموږ عزت،وقار او ازادي په همدي پيسو خرڅ شوي دي. توکل يي وکړ ،د کلدارو طمع يي پريښودله. له افغانستان څخه يي”دولت مستقل خدا داد افغانستان” جوړ کړ.

    خلقيانو او پرچميانو، د روسانو خپلوي ته تر جيح ورکړه. د نور محمد تره کي ځواک يي دومره را کم کړ چي، اخر يوه بالښته د مرګ خولي ته ورساوو.

    امين خو دومره را ګير شوي ؤ چي، د وژل کيدلو په ورځ يي خپل اشپز چي، يو روسي ډګروال ؤ، مسموم کړ او د ټولو پوځي قطعاتو مشران يي، روسانو د مازديګر د ميلمستيا(عصريي) په ترڅ کي خلع سلاح کړل .پايله يي دا شوه چي د استعمار په دوستي کي يي قبر لا هم ورک شو.

    روسانو خو د ببرک کارمل، ژوند او مرګ دومره خراب کړل چي، په ليکلو نه ارزي…

    غالبا ښاغلي کرزي همدا تاريخونه کتلي وي خو، هير کړي يي وي. اوس وپوهيد چي، امريکايانو د امنيت په بهانه، نوموړى څومره له خلکو لري ساتلى دى. بي وزله په خپله وويل :” په دي شپو ورځو کي امنيت دومره کلک شوي دي چي، ورڅخه په تکليف يم. يوه ورځ به دوي(امريکايان) خبر نه وي زه به ولايتونو ته تللي يم.”(ازادي راډيو)

    او بيا تر مکروريانو پوري رښتيا هم پټ تللى ؤ.

    اي کاشکي! ښاغلى کرزي، ځان په افغانانو کي وګڼي.له ده سره چي هر څه کيږي هغه د امريکايانو په ملګرتيا کي کيږي. کنه، دومره هم ورته ځمکه نه ګرميدله.

    خو ګمان مي نه کيږي. څو دا ازادي ومومي چي، حتى دوهم ځل د کابل ښار ته هم راووزي. ځکه امريکايان پوهيږي. که ښاغلي کرزى يوازي ووزي او له خلکو سره وويني. هغه به وپوهيږي چي، امريکايانو د ښاغلي کرزي د واکمني په نوم، څومره جنايات کړي دي.

    امريکايانو څرنګه افغانستان د حاکم اومحکوم، شمال او جنوب په نوم بيل کړى دى. امريکايان څرنګه د ځينو متعصبو او له عقدو ډکو اشخاصو په خوله، راپور اوخبر غوليږي. ښاغلي کرزي به وويني چي، څرنګه يوازي يو سمت او يو قوم بي عزته کيږي. بنديانيږي او شهيدان کيږي.

    نوموړى به خبر شي چي له فتح محمد، تورن امان الله، قومندان موسى، قومندان غلام محمد، نعيم کوچي، خليل الله فيروزي، ملا قلم الدين او د غزني د محکمي تر ورستي رئيس(مولوي ګل محمد) پوري ټول، د يوه قوم خلک دي چي د زندانونو خوند يي وليد.

    له ګوانتنامو تر کابل او شبرغان پوري. ايا پرته له همدي مظلوم قوم څخه بل هم کوم نفر بندي شته؟ او که يوازي همدا قوم جنايت کاره دي؟

    جنايتونه خو له هغه ځايه را پيل شول چي، کمونستانو به په يوه شپه کي په سلګونو بي ګناه کسان شهيدان کول. د ګلم جم په نوم مليشو به، په هره پوسته او هر مرکز کي د لس ګونو کسانو ژوند او د ميرمنو عزت لوټاوه. په لارو او کوڅو کي به د عمر د کلونو په شميره ، په سرونو کي ميخونه ټکوهل کيدل.. د مړي د رقص فاجعه خو لا د جنايتونو بله ابتکاري بڼه وه. متاسفانه همدا مجرمين ټول نن حاکمان او د سياست مخکښان دي…

    نو ايا امريکايان به ښاغلي کرزي دي ته پريږدي چي، يوازي و ګرزي او له خلکو څخه همدا خبري واوري.

    ماته خو دا خبره خيال او محال بريښي .دا ازادي د سلب کيدلو په جزا کي، يوازي ښاغلي کرزي نه دي محکوم، نور چارواکي هم دا سزا ګالي. څوک حال وايي او څوک نه.

    حاجي دين محمد او د کنړ والي هغه دوه قهرمانان دي چي، ويي ويل: څو واري مو ورته ويلي دي چي، کله چي عمليات کوي. موږ خبروي. د کنړ والي، اسداالله وفا خو، لا دا هم زياته کړه چي، نه امريکايان او نه د ملي اردو سرتير ي را سره مشوره کوي.

    نن (ثور١٢) تر دريو کلونو وروسته ايله، بيله، ښاغلي کرزي دومره مهرباني وکړه چي د ائتلاف ځواکونو ته يي وويل. د عملياتو په وخت کي د ملکي خلکو خيال ساتئ. څه ښه يي ويلي دي. کارغه يي له خپلي ځالي تير کړ. دي لا کاغ،کاغ لري.

  4. که دکرزي نوې کابينه بياهم لکه دپخوا په شان کمزورې ، يواړخيزه او په فاشيستي سټې ولاړه کابينه وي . نو دافغانستان دې دپينځه کالو لپاره بيا خداي مل شي.

    دځينو سرچينو دڅرګندونو پر بنسټ مخدوم رهين دکرزی په نوې کابينه کې بيا داطلاعاتو او فرهنګ دوزارت د غاړې طوق لعنت کيږي . دا داسې مانا لري چې کرزی اصلاً اول دپښتنو کلتور له منځه وړي او دوهم پښتانه له منځه وړي . هر هغه قام چې کلتور ونه لری هغه قام مړ دی ځکه چې کلتور ديوهيواد دمادي او معنوي ارزښتونو په مانا دی او داارزښتونه دپښتون قام څخه اخلي او پښتون بې ارزښته پاتې کېږي په دې کې هيڅ شک نه شته چې رهين دپښتنو په مقابل کې ډېر زيات تعصب لري او يو لوئ فاشيست دی ځکه ماته ثابته شوې ده .

    زه يودعوت ته لاړم هلته دډوډۍ پر مهال تصادفاً دڅو وزيرانو سره پر ميز برابر شوم په دې وخت کې دولسي جرګې يو تن وکيل هم راغی او موږ سره دډوډۍ ميز ته کيناستو دغه وکيل وزيرانو ته مخ واړوه چې همداوخت دی چې دپښتنو په وړاندې يوه قوي جبهه جوړه کړو نو خدای شته چې دغه دوه وزيرانو څه تبصره ونه کړه اما مخدوم رهين چې هم دلته موجود وو وويل دا ډېره ښه خبره ده بايد چې قوي جبهه جوړه کړو ددې څخه وروسته همدغه وکيل يو بل ريس ته چې دري ژبی وووويل چې ريس صاحب دغه جبهه به دپښتنو په وړاندې جوړو. نو ريس ورته وويل چې ای وکيل صيب ته ددې جبهې نه څه غواړې دلته ټول قومونه ديو ملت اوسيدونکي دي ددوئ په منځ کې اختلاف اچول داوطن ورانوي .

    همدارنګه کله چې رهين په نوی ډهلي کې دافغانستان سفير وو . زه هندوستان ته لاړم او په سفارت کې مې څه کاروو سفارت ته ورداخل شوم هلته دسفارت په دفتر کې مامورين ناست وو ماترې معلومات وغوښتل هغوي راته په اردو ژبه معلومات راکړل وروسته مې وکتل چې نور پښتانه هم راغلل هغه پښتنو په پښتو خبرې کولې مګر دغه دسفارت مامورينو ورسره په اردو خبري کولې نور زما زړه تنګ شو ددغه مامورينو سره مې دپښتو په ځای په انګريزۍ ژبه خبري پيل کړي ، ماورنه پوښتنه وکړه چې تاسو هندوان ياستئ او که افغانان؟ دوئ وويل چې موږ افغانان يو مګر په پښتو ژبه نه پوهيږو نو ځکه دغه افغانانو سره په اردو خبري کوو همدلته يو پښتون راته وويل چې سفير صيب دلته په پښتو خبري کول منع کړي دي .

    نو زه وايم کرزی که بيا رهين کابينې ته راولي دا درهين ګناه نه ده داد کرزي ګناه ده ځانته رهين نه دی بلکه داسې ډېر رهينان کرزي په خپله غيږه کې دپښتنو دورکاوئ لپاره ساتلي دي

  5. سلامونه کرزی نه یوازی نن په هلمندوال پسخندوهلی هغه تل دجنوبی زون په خلګوپسخندوهلی دی

    ایا په نوی کابینه کی دجنوبی زون څوک شته که یا؟

    دارزګان ولایت څخه اول وار کابل ولاړی دارزګانیانوسره څه وکړل؟
    هروخت چی کرزی دارزګان ولایت مشران تللی دی دی حتا خبروته غوږنه نیسی په داسی حال کی چی دنورولایتودخلګوسرساعتونه تیروی کرزی داځل دټول کندهار،ارزګان،هلمند،زابل دولس درایوسرجفا وکړه داوس بیا داطلاعات فرهنګ وزیر یوایرنی پلوکس کړی څه ولیکم ګرانولوستونکو دکرزی دبدکړونولپاره زماپه فن کی نورداسی حرفونشته حیران یم
    خوخیربه دالله څخه غواړو چی لاڅه پیښ وی
    په ارزګانی مینه ترینکوټ

  6. پت مې دوطن اود پښتو درسره وپالی
    نورخومې قاتل ته قهرمان راباندې مه وایه

    هر څوکه غربت او بې وسۍ خوله راتړلي ده
    ګور ه نوشیطان ته خو انسان راباندې مه وایه

    ښي جیبان يې ډک کړل اوس به چپ ورته وروړاندي کړي
    ډلې ته دغلوخو وزیران راباندې مه وایه
    (‌ذ. حسن )

    دافغانستان غیور ولس د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کي دمرګ په بیه د کرزي تر شا ځکه ودریدل چي ولسمشر کرزي ورسره وعدې کړي چي دا ځل به یو د فساده پاک او مسلکي حکومت جوړوي ، تر اوږده ځنډ وروسته ولسي جرګې ته دکابینې لیست ولیږل شو . چي متاسفانه یوځل بیا یوازي دافغان ولس په سترګو د خاوري شندل و .

    لکه څرنګه چي د ولس ورته تمه او امیدونه وو دهغه خلاف په لیست کي ټول هغه پخواني جنګي جنایتکاران ، مفسدین، فاشیستان او د تیرو اتو کالو د ناکام دولت ناکامه وزیران شامل دي چي ولس ئې په نوماندئ شرمیږي او دنفرت په سترګه ورته ګوري .

    په دغو کسانو کي یو هم فاشیست ، مفسید او دایران ګوډاګئ رهین مخدوم دي چي په ولسي جرګه کي دده د ناکامه فاشیستي پلانونو لکبله داطلاعاتو کلتور وزارت لپاره د عتماد رایه ځیڼي واخستل شوه او دوزارته وشړل شو .

    نوموړی د افغانستان د ملي فرهنګ ، کلتور او د اکثریت د ژبي او رواجونو سره ځانګړي دښمني لري او پرځای ئې د ایراني اخندانود کلتور ، ټرمنالوژئ ، او عنعناتو د رواجولو لپاره کار کوي .

    دداسي یو کس چي دخپل وزارت په دوره کي ئې افغان ولس تر پوزي راوستې ، ناکامه اوله دندي شړل شوي بیا ټاکل دهغه چا لپاره چي دې ئې نوماند کړی دی یوازي د لیونتوب او حماقت په معنا بل څه نه وي ، خو دابه د ولسي جرګې د بې پرېوالي لپاره د افغان ولس په وړاندي یو لوی چلنج وي چي دغه دول منهوسو اشخاصو ته چي یوځل ئې د باور رایه ترې اخیستې وي بیا د باور رایه ورکوي .

    افغان ولسپال ځوانان د ټولو ویښو پښتنو څخه غوښتنه کوي چي د خپلي ژبي ، فرهنګ او تاریخ لپاره ددغسي ناروا اشخاصوپه ضد په ټولیزه توګه خپل غږ پورته کړي او پرې نږدي چي د هیواد کلتوري او تاریخي شتمنۍ د پردو په لاس زیانمني شي .. .

    رهین مخدوم د قضاوت په تله کي ، د مخدوم رهین د فاشیستي هڅو څخه پرده پورته کوي دغه کتاب د هغه دواکمنۍ په دوره کي د افغان ولسپال ځوانانو لخوا خپور سوی او له تاسو ټولو څخه هیله کوو چي د دغه فاشیست په اړه خپل نظر، لیکني ، دسترګو لیدلی حال له موږ سرره شریک کړئ ترځو د (( رهین مخدم د قضاوت په تله کي )) کتاب دوهم ټوک چي ډیر ژر به له چاپه راووځي ستاسو په هڅو لا بډایه او مستند شي . موږ ته خپله نظر په لاندي برخه کي او یا په دې بریښنالیک brishnalik@yahoo.com کي پرېږدی

    افغان ولسپال ځوانان

    کابل افغانستان

  7. گرانو ورونو،
    د کرزي غوندي گوډاگي د وينا اورېدلو لپاره که څوک پر ځان ستړيا گالي گناه يې خپله ده. د ده څخه مو د څه اورېدلو تمع درلوده؟ خدای دي وکړي چي دغه درته سبق سوی وي او آينده چا ته د هغه تر حيثيت زيات قدر ورنه کړی. هر څوک چي داسي کوي دغسي به خپل حيثيت ته زيان رسوي لکه د غونډې مېلمانه!

  8. د توره بوړه ليکوال
    کرزی،کارمل اونجيب
    2009.11.06

    زموږدهيوادپه معاصرتاريخ کي ډېری داسي خبرې شته چي هيواداوهيوادوالوته يې دخپل ناولي فطرت په وجه خورالويي غميزې،ناخوالې اومصيبتونه رسولي دي له انګرېزانوسره شاه شجاع اوله روسانوسره وارپروارتره کی،امين،کارمل اونجيب ملګري شول چي هريوه پرخپل وخت افغانانوته په هرډګرکي دومره زيانونه ورسول چي ليکنه به يې يوبې پايله تسلسل وي .

    کله چي په ۲۰۰۱ م کي صليبي اشرباڼوپرافغانستان يرغل وکړنوکرزي هم دشاه شجاع،تره کي،امين،کارمل اونجيب پرلارپه پل اخيستوخپل نوم دتاريخي دملي خائنانوپه ليست کي ثبت کړ،که سړی دکرزي اته کلن حکومت ته يوځغلنده نظرواچوي نودهغه په شخصيت کي به دمعاصر تاريخ دهرخائن څه نښې نښانې وويني دشاه شجاع اوکارمل په څېرديرغلګروپه پوځي الوتکه کي له پخواني سنجل شوي پلان سره سم هیوادته راواردشو،دتره کي په څېرخپلوډېرونژدې کسانوهم ترپايه ورسره وفاونه کړه اودنجيب په څېريې يرغلګروته په شعوري ډول اجازه ورکړه چي دافغانانوپرځان،مال،عقايدو،دوودونواوکولتورتېری وکړي خوداولس دقهرپه ليد وددې لپاره چي دعامه وګړواحساسات يومخ توپاني نه شي دمکارې اوفاحشې مېرمنې په څېراوښکې توی کړې،څو غولوونکي الفاظ ووايي اوهغه خپله بازارتېزي بياهم ښکاره کړي .

    کله چي دبن ترصليبي توافقاتوروسته کرزی دغلامۍ پوست ته بريالی شونوډېروپښتنوهيله درلوده چي کرزی پښتون دی دصليبيانوله ځواکه داولس دايمان پلورنې په بدل کي که څه ورکول کېدل هغه به دپښتنوپه ګټه لګوي اوکه داسي نه وي نوهغه دپښتنوداکثريت حق خوبه په نظرکي ونيسي مګرکرزي دخپل غلامانه واک پرمهال داهرڅه له ياده وايستل پښتانه يې هم په سياسي،هم په اداري اوهم په اقتصادي ډګرکي له ياده وايستل نووروته يې پنجشيراودای کندي ولايت کړل خودپښتنوهغه يوه ولسوالۍ سمه اداره نه شوه سره له دې چي دپښتنوپه سيمه کي ډېری داسي ولسوالۍ شته چي په هرلحاظ يې ددې وړتيادرلوده چي له ولسوالۍ ولايت ته لوړه شي ځکه هم يې نفوس ډېروو،هم يې ساحه پراخه وه اوهم يې دولايت اوسني مرکزته سم لاس رسی نه درلوودياني ترمنځ يې واټن زيات وو، خوله دې هرڅه سره سره يې دولايت کېدووياړترلاسه نه کړمګردتاجکانواوهزاره ګانوهغه ولسوالۍ ولايتونه شول چي دهيڅ معيارله مخې په تول پوره نه وي لنډه داچي کرزی پوچ وخوت دپښتون والي پربناچي کوموکسانوهيلې ورپوري تړلې وې هغوئ هم نن ورڅخه ناهيلي دي اوداسي فکرکوي چي دبل په لاس راغلی پښتون نه يوازي داچي پښتنوته خدمت نه شي کولای بلکه دهغوئ دتاريخي شرم او شاتګ سبب ګرزي چي داتجربه په دې اتوکلونوکي ښه په اثبات ورسېده اوپه راروانوڅلوروکلونوکي به دده په واسطه پښتانه نوورخوار،ذليل اوسپک شي . دکرزي په اړه داسلامي خدمت فکرخوهغه وخت له منځه ولاړچي دامريکايانوپه ملاتړيې دڅوکۍ دترلاسه کولواقدام وکړ،ځکه دکفردوستي اوايمان دوه داسي نقيض دي چي لايجتمعان ولايرتفعان . داځل چي دصليبيانوپه نوې ډرامه کي کرزی بيادهيروپه توګه وځلېدنوپه دې سره به دی دوروستي ځل لپاره دروسانودوروستي خادست غلام ډاکټرنجيب رول ولوبوي هغه هم کوم وخت چي دخادمشروودظلم،وحشت اوبربريت هره ژرنده دافغانانوپرسروچلوله چي کله يې ترکارمل وروسته واک په لاس کي واخيست نويې دسولي،ګډحکومت اوپخلاينې نارې پيل کړې چي کرزي هم په لږتوپيرهماغه لاره خپله کړې ده يووخت يې ويل چي په هيوادکي يوازي يونيم سل وسلوال په مقاومت بوخت دي چي ژربه له منځه يووړل شي اوداهيوادبه ددې وطن ضدعناصروله شره خوندي شي خونن بياهغه خپل وروڼه بولي اوبلنه ورکوي چي له ده سره خبرې وکړي،په حکومت کي ورسره شريکان شي اودهيوادپه بيارغونه کي خپل تاريخي مسئوليت وپېژني .

    په لنډوويلای شوچي دکرزي اته کلن حکومت داسلام،افغانستان اوافغانانوپرضددملي ګټوبرخلاف اوله اسلامي وافغاني تاريخ سره ستره جفاوه کرزی هغه څوک دی چي په افغانستان کي يې له صليبي يرغلګروسره ديواسلامي حکومت په نړولو،دافغانانوپه شهيدولو،ديني،ملي،کولتوري،تعليمي اوټولنيزوبنسټونوپه نړولو،دملي خائنانو،ټوپکيانواوجنګ سالارانوپه راوستلوکي مرسته وکړه اوپه دې هرڅه کي يې دسالاردنده ترسره کوله اولاهم دې خسيس،ذليل اوخائنانه کارته دوام ورکوي چي په دې ډول دافغاني معاصرتاريخ ترټولوخائنه،بې ضميره،بې ننګه اوبزدله څېره ده .