کور / تازه خبرونه / په پكتياولايت كې نوي عمليات پيل شول

په پكتياولايت كې نوي عمليات پيل شول

دغه عمليات نن د(ملي سرمايه) په نوم دپكتياولايت دزرمت په ولسوالۍ كې پيل شودي .
دملي اردودتندرقول اردوقوماندان تورن جنرال اركان حرب عبدالخالق دتليفون په كرښه وويل چې ددغوعملياتوقوماندۀ ددۀ په لاس كې ده .
دهغه په وينادغه عمليات دملي اردو،ملي پوليسو ،ملي امنيت اواېتلافي ځواكونولخواپه ګډه سره پيل شوي چې په څلورمرحلوكې به ترسره شي .
يادشوي قوماندان دلومړيودريومرحلوپه اړه څه ونه وې خودڅلورمې مرحلې په اړه يې ووې ،چې دغه وروستۍ مرحله به دبيارغاونې لپاره ځانګړې شوې ده .
نوموړي زياته كړه چې په وروستۍ مرحله كې به په پكتياولايت اوپه ځانګړي ډول په زرمت ولسوالۍ كې مكتبونه ،كلنيكونه ،دڅښاك اوبوڅاګان  اوسړكونه جوړيږي .
ددۀ دمالوماتوله مخې ،دغه عمليات به ترهغودوام ولري ترڅو په ياده شوې سيمه كې دخلكولپاره ډاډمن امنيت رامنځته شي .
څه مهال وړاندې هم دخوست ولايت په ځينوولسواليوكې دمتون په نوم ګډعمليات ترسره شول چې په پايله كې يې ګڼ شمېروسلې اومهمات ګډوځواكونوته په لاس ورغلي وو .