کور / شعر / ای شهېده ای اتله

ای شهېده ای اتله

د امان حليمي رالېږنه


 


ای شهيده ای اتله 
دافغان په سنګ ولاړ شهېده جار شم
پرهرونه دې دقام لپاره ګل شو
اوس به دغه دګلونو کر کوو موږ
چی زمادقام پدغه کی بقاده
نر شهېده تاول نه ېمه غلام
ځنځېرونه دې پری کړې دغلام
ته دهرجابر په مخ کی وې دېوال
ته دهر ظالم دظلم مخ ته ډال
ته دژبی پښتنۍ په سر ېی ډال
ته دهر اورنګ په سترګو کی ازغۍ
ته دهر پښتون اتل په سر دستار
ته دهر سامراج په زړه لکه زقوم
ته دهر مظلوم په زړه لکه مرهم
ته دهر جابر نظر ته توره شپه
ته دحق په هره لاره کې مشال
ته رهبر دخپل اولس په نېت صفا
ته شهېددنام وننګ او دوفا
ستااولس ېو ځلې بېا په آه او وېر
موږ به بېاستا په قدم اګدو قدم
موږ به ګل ګټو او هم ګل له غزل
موږ به ستا په ژبه واېو په جار
زماپه مخ لاړی راتو کړی
که مې دننګ ګولې په شاخوړلې وېنه