کور / تازه خبرونه / كوچيان:بارانونواويخنيو مرګ ژوبله راوړوله

كوچيان:بارانونواويخنيو مرګ ژوبله راوړوله

دافغانستان په نسبي ګرم ولايت هلمند كې كوچيان وايي چې يخنيو او بارانو نو تاوانو نه وراړولي دي ، ددوى په خبره چې پر سلګونو څارويو سربېره يې شپږ كسان هم وژل شوي او ګڼ نور ماشومان يې په نروغيو اخته شوي دي . دكوچيانو يوشمېر استازي دمرستو دترلا سه كولو په موخه دهلمند مركز لښكر ګا ته راغلي او وايي چې اوس يې دهلمند په څنډو كې ژوند خوندي نه دى . هلمند دافغانستان له هغو ولايتونو څخه دى چې ترډېرى نورو ګرم دى او دهيواد له نورو سيمو كوچيان ورته راځي ، خو سږ كال ددغه ولايت څنډي هم سړو سيليو په مخه اخيستې او دكوچيانو ژوند يې ورتريخ كړى دى .