کور / خبرتیا او پيغامونه / له يوې نا ارامه سيمي د راډيو او ويبپاڼي خبرتيا

له يوې نا ارامه سيمي د راډيو او ويبپاڼي خبرتيا



 

په هلمند ولايت کي د سباوون ايف ايم په نوم راډيو  او ويبپاڼه پرانستل سوه .

 

 د هلمند ښکلی او تاريخي ولايت د افغانستان د نبستآ نا ارامو سيمو څخه شمېرل کيږي ، له دې سيمي څخه په پرله پسې ډول د جګړو ، مرګ ژوبلو  او نا اراميو خبرونه خپريږي ، خو د خوښۍ ځای دی چي ددې سيمي پر هيواد مين کلتور پال افغانان ددې هر څه برسېره بيا هم په سيمه کي علمي ، کلتوري او ښوونيزو چارو ته پام کوي چي غوره بېلګه يې د بګړۍ مجلې ، بست جريدي ، بست کلتوري ټولني او دا دی اوس د سباوون راډيو او ويبپاڼي پيلېدل دي .

 

ددې راډيو يو تن کارکوونکي لراوبر ويبپاڼي ته په راليږل سوي ليک کي سباوون راډيو يوه ازاده راډيو بللې ده ، د لراوبر ټول همکاران ددې راډيو جوړونکو او چلوونکو ددې نېک ګام د پورته کولو له امله د زړه له کومي مبارکي وايي .

 

سباوون راډيو يو آزاده او خپلواكه راډيو ده د سباوون راډيو د هلمند د متدينو خلګو د كلتور او علي افكارو بيا نونكي ده .سباوون راډيو  په هلمند كي پر اف ام ۸۸ مګاهټس څپو باندې خپريږي  . سباوون راډيود اسلامي او افغاني قوانينو تر سيوري لاندې خپرونې كوي .سباوون راډيو د تازه خبرونو او ټولنيزو خپرونو تر څنك ادبي او كلتوري خپرونې هم لري . تاسو كولاى شي خپل سو داګريزې خبرتياوې د سباوون راديو او سباوون ويب پاڼې له لارې نشر ته وسپارى  . تاسو كولاى سى خپلو دوستاتو ته سلامونه د سباوون په مټ د ليكلي او يا ږغيږ پيغام له لارې واستوى .


 

ټليفونونه شميري :

 ۰۷۰۷۸۱۰۳۰۶

۰۷۰۷۸۱۰۳۰۶