کور / شعر / اشعار

اشعار






لویه ګناه
د  وطن  پېغلې غونډې  مې
څه  سپېرې   سپېرې   ښکاریږي
لکه پېغلې  د وطن  مې
چې په  خاورو کې  لوغړیږي
 *** 
لاس  د  مات  شه  په  مړوند  کې
چې  و هې  په  غرو  کې  لمنځې
که   ښېراوې   مې  لګیږي
خداې   د ونیسه  په  ښنځې *
 ***
دغه   ښار   دغه  کوڅې   خو
ستا  د  پلار  ستا  د  نېکه   دي
جوماتونه   یې   قبلی    ته
تاته   چا  وې  چې  کاږه   دي
***
نه  کافر  یم  نه  ملحد  یم
زه  سپېڅلی    مسلمان    یم
بس  همدغه  مې  ګناه   ده
چې   پښتون   یمه    افغان    یم
***
راشه   راشه    لېونیه
ته  په  څه  باندې  خفه   یې
چې  خپل   ښار  په   توپو    ولې
دمره   ولې  په  غصه   یې
                  ***
 زلمی حبیبزی 


 


 روڼ څاڅکي – عبدالستار راهیاب


 دعادل اڅګزي و(روڼ څاڅکي)شعري ټولګي ته په مینه ډالۍ


پــــــه ادب کــــــي بــــاکمـــــالــــــه
دسیالانــــــــوســـــــره ســـــیالــــــه
تـــــه پــــه روڼ جهان  کــي اوسې
ای خاونــــــددفـــــکروخیالـــــه!


یـــــوروڼ څـاڅــــکی پـــــربڼــــکه
چـــــي تیــــــاره دپـــــکي ورکـــــه
ای دښــــــــه فکــــــــــرخاونـــــده!
پـــــه خپل پندکي یــې ځیرکــــــه


تــــــه خبرپــــــه هـــــرڅــــــه رازیې
وخـــــوږونــــــغموتــــــه سازیــــې
ارمانونــــــه دي ژونــــــــدي کـړو
هــــــم نــغمه دهـــــرمـــــجازیــــــې


دزمـــــري ســـره تکــــــرارکـــــړې
تـه دحــــق ولارتـــــــه څارکــــــړې
ډېـــــوې بلـــــي تیــارې ورکــــــي
دغلیم پـــــرسرچـــــي وارکــــــړې


تارشتـې اوتــــــړون جــــــوړکـــــړ
تادمینـــــي ژونــــــدون جوړکــــړ
کــــه هـــــرڅـــــویــــــوسره لیــــري
تادمیــــني پاڅـــــون جــــوړکـــــړ


تاګیســـــــودی هـــــم سپــــړلـــــی
هــــم دي خونــــدپـه کي موندلی
هـــــم دهرښائیست صفــــــت دي
پـــــه کلام کــــــــي رانـغښتلــــــی


خدای دي څیړیکه دخدمت کړه
شملــــــه لــــــوړه دغیــــرت کــــړه
پښتونــوره هــــــم درنــــــه کــــــړه
دپښــــــتون ســـره الــــفت کــــــړه


دادب ســـــــــــره دي مــــیــــــنــــــه
دتـــــرقـــــــنــــدولاشـــــــــریـــــــــنه
څکـــــــه ماراهیاب تـــه هـــــــم را
زمابه هم په جوش سي وینـــــــــه


 


غزل


نو رعلی شاه ځلبلاند-متحده عرب امارات دوبۍ


قسمته نور می د جانان تر کوره ور سوه
ستړی ژوندون د خپل ارمان تر کوره ور سوه
په مات وزرو الوتی نه شم چه وا لوزمه
په ګوډو پښو می د يزدان تر کوره ورسوه
نور ئي په ځان باندی دوړلو طاقت نه لرمه
درانه غمونه د زندان تر کوره ورسوه
کله به ولويږی له غاړی دغه توک دزينهار
دا خوار ازل می د مغان تر کوره ور سوه
هسی په بندو لارو نور دورتلو توان نه لرم
رويباره يارمی د پيمان تر کوره ورسوه
وعده به څنګه ماتوم زه خو پښتون يم اشنا
پښتنه چغه د اسمان تر کوره ورسوه
دځلبلاند باڼه په اوښکو کی لانده ويده شی
قلمه حال ئي د جانان تر کوره ورسوه


پېغور
سيدشاه – لندن
نن پیغور د افغانانو په نصیب شو
چې وطن يي استعمارانو دی نیولی
یهودان او نصارا به دې پرې هیر شي
ګاونډي په موږ کې شر دی اچولی
په نړۍ کې د افغان د توري شرنګ و
نن يي ملک د امریکا ته ور سپارلی
داسې ژوند نه د غیرت مرګ ده بهتره
چې په خپل کور کې يي لاس وي در تړلی
د غازي امان الله سپکاوی کېږي
خو ملي خاین یادیږي …نن ښاغلی
که د ورور په مرګ ګټل وي جنتونه
بیا مې خپل جنت ملا ته وربښلی
نابللي میلمه وګوره تاریخ زما
هر غاصب په افغانستان کې سر خوړلی
سید شاه نن په سیالانو کې ذهیر شو
چې جمهور رییس مو جوړ شو یو ناولی


 


 


غزل


فضل هادي فضليار


پـوهـېږې اوس مـې څنګـه بې لــه تـانـه زنده ګي ده ؟
جـــــانـانـه! وه جــــــانـانـه! بـلا ګــــرانـه زنـدګـــــي ده


د ســتـرګــو لـه يـو رپ سـره يـې څـو کـسـو نـه واخلـــي
ددې وطن د خــلکـــــو څــــه ارزانــه زندګي ده


پښتون يـې چــې ونـه ګـڼـې کـوم  بل  څـه ورتـه  وايـه
د چــا چــې بــې حجرې او بـې اذانه زنـدګـــي ده


چې يار يې وي ، کوکنار يې وي او رحم پر خوارانو
د داســې خـلـکــو بـالــکل بـې ارمانه زنـدګــي ده


بـې مينې ، بـې لــتـانـه ، بـې لــــه يـاده دې جــــانـانـه
بـې عقـلــه  او بـې روحه  بـې وجدانـه زنـدګي ده


چـې نـه پـکې عـزت وي ، نـه غـيرت او  نـه مــــېړانه
هـغـــه ګـــورئ مـلګـــــرو بــې ايـمــــانـه زنـدګـي ده


ســره  له  دې  چــې  ډکــه  ده  لـه  رنـځــــه فضلياره
خـــو بيـا هــم ګـــوره  مـينه  څـه  کامـرانـه  زنـدګي ده


 غزل


محيب الله رحمتي


چي غم د بېلتانه راباندي زور سي
په اوښكو او زړا باندي مي زور سي
خوب راڅخه كډه نا آرام سمه
اواز دي د راتلو چي په ما خور سي
وېرېږمه چي ځان به غر غره كړي
دا زړه به مي آخېر داسي محبور سي
وزاړم په زوره چي راياده سې
بل مي په زړګي باندي سور اور سي
تصوير دي په سينه پوري لږ جوخت كړم
كه چېرته مي دا زړه باندي ټكور سي
بيا به ته راځې زما محيب ديدن ته
چي سپين كفن زما په مخ راخور سي


 


اشرار


سېد شاه خروټې- لندن


زۀ اؤس د هر ځه نه بېزار شومه
چی دهرچا د سترګو خار شومه


زه دغاصب حکمرانی نه منم
ځکه منصور غوندی په دار شومه


زه په شېن سترګې له خپل ملکه باسم
خېرکه مښهور زه په اشرارشومه


پرون می مخ دېوشهېد ولېدو
والله چی زه یې طلبګار شومه


ماته جنت دوزخ ډېر مه ېادوه
نورزه له هر ځه خبردارشومه


واربه د راشی لوغړنه اشنا
له فرنګی نه چی اوزګارشومه


زه ده ملا په فتوای ورورنه وژنم
په د ی خبره ګنهګار شومه


زه به دهرظلم بدل اخلمه
چی کله خوب نه رابېدار شومه


زه سېد شاه به وطن ځنګه ژغورم
چی په لندن کې دوکاندار شومه



 


غوڅه مانا


pakhtyan_stori


د رنګونو په ښکلا کې
څه د ستورو په رڼا کې


ژوند او مرګ سره تضاد دي
لیونیه دی دونیا کې


سترګې شوخې دي ، ښایسته دي
تازه ګل لکه بیدیا کې


څه جذبه د عقل ورکه
د پیکه زړونو په غلا کې


د نسلونو ورته پاتې
پیغورونه ماته ملا کې


رنګ د ژوند به څه بدل شي
د خرڅ شوي ذهن ساه کې


دا سیلۍ او طوفانونه
د سپرلي غوټۍ فضا کې


اور به ژوند د مینې وژني
د نفرت مسته ګډا کې


پاتی زړونو کې به څه شي
ولږه تنده په حیا کې


ناقلاره حسن خیال ته
د نبضونو په ګناه کې


نسیم ستوریه سپرلی نشته
د خزان سپیره نڅا کې


وارخطا به قصور وار شې
د اجل غوڅه مانا کې


 


غزل


سپين کفن کې بنديوان يم که مې ګورې
څــــــولحــظې لاپـه جهان يم که مې ګورې


کټ مـــــې څـوتنواخيستى درنه وړې مې
تورلــــــحد خـــواته روان يم که مې ګورې


که دريادشــــــــــــومه تصويرلره مې ګوره
ډک له اوښکويوګريوان يم ګه مې ګورې


په ژونـــــــدون مې  چې داستاتلاش کولو
اوس مــړشوى په ارمان يم که مې ګورې


په مـــــــزاربانــــدې مې سپينه جنډه رپي
خـــوږيـانى داستاجانان يم که مې ګورې
www.ataullah.blogfa.com
a.khogyani@gmail.com
ataullah_ajz@yahoo.com
www.ataulla.blogfa.com


 


دوه بيته


انوارالحق يرغل ننګرهار


ملګرو بس لکه سړى چې له ښامار ډاريږي
داسې جانان ماته د مينې له اقرار ډاريږي


هغه مئن نه دى هغه ته زه مئن نه وايم
چې په يارۍ کې له تومته او له دار ډاريږي


 


خفګان سر وخوړو


سيدجمال الدين فاطمي
 


ای فاطمي! راغی جانان او ارمـــــــــــــــــان سر وخوړو
خندا خپره شوه ، خوشالي شوه ، خفګان سر وخوړو
ما لا پخـــوا ؤ رقـــيبانـــو ته چـــــــــــيلنج ورکـــــــــــړی
شکر کامياب شومه وصال شو هجران ســـــر وخوړو
چې به مې هر وخت پۀ ګرېوان شـــــيبه شـــېبه ورېدۀ
کار يې تمام شولو د اوښکــــــــــــــو باران سر وخوړو
زۀ لۀ هغو نه وم چې ګــــــــــــــــټه مې نصيب کې نۀ وه
نصيب را ويښ شو ګټيالی شوم تاوان ســـر وخوړو
مــــــــــــــــــــلګرو هله به زمونږ وطن کې سوله راشي
کۀ دا بې ننګه ،بې ضمير، پاکســـــــتان سر وخوړو