کور / کیسه / قسمت پوړۍ

قسمت پوړۍ

ناګهانه د راکټ درز شو او د دوی له کور نه دوړې او تورې لوخړې د اسمان لورې ته پورته شوې په لږه شېبه کې د دوی کور له خاورو سره خاورې شو. خالد چغې او نارې وهلې او ویل به یې: ښځې! وا ښځې! ننګیالیه! توریالیه! وا توریالیا!… د لیونیو غوندې یې چغې جوړې کړې وې او د خپلو زامنو پسې ګرځېده چې ناګهانه پر نرګسې سترګې ولګیدې چې بې هوشه پرته ده او وینې یې د سینې د پاسه روانې وې، تورې څڼې یې د ګردونو او لوګیو نه ډکې وې په منډه یې ځان ورته ورساوه او سر یې را پورته کړ او وې ویل : نرګسې وا نرګسې، کله چې نرګسې د خالد غږ واورېد نو لږ غندې په خود شوه چې بې واره یې وپوښتلې: ننګیالی او توریالی دوی چېرته دي؟ خالد چې اوښکې یې روانې وې ورته سر وخوځاوه چې همدلته به وي نرګسه یې د یو ړنګ شوې کوټې دېوال ته تکیه کړه او د خپلو بچیانو پسې منډه کړه چې په بله خونه کې یې وګوري چې ژوندي دي او که نه، ګوري چې زامن یې د خاورو او خځلو لاندې یو په بل لکه د مړو پراته دي، نو په بېړه یې ننګیالی را پورته کړ او د باندې یې ووېسته اوبه یې په مخ ورته واچولې چې په هوش راشي چې هغه ناګهانه ټوپ کړ او په هوش راغی، نو ننګیالی یې د کوهي د پاسه کې ناوه او د توریالي پسې هم هغې خونې ته چې په بل مخ اوختی و ننووت کله چې هغه یې د کوهي سرته راوړو ګوري چې د راکټ د پرچو د لاسه په بدن کې روغ ځای نه دی پاتې، ژر یې مور ته راوسته او ورته یې وویلې ژر شه چې توریالی کلینک ته ورسو، کله چې خپلې مېرمنې ته نژدې شوه هغه بې حاله پرته وه او د خپلو زامنو نومونه یې په کرار کرار اخسته. خالد ور منډه کړه او هغه یې په غېږ کې را پورته کړه او هغه یې هم د کوهي په غاړه کښېنوله او د هغې له مخ څخه خاورې او ګردونه پاک کړ او په سر اوبه وشیندلې چې دې سره هغې سترګې پرانستلې کله چې یې په خپلو زامنو سترګې ولګېدې، نو خوله یې مسکۍ شوه زامنو ته یې غاړه ورکړه او هغوی یې په غېږه کې ټینګ ونیول او اوښکې یې په مخ روان شو او د کلینک په لورې روان شول.
وروسته له څو ورځو خالد له خپلې کورنۍ سره پرېکړه وکړه چې نور نو په دې سیمه کې ژوند تېرول ګران دی که لاړ نه شو، نو د مرګ وېره مو حتمي شته، ځکه چې جمعیت او ازبک یو خوا، هزاره او حزب اسلامي له بلې خوا غواړي چې دغه سیمه تر خپلې ولکې لاندې راولي او هزاره ګانو خو اوس د خلکو په سرونو میخونه ټک وهل هم پیل کړي دي، د ښځو څخه سینې پرېکوي او خپل پښتانه او نور افغانان ورونه په کانتینرانو کې ژوندي سېځي او د اور لمبې لاندې بل وي….. او داسې نورې چارې سرته رسوي چې نه یې انسانیت او نه یې شریعت مني.
سبا سحر وختي باید ددې سیمې څخه خپلې پښې سپکې کړو، نو ښځه او ماشومان یې هسې هم د کابل له جنګ او جګړو څخه ډېر وېرېدلې وو په پټه خوله یې د هغه خبره ومنله.
سحر وختي کله چې خالد د خپلو ماشومانو سره د کابل د ښار د پرېښودلو او د جلال اباد په لورې روان شول، نو په نیمه لاره کې یې هزاره ګانو او ازبکانو څه مالونه لوټ کړل او یو څه نیمه غوټه چې پاتې وه هغه په سروبي کې د زرداد قومندان په پاټک کې یو کس چې په سپي باندې د خپلو ناوړو اعمالو له امله مشهوره شوی و په زوره ور څخه واخستل او هغه یې تقریباْ تش لاس جلال اباد ته رخصت کړ. خالد چې ډېر هوښیار او یو باحوصلې انسان و پوه شو چې دې جاهلانو، د پردیو غلامانو او وطن پلورونکو سره دلیل او دلایل ویل هیڅ ګټه نه لري، نو په پټه خوله یې د هغوی خبرې ومنلې او څه شي چې ور سره و هغوی ته یې ورکړل.
کله چې جلال اباد ته ورسېدل نو د خپلو خپلوانو له خوا دوی ته تود هر کله وویل شو او وروسته له څو ورځو څخه یې دومره پیسې د خپلو خپلوانو او نژدې دوستانو څخه په پور واخستې چې یوه د سګریټو وړه کراچۍ یې خپل زوی ننګیالي لپاره جوړ کړ. پر دوی د نورو هېوادوالو غوندې داسې ترخې شپې راغلې وې چې حتا د ننګیالي نه ښوونځی هم پاتې شوی و او په ښار کې یې کوڅه په کوڅه کراچۍ ګرځوله تر څو یوه ګوله حلاله روزي تر لاسه کړي. همدغه راز خالد د یو ښه کار په موندلو پسې لالهانده او سرګردانه ګرځېده.
خالد څو ورځې وروسته خپل کشري زوی توریالي ته وویلې: بچیه د خپل لالا (ننګیالي) سره ته هم کار ته لاړ شه ځکه هغه یوازې دی او بل ملګر هم نلري او له هغه سره په دې وړه کراچۍ کې مرسته به هم وکړي. ننګیالی به د ورځې پنځوس او شپېته زره افغانۍ ګټلې ماښام به چې ستړی ستومانه کور ته راغی نو جیب ته به یې لاس کړ او خپلې مور ته به یې ټولې پیسې ورکړې. خالد د خپل کوچنیو زامنو دغه ډول غیرت او مېړانه ستایله او دعاګانې به یې ورته کولې او ویل به یې چې خدای (ج) دې هر چا ته ستاسو غوندې نیک عمله او غیرتي زامن ور کړي.
وروسته له دوو میاشتو یو سړی ننګیالي ته راغی چې په لاس کې یې یو بیګ نیولی و، ننګیالي ته یې وروسته له روغبړ نه وویلې: زه د …. شرکت نماینده یم زما نوم انور دی ما د خپل شرکت له خوا تاسو ته د سګریټو څو نوې کوتۍ راوړي دي دا سګریټ زمونږ شرکت تاسو ته وړیا درکوي تاسو هڅه وکړی چې سګریټ څکوونکي له دې سګریټو نه خبر او لاس ته یې راوړی او هم تاسو ته زیر درکوو چې په ځینو کوتیو کې ځینې لوی او واړه انعامونه او تحفې هم شته چې کېداشی ژوند مو بدل کړي….
ننګیالي د هغه څخه سګریټ واخستل او په خپلې کراچۍ کې یې کېښودل څو ورځې وروسته یې د سګریټو تر څنګ قلمونه، پلاستیکي کڅوړې، ژاولې او داسې نور د خلکو د اړتیا وړ شیان په خپله کراچۍ کې واچول. یوه ورځ یې چې د عمده فروشۍ څخه قلمونه اخستل نو دکاندار ورته وویلې: ددې په ځینو کوتیو کې جایزې هم شته چې پام دې وي، ننګیالي چې د دوکاندار دغه خبرې واورېدې په شونډو یې یوه مسکا تېره شوه او د خپلې کراچۍ خواته روان شو.
څه موده لا نه وه تېره شوې چې دوی بیا د لوږې او تندې سره مخامخ شول او له بلې خوا توریالی هم ډېر سخت ناروغ شوی و چې د پلار نه یې د ډېرې اندېښنې له امله لاره ورکه شوې وه، یو څه غریبي او خواري چې ننګیالي کوله په هغه باندې یې د سبا او ماښام ګوزاره کېدله.
د جمعې مبارکه شپه وه چې څو بې رحمو لوټمارو د هغوی کور ته ننوتل یو څه نا څه چې په دې جونګړه کې پاتې وو هغه یې لوټ او تالا کړ او له ځان سره یې یوړل او هغوی ته یې تش کور پرېښود.
خالد خواشینی او د چرتونو په سمندر کې لاهو و او له ځان سره یې فکر کاوه چې د خپل ناروغ زوی علاج څنګه او په کومو امکاناتو وکړي او له کومه ورته پیسې په پور واخلي، ځکه لا پخواني پور ور په غاړه وو…. همدغه راز له بلې خوا د ښځې سره یې داسې وسوسې او اندېښنې ملګرې وې ځکه د خپل زوی ناروغۍ ته ډېره وارخطا وه په ژړغونې غږ یې خالد ته وویل: سړیه! هر څنګه چې کېږي نن مازیګر به توریالی ډاکټر ته بیایې چې خدای مه کړه خپل ژوند د لاسه ور نه کړي. خالد یو سوړ اسویلی وویست د پور پسې له کوره څخه ووت.
وروسته له غرمې خالد غمګین او اندېښمن تش لاس کور ته ستون شو، مازیګر را نژدې و چې ننګیالی په منډه، منډه کور ته ننووت او ساه یې لنډه، لنډه کېده د مور او پلار چې پرې سترګې ولګېدې دواړه وارخطا شول مور یې په حیرانتیا ترې وپوښتل: څه چل دی زویه خدای دې خیر کړي چې بیا کومه بلا را باندې نازله شوې ده، ننګیالی چې له ډېرې خوشحالۍ نه په کالیو کې نه ځاییده په ځواب کې وویل: مورې و مورې! زیری مې در باندې د قلمونو په قسمت پورۍ کې راته انعام راوتی، خپل یو ملګري ته مې وښوده ویل یې چې ډالر دې ډالر او راته یې وویلې ژر شه پلار ته دې وښایه، کله چې د هغه پلار پیسې واخستې او ورته ځیر شو نو پوه شو چې رښتیا هم ډالر دی، نو ټولې اندېښنې یې په خوښۍ بدلې شوې او لوی خدای ته یې په شکر ویلو پیل وکړ او احساس یې د لوټمارو تورو څېرو ته په کرکه وکتل.

خیرخانه مېنه
کابل- افغانستان
۴/۷/۱۳۸۰