کور / تازه خبرونه / سمنګان : يو باب ښوونځي پرانيستل شوه

سمنګان : يو باب ښوونځي پرانيستل شوه

دسمنګان لايت: نن دروان كال دليندى دمياشتي په ۲۸ مه، دسمنګان ولايت دمركز اړوند دكارته صلح نسوانو دليسى نوى ودانۍ دنوموړی ولايت دمقام معاون غلام سخي او دپوهنې رياست درئيس مولوى عبدالعزيز لخوا په داسى حال كى چى دسيمى قومى مشرانو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود دپټى په پريكولو سره پرانيستل شوه.

د نوموړو ښوونځي تعمير په پاخه او اساسی ډول په دوو پوړونوکی ددوه لكو ۱۶ زرو امريكايي دالرو په مجموعى لګښت د دنمارك هيواد په مالى مرسته جوړه شوى، چی ۱۲درسی ټولګى،۲ ادارى خونى، داحاطى ديوال، دابو ذخيره، ۱۰ تشنابه، داستادانو لپاره ۱۵ پايي ميز او څوكى، ۲۵۰ پايي ميز او څوكي دشاګردانو او نور ضروري ملحقات لری.

ياده دى وى چى په نوموړى ليسه كي اوس مهال ۱۰۶۳ تنه انجونى زده كوونكى په زده كړه بوخت دى چى دتدريس چاريي د۲۵ تنو استادانو لخوا پرمخ بيول كيږى چى ديادشوي تعميرونو په جوړه ولو سره د نوموړى ښوونځي د زده كوونكو ستونزه د درسى ټولګيو دنشت والى له امله ليرى شى.