کور / تازه خبرونه / دښت ارچي : د ملي اردو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

دښت ارچي : د ملي اردو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

دکندوزولايت ددشت ارچې په ولسوالې کې تيره جمعه دوسلوالوطالبانو اودملې اردوسرتيروترمنځ نښته رامنځ ته شوي وه.

ددښت ارچې ولسوالې ولسوال شيخ سعدالدين کليد ته وويل (( چې تيره ورځ دجمعې په بازارکې چې دغلته يودود دي اوډيري خلک دغه بازارته دراکړي ورکړي لپاره دليري پرتو سېمو نه راځي ، په بازار کې دملي اردو سرتيرو ګزمې ګرځيدلې چې ناببره دوسلوالو طالبانو دبريد لاندي راغلل اودغه بريد دحاجې محمد عالم دتپۍ ترڅنګ پيل شوچې وروسته دملي اردوسرتيرو ځوابيه بريد پيل کړ چې دشيخ پروينا په دغه نښته کې دوسلوالوطالبانو(٧) تنه ئي وژلې او(٦) تنه ئي نور ټپيان کړي دي خو هغه داهم وويل چې تيرماښام سرتيرو دجګړي په سېمه کې (٣) کيلومتره کمربند اچولې وو. اونن دخالې په ورځ سهار (٧) بجې بيا جګړه پيل شوه چې تر اوسه روانه ده خودمرګ ژوبلې په اړه ئي تردي دمه دقيق مالومات نشته خوله بلې خوا په سېمه کې ځايي طالبان بيا وايي چې دتيري شپې په نښته کې د دوې (٢) تنه ملګري ټپيان شويدي .

په دي ورستيوکې دکندوز ولايت دورته پېښو شاهد دي چې تيره اونۍ دارچې په ولسوالې کې دوسلوالوطالبانو بريد يادولې شو چې دامني قوماندان په وينا (٥) تنه وسلوال طالبان يي په کې وژلي وو خو طالبانو دخپل يوملګري دوژل خبرتائيد کړ.