کور / تازه خبرونه / میدان وردګ : نوې پراشوتي لوا په کار پیل وکړ

میدان وردګ : نوې پراشوتي لوا په کار پیل وکړ

په میدان وردګ ولایت کې دایساف نوې پراشوتي لوا د یو لړخاصو عسکري مراسمو په ترڅ کې رسماٌ دپخوانۍ غرنې لوا څخه دبیرغ په بدلون سره په کار پیل وکړو.

جوړې شوې غونډې کې ددې ولایت والي محمد حلیم فدایي سربیره دسیمه ییزو ارګانونو دپالیسي مرستیال برناکریمی، دملګرو ملتونو د دفتراستازو، دولتي ادارو مسولینو او د ایساف قوماندانانو ګډون کړې وو.

غونډې ته ښاغلي فدایی په خپلو خبرو کې وویل دایساف غرنۍ لوا دولایت په امنیت ،بیارغاونې او ښې حکومتدارۍ همدارنګه دګډو عملیاتو پروخت دښې همغږۍ اودولسي تلفاتو دمخنوي په اړه دهغوۍ دکړنو ستاینه وکړه او دنوې لوا څخه یې دامنیت دټینګښت ترڅنګ ددې ولایت ددخلکو دهوساینې لپاره دلازیاتو پروژو دتطبیق غوښتنه وکړه.

همدارنګه پخوانۍ اونوې لوا قوماندنانوهریو ډګروال هیټ،ډګرمن ږیبل او ډګرمن ډیوټ سنګ ترسره کړو لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دولایت دخلکو دامنیت او ژوند دکچې دلوړولو لپاره به کوټلې ګامونه پورته کوي او دمیدان وردګ ولایت میشتو ولسونوسره به ددې ولایت په بیارغاونه او ښې حکومتدارۍ کې اوږه پراوږه کار کوي .

په اخرکې دیولړ خاصو عسکري مراسمو داجراکولو وروسته غرنۍ لوا دخپل بیرغ په ټولولو او پراشتوتي لوا دبیرغ په پرانیستلو سره رسماٌ ددې ولایت قومانده ترلاسه کړه. دیادونې وړ ده چې نوې پراشوتي لوا د زیاتو او مجهزو امکاناتو په درلودلو سره د میدان وردګ او لوګر ولایتونو دامنیت دټینګښت لپاره ۴۰۰۰ سرتیري په دنده ګوماري .

همدارنګه دیوبل خبرله مخې دسیمه ییزو ارګانونو دپالیسۍ مرستیال برناکریمي د ولایت والي ، ددې لایت داړونده ولسوالانو او دایساف دنوې قوماندانانو سره یوځای دولایت د راتلوونکي ۲۰۱۰ کال پلان او په سیمو کې دامنیت دټینګښت او دنوموړی پلان دعملي کولو په موخه غونډه وکړه .