کور / ترخې خبري / د كابل ښاروال د فساد د اتهام ږغ ږغنه دوسيه

د كابل ښاروال د فساد د اتهام ږغ ږغنه دوسيه

داداري فساد دمنځه وړلو په لړ كي لومړۍ جنجالي دوسيه دكابل ښاروال په هكله ده ګرچه دهغه يومرستيال ،سكرتر اويوقرادادي هم تورن اعلان سوي دي او خبريي درسنيو لخواخپورسوي دى ، دلويي څارنوالۍ لخوا خبرخپورسو چه دكابل ښاروال برعلاوه ددرو نورو اتهاماتو داته لكو افغانيو اختلاس كړي دي اوله دي كبله ديوي ښاري محكمي لخوا په څلورو كالو بند محكوم سو اوپوليسوته وظيفه وركړه سويده چه ښاروال ونيسي اوزندان ته واستول سي،وروسته رسنيو وويل چه دكابل ښاروال داټول تورونه رد كړه او دايي يوه توطۀ وګڼله او خپل كارته يي ادامه وركړه ،وروسته خبروركړه سو چه ښاروال په يوه درخواست كي دلوي څارنوالۍ څخه غوښتنه وكړه چه دى په ضمانت خوشي كړي ترڅوښاروال خپله دفاعيه واستيناف محكمي ته وړاندي كړي دده درخواست قبول سو اوپه ضمانت خوشي سو ،دتعجب وړ خولا داده چه ښاروال وخپلي وظيفي ته هم ادامه وركړه .

دښاروال داتهام او سمدستي محكمي دفيصلي اعلان او خبر يوځاى درسنيو لخوا خپاره سوه ، دلته حتما تركاسي لاندي نيم كاسه سته او سوال پيدا كيږي چه دا څرنګه هرڅه په دومره سرعت ترسره سوه او اصولا خو بايد چه څارنوالي دمتهم دوسيه ومحكمي ته وسپاري او پوليسو ته دمتهم دنيولو ياتوقيف كولو توصيه وكړي او يا متهم تر نظارت لاندي په خپل كور كي وساتي چه دمتهم داتهام په دروندوالي اړه لري . متهم حق لري چه داتهام د ردولو لپاره دځانه دفاع وكړي او ياځان ته وكيل مدافع ونيسي . كه چيري متهم دحكومت چارواكۍ وي بايد چه د كاره يي لاس لنډ سي ،خودلته هرڅه بل ډول ترسره سويدي ، دكابل ښاروال كمافي السابق خپلي وظيفي ته ځي . دښاروال داتهام قضيي هغه وخت بل رنګ واخيست كله چه ښاغلي ولسمشر دفساد په اړه كنفرانس كي وويل چه دكابل ښاروال يو پاك سړى دى ،ښاغلي كرزي په خپلو اظهاراتو سره دفساد داړوندوادارو په كارونوكي مداخله وكړه اوهمدارنګه يي دنوموړوادارو اهميت اواعتبار راټيټ كړ ،دكابل ښاروال به پاك سړى وي اويابه نه وي خوكرزي ته لازمه نه وه چه دهغه پلوي وكړي ، كه چيري ښاغلى كرزۍ دومره ماهر وي اوپوهيږي چه څوك پاك او څوك ناپاكه دى نوبيا دي اداروته ضرورت نه سته . په هرصورت دكابل ښاروال دقضيي په هكله قانوني روند يا عمليه په درست ډول نه ده پرځاي سوي .

دولس او نړيوالۍ ټولني غوښتنه داده چه دفساد دمنځه وړلو لپاره جدي او اني اقدامات بايد وسي او دقانون ټول مراحل بايد مراعات سي نه داچه په مرموز ډول اوغيراصولي ډول دامراحل ترسره كيږي .

داساسي قانون يوسلويوڅلويښتمه ماده وايي : ښاروال اودښاري مجلسونو غړي دازادو ،عمومي ،پټو اومستقيمو انتخاباتو له لاري انتخابيږي . ايا د اساسي قانون دغه ماده صرف د تظاهر لپاره راغلي ده ؟ اوتراوسه ولي نه ده عملي سوي ؟ ښاروالان دچارواكو لخوا ټاكل كيږي او دوره يي هم نه ده معلومه چه يوښاروال څوكاله بايد كاروكړي ، ولي داسي كيږي؟ ښاروالي يو ډير اړين او مهم پوست دى اما متاسفآنه په دي هكله اساسي قانون ترپښولاندي كيږي ،ولس بايد په دي هكله خاموش پاته نه سي او دا تپل سوي ښاروالان قبول نكړي بلكه چارواكي مجبوره كړي چه دښاروالۍ دانتخاباتو لپاره لاره هواره كړي اوژرترژره دښاريانو په خوښه ښاروالان په ټولو ولاياتو كي تعين سي .