کور / کیسه / شين خالۍ/ دوهمه برخه

شين خالۍ/ دوهمه برخه

شين خالۍته دشنو نوم په اوله کې دومره په زړه پورې نه ؤ ،خوهغه پدې پوهيده چې کليوال هغه د نازه پدې نوم يادوي نو چې کله کله به زيړګـل ورته دشنوخطاب کاوه هغـــې به د زيړګل په اوازکې د مينې او مـــحبت احساس کاوه ٠
شين خــالۍ دموراوپـــــلاريواځيــنۍ لــور وه چې هــغه يې ډيره نازوله اوطبعې پسې به یې ګرزيدل ٠
هغې دکليوالي سينګارسره ځانګړی علاقه وه همداچې بنجاره به دکلي په کوڅوکې پناروسرشونو مور ته به یې په خواږه اواز کې ويل٠
مورې بنجاري ماما راغلی دی او د مورڅخه به ېې دبنجاره نه د اخیستلو پيسی او یا څه جوار غنم تر لاسه او دکلي د نورو همزولو سره یوځای د بنجاري مـــــامـــــا نه دسينګار شيان رانيول ٠
شين خالۍ د بنجاري مـــــامـــــا نه چارګل ، پازيب ، سیـــــخکونه، دنداسه، عطرونه او د کليوالي هرډول دسينګار شيان خوښول او مورته به یې داسې زمزمه کوله٠

مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی
نورشیان یې ډیردي داپایزیب یې څومره ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

په رښتيا هم چې کله به شين خالۍ پـه کلي کــې تېـــريده نوخوشبويي به د کلي په کوڅو کې ترې په ګډاو ه ، رنګ رنګ سيخکونه يې په اوربل قطار،سترګې په کجلو تورې او د پايزېبو شرنګهار يې د لرې اوريدل کيده ٠ چې هغې به د بنجاري په راتــــګ دمور نه د پيـــسودترلاسه کولو لپاره داسې بهانې کولې٠

مورې پیسې راکه چې پایزیب مې ډیرخوښیږي
رنګ رنګ سیـــــخکونه په اوربـــل مې هوسیږي
عطر شام پاریـــــس مې په دمـــــاغ ډیر ښه لګیږي
نقدی پیسې نـه وی ماما پور پـــــه ځان منلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

شين خالۍ په کليوالي سينګارکې د کــــلي د نــورو خــــورلنـــډو څخه مخکې وه ، د هغې به هميش لاسونه په نګريزوسره وه،ښکلې نتکۍ به يې په سپينه ټــــنده بــليده او د سرو زرو چارګل به يې په پوزې ګرزاوه،د هغې به هميشه په دنداسې شونډې سرې او غاښونه سپين وه او په ډير شوق کله کله مورته داسې ويل ٠

اخـــــلم دنداسه چـــــې دنداسه مې ډیر خوښیږي
سری شونډی چې ګرځم نو اشنامې خوشحالیږي
تورې تورې سترګـــــې پــــه کجلو ښه ښکاریږی
سرو زروچـــارګل ماما پـه برجب کې ساتلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

شين خـــالۍبه دمـــور او هـــــمزولـــــو سره د زړه راز او هيلې داسې شریکولې ٠

ځان چې مې سینګارکړه بیانوځـمه دګدر په لور
مورې دهـــــمزولـــــوسره نـــن دمـــــازدیګرپه لور
ډیربـــــه شم خوشحاله چــې دیارشم دنظر په لور
اچوم ټکریــــی چې افغاني کلتورمو ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلي دی

زما کلیوالي شعر چـــې ددې پاکې اوسپیڅلې کلیوالي مینې او ورځنـــۍ کړو وړو څخه ېې الهام اخیستی دی د زيړګل اوشین خالۍ دساده اوبی الایشه ژوندپه ویاړ جوړ او د وطن خوږ ژبي سندر غاړي ښاغلي طــــاهر شباب ته وسپاره چې ښاغلي شباب بـيا د هغه په ښکـــلي غږ او کمپوز کې داسې ښکلی سندره ترې جوړه کړه چې زموږ د هيواد والو دتوجو وړګرزيدلې ده ، ددې شعر بشپړ متن تا سی درنو لوستونکوته په لاندی ډول ډالۍ کوم:

بنجاره ماما
نورشیان یې ډیردي داپایزیب یې څومره ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

مورنه پیسې غواړي چې پایزیب یې ډیرخوښیږي
رنګ رنګ سیـــــخکونه پــــه اوربـــل یې هوسیږي
عطرشام پاریـــــس یې په دمـــــاغ ډیــر ښه لګیږي
نقدی پیسې نه وی ماما پــــور پـــــه ځان منلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

اخـــــلي دنداسه چـــــې دنداسه یې ډیر خوښیږي
سری شونډی چې ګرځي نو اشنا یی خوشحالیږي
تورې تورې سترګـــــې پــــه کجلو ښه ښکاریږي
سرو زروچــــارګل ماماپـه برجیب کې ساتلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

ځان چې یې سینګارکړه بیانوځي نوردګدرپه لور
مورې د هـــــمزولـــــو سره نـــن دمـــــازدیګر په لور
ډیربه شي خـــــوشحاله چــې دیــارشي دنظر په لور
اچوی ټکریې چــــې افغاني کلتور یـې ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی
*** ****** ***