کور / شعر / غزل

غزل

زۀ اؤس د هر ځه نه بېزار شومه
چی دهرچا د سترګو خار شومه

زه دغاصب حکمرانی نه منم
ځکه منصور غوندی په دار شومه

زه په شېن سترګې له خپل ملکه باسم
خېرکه مښهور زه په اشرارشومه

پرون می مخ دېوشهېد ولېدو
والله چی زه یې طلبګار شومه

ماته جنت دوزخ ډېر مه ېادوه
نورزه له هر ځه خبردارشومه

واربه د راشی لوغړنه اشنا
له فرنګی نه چی اوزګارشومه

زه ده ملا په فتوای ورورنه وژنم
په د ی خبره ګنهګار شومه

زه به دهرظلم بدل اخلمه
چی کله خوب نه رابېدار شومه

زه سېد شاه به وطن ځنګه ژغورم
چی په لندن کې دوکاندار شومه