کندوز : د برېښنا يو جکشن ګټي اخيستني ته وړاندي شو

د لراوبر اداره | دسمبر 19th, 2009


نن دخالې په ورځ دهيواد په شمال ختيزولايت کندوز دامام صاحب ولسوالۍ دکوتر مئ افغانيه کلۍ په مربوطاتوکې دبريښنايو جنکشن ديولړمراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په دغه غونډه کې دکندوزښاردبريښنا رئيس انجينرحمیدالله خان ، دولايت مرستيال حميدالله دانشي اوهمدارنګه داطلاعاتواوکلتور رئيس برسيره ديوشمير دولتې اونادولتې اداروچارواکو برخه اخيستي وه . دکندوز دبريښنا رئيس رسنيوته په خپلوخبروکې وويل ((چې دشيرخان بندر دغه دبريښنا جنکشن به ددغې سېمې (٣٠٠) کورنيوته دبريښنا سهولت برابر کړي .

هغه داهم وويل چه دغه پروژه دري کاله وړاندي په کاراچول شوي وه چې دادي اوس ئي کار بشپړشواوګټې اخيستني ته چمتوشو. هغه ددغې پروژې دلګښت په اړه وويل چې ٤٠٠٠ زره امريکائي ډالر دافغان دولت له لوري او١٦٠٠٠ زره امريکائي ډالردځائي اوګټه اخيستونکيو خلکوله لوري پري شوي وودبريښنا رئيس ددي هم يادونه وکړه چې په راتلونکې کې ټاکل شوي ده چې د ٢٢٠ کيلوواټه بريښنا دګاونډي تاجکستان څخه راانتقال کړئ چې په دي سره به دوي وکولاي شي تخاراوبدخشان مرکزونه هم په بريښنا روښانه کړئ )) .

برسيره پردي دامام صاحب ولسوالې ځايي مشرانو له افغان دولت څخه وغوښتل چې دوي ته سړکونه،ښوونځې اوروغتيائي کلينکونه جوړکړي ددي ترڅنګ دوي دامنيت غوښتنه هم کوله اودبريښنا په راتګ سره خوښ وو. اوسمهال دکندوز ولايت ښاراويوشمير لږي ولسوالې د دولتې بريشنا څخه برخمنې دي اوپه زياتروولسواليو اوسيدونکيو ئي دوړو ډيناموګانو څخه ځانونوته بريښنا چمتوکړئ ده. دامام صاحب ولسوالۍ يودهغوپراخو اوډک نفوسو ولسواليوڅخه ده چې دګاونډې هيواد تاجکستان سره ګډه پوله لرئ کي او ( ٣٥ ) کيلو متره دکندوز دښارڅخه شمال لورته پرته ده اوډير وګري ئي په کرنيېزو چاروبوخت دي اوپه دي وروستيوکې کله کله ورڅخه دناامنې دپېښو خبرونه هم ورکول کيږي.

«

Copyright Larawbar 2007-2024