کور / راپور / پكتياوال : په كابينه كې يو وزير هم نلرو

پكتياوال : په كابينه كې يو وزير هم نلرو

د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د مدني ټولنو، سياسي ګوندنو او قومونو مشرانو په دې موخه احتجاجي غونډه وكړه چې د ولسمشر كرزي لخوا په وړاندې كړې كابينه كې پخواني وزيران پاتې دي او وروسره جوخت پكې پكتياوال وزير نه دى وړاندې شوى.

غونډه د ګردېز د ښاروالۍ سالون ته رابلل شوې وه چې ډېرى ګډونوالو يې په تېرو ټاكنو كې د ولسمشر كرزي لخوا د پكتياوالو سره د كړيو ژومنو او د هغوى نه تر سره كول يادول.

د غونډې يو تن ګډونوال ډاكتر عبدالهادي حماس په خپلو خبرو كې وويل چې مركزي دولت هر وخت له پكتياوالو سره ژمنې كېږي خو په تېرو پينځو كلونو كې دا ښكاره شوه چې د ولسمشر لخوا شوې ژمنې تورو اوبو يوړې.

هغه وويل چې څه باندې سل ميليونه ډالر چې په پكتيا كې د بېلابېلو پروژو لپاره ځانګړي شوي وو د دې ولايت اوسنيو چارواكو ته په واك كې ندي وركړل شوي او پروژې تر اوسه پورې ندي پېل شوې.

نوموړي وويل چې په پكتيا كې د مچلغو بند ته ۲۸.۴ ميليونه ډالره او ورسره جوخت له پلازمېنې كابل څخه پكتيا ته د ازبكستان وارداتي برېښنا د مزو راغزولو دپاره ۷۵ ميليونه ډالر ځانګړي شوي وو چې د ځينو لوړ پوړو چارواكو لخوا نه وركول كېږي.

د غونډې يو بل تن ګډونوال او د كولتوري ټولنو استازى معراج الدين خيبر بيا له ولسمشر كرزي په دې خبره ګيله من وو چې د ټاكنو پر مهال يې پكتيا ته په يو سفر كې منلې وه چې د اريانا په نوم شخصي پوهنتون به پكتيا ته رالېږدوى.

نوموړي وويل چې دا مهال په اريانا پوهنتون كې چې په پېښور كې فعاليت كوي، د پكتيا، پكتيكا او خوست سربېره د سويلې سيمو په سلګونه تنه محصلان په زده كړو بوخت دي چې ډېر كله د پاكستاني پوليسو لخوا ځورول كېږي او ځينې خو يې زندانونو ته وړل شوي دي.

خيبر وويل چې د ټاكنيزو هڅو په لړ كې ولسمشر كرزي پكتيا ته د سفر پر مهال د زرګونو خلكو په وړاندې وويل چې اريانا پوهنتون به د پكتيا په اوسني پوهنتون كې مدغم كېږي خو په خبره يې چې له برياليتوب وروسته يې پرې سر ونه ګراوو.

همدا ډول يو بل تن ګډونوال جمال خوږمن بيا وويل چې د دې ولايت دپاره په پام كې وو چې د امريكا هېواد په مرسته ۴۰۰ بستريز روغتون جوړ شي خو په خبره يې د ځينو لوړ پوړو چارواكو لخوا يې د كار د پېلېدو هڅې شنډېږي.

د غونډې په پاى كې په ټول اكثريت وويل شول چې راتلونكې پنجشنبه به د سويل ختيځ زون په كچه لويه غونډه را وغواړي چې په اوسني كابينه كې د دې زون څخه د يو تن وزير غوښتنه به يې تر ټولو وړاندې وي.