کور / علمي / د الفت په ژوند او افکارو کې مسوول سياست

د الفت په ژوند او افکارو کې مسوول سياست

ليکنه: ډاکټر اشرف غني

مونږه ګل پاچا غوندې ښاغلی خوش خصلت ولید

اسم مسمی و چې بشر مو د الفت وليد

مونږ په دې سيد کې د اخلاقو ښه رفعت وليد

ګويا چې حاصل مو د سفر او سياحت وليد

      – حمزه شينواری

هر چاته چوپ او غلی شانته معلومیږمه زه

څوک نه پوهیږي چې په سر کې څه شورونه لرم

      – ګل پاچا الفت

د يوې ټولنې ټول غړي د هغې د کلتور په توليد او ودې کې برخه لري، مګر د ليکوالو برخه له دې وجهې نه د خاص اهميت وړ ده، چې دوی نه يوازې د کلتور په دوام کې ونډه لري، بلکې د هغه په تغير کې هم اساسي نقش لري. سياست او کلتور مشترکه وجهه لري، ځکه، چې کلتوري بدلون هم په سياست پورې تړاو او هم پر سياست اغيزه لري. تخليقي ليکنې په خپل ذات کې يو مهم سياسي بعد لري.

د افغانستان سياسي تاريخ کې ليکوالو ډېر اهم رول لوبولی دی. د اولې مشروطې نه نيولې تر د داوودخان جمهوريت پورې د سياسي نظام د تغير نظریات اول د ليکوالو لخوا مطرح او بيا د چارواکو لخوا ورباندې عمل وشو. د شلمې پيړۍ په ټوله موده کې غیر له درې دورو نه، چې د امان الله خان دوره، د شاه محمود خان د صدارت يوه برخه او د اعلی حضرت د دموکراسۍ لسیزه وه، ټولې ليکنې تر سياسي سانسور لاندې وې. د چاپ او نشر وسايل د دولت لاس لاندې وو او دومره لوستونکي موجود نه وو، چې ليکوالانو ته د بازار د شرايطو لاندې د ژوند او ګټې-وټې ذريعه برابره شي. اکثریت ليکوال په دولتي کارونو بوخت وو او خپلې ليکنې يې د سانسور په چوکاټ کې خپرولې. نو ځکه د معنا له نظره همیشه دوه بعده مطرح وو، چې يو يې سطحې بعد يا هغه چې عام خلک پرې پوهیدای شو، او بل يې رمزي بعد، چې يوازې ليکوال او اهل سياست پرې پوهیدل او هم به له سانسوره وتلای شول.

د الفت صاحب د ليکنو يو ځانګړی خصوصیت دا دی، چې عميقې معنا ګانې يې په ډېر عام فهم طرز بيان کړې دي. دده تقوا ډیره خاصه وه، ځکه چې هیڅ وخت ده له شعر او يا نثر نه د شخصي ګټې او يا مقام د اخيستلو لپاره استفاده ونه کړه. ددې لپاره چې د الفت صاحب خاص صفت باندې پوه شو، نو ضروري ده، چې اول هغه چاپیريال ته وګورو، چې ده په کې ليکنې وکړلې او بيا دده د افکارو ځينو برخو ته نظر واچوو او په آخره کې دده د ژوند او ليکنو پيغام اوسني حالاتو ته په کتو وڅيړو.

  1. چاپیريال
    1. پراختیايي چاپیريال: په معاصرو ليکوالو کې بينوا صاحب د ۲۲۹ پښتني ليکوالو د اشعارو او نثرونو نمونې او د ژوند ليک خلاصه ترتیب کړې ده. سره له دې چې دغه کتابونه په ۱۹۶۰ لسيزه کې چاپ شوي دي، خو اصلي معلومات په ۱۹۵۰مه لسيزه کې ټول شوي او د ۱۹۳۰ – ۱۹۵۰ کلونو تصوير راکوي. د ۲۲۹ ليکوالو له جملې نه ۷۳ د پيښور او کوټې په سيمو پورې تړلي وو، ۷۲ په مشرقي، ۶۱ د کندهار سيمې او پاتې د افغانستان په نورو ولاياتو پورې تړلي وو. ۹۰ نفره په اسلامي بنسټونو پورې تړلي وو او يوازې ۵ يې ښځې وې. ۱۴۹ په دولتي ادارو کې په کار بوخت وو، ۷ په اردو کې وو او د پاتې اشخاصو مصروفيتونه دا وو: زميندار (۱) ، دوکانداران (۸)، تاجران (۴)، د طب ډاکټر (۱)، شخصي معلم (۱)، محلي شاعران (۳)، د کلي ملک (۱)، د راديو تخنيکر (۱)، او ملاصاحبان (۲).

د تحصيلي سابقې له نظره دا انځور ښکاري: ۸۴ يې په ديني مدارسو کې يا خصوصي زده کړې کړې وې، ۲۶ يې ابتدايي مکتب لوستی و، ۷۳ نفرو ثانوي مکتبونه لوستي وو، چې له هغې جملې ۱۵ نفره د ديني مدارسو فارغ التحصيلان وو، ۳ نفرو حربي ښوونځی لوستی و، او ۲ نفرو تخنيکي مکتبونه لوستي وو، ۳۴ نفرو ليسانس او يا له هغې پورته شهادتنامې ترلاسه کړې وې. خاصتا له دې نه ۲۷ نفرو له کابل پوهنتون نه ليسانس تر لاسه کړی و ( د ادبياتو پوهنځی په کال ۱۳۳۲ کې تأسيس شوی و)، چې له هغې جملې ۵ نفرو د قاهرې له امريکايي پوهنتون نه ماستري، ۱ له مصر نه ماستري او ۱ د مسکو له پوهنتون نه دکتورا ترلاسه کړې وه.

هغو ليکوالو، چې خصوصي تحصيل کړی و، اکثره په هغه نسل پورې تړلی دی، چې د امان الله خان له سلطنت نه مخکې زېږيدلي وو، په داسې حال کې چې هغه ليکوال، چې د پوهنتونونو شهادت نامه لري په غير له ۳ نفرو نه د نادر خان له دورې وروسته زيږیدلي دي. که لاندې احصايو ته لږ څه ځير شو دليل ددې توپير واضح کيږي، دغه احصاييې له ۱۳۰۹ تر ۱۳۱۹ پورې وو.

کال د مکتبونو شمیر معلمین شاګردان
۱۳۰۹ ۱۳ ۵۳ ۱۵۹۰
۱۳۱۱ ۲۲ ۱۰۵ ۱۳۵۰
۱۳۱۳ ۳۹ ۲۰۶ ۶۱۵۷
۱۳۱۵ ۹۳ ۳۰۹ ۹۲۷۹
۱۳۱۷ ۲۲۸ ۸۳۳ ۱۸۸۷۷
۱۳۱۹ ۳۲۴ ۱۹۹۰ ۶۰۰۰۰

له بلې خوانه له بنسټي لحاظه د پښتو ټولنې ایجاد د پښتو ژبې د ترويج او پرمختګ لپاره اساس کښيښود. انجمن ادبي او پښتو انجمن هغه بنسټونه وو، چې په کابل او کندهار کې پرانستل شول او بيا په ۱۳۱۶ کې د پښتو ټولنې په نامه د يوې معينې لايحې په چوکاټ کې تر ۱۳۳۶ ام کال پورې پښتو ټولنه په دې وتوانیده، چې ۱۳۶ کتابونه نشر کړي او همدارنګه د کابل مجله چې په مياشت کې دوه وارې خپرېده ددې ټولنې لخوا په نشر رسیدله.

د پښتو ټولنې ارتباط له الفت صاحب سره البته مستقيم و، ځکه چې له ۱۳۱۶ ام نه تر ۱۳۲۰ ام پورې الفت صاحب د زېري د مجلې چلوونکی او د پښتو ټولنې د صحافت د مدير مرستيال و، او بيا له ۱۳۳۵ نه تر ۱۳۴۲ پورې د پښتو ټولنې رييس و.

    1. فکري چاپيريال: الفت صاحب، چې ۱۲۸۸ کال کې زېږيدلی دی، د صرف، نحو، فقه، اصول فقه، معاني، بديع، بيان، حکمت، رياضي، فلسفي، علم کلام، حديث، اصول حديث او تفاسيرو کتابونه د ننګرهار او لغمان له مشهورو علماوو څخه ويلي وو. دده ابتدايي فکري جوړښت د افغانستان درې نورو نامتو ليکوالو سره ورته والی لري. استاد عبدالله قاري ۱۲۵۰ تر۱۳۲۲، چې په يوې علمي کورنۍ پورې تړلی و خپل ابتدايي درسونه يې له پلاره زده کړل، له هغه نه وروسته ده حافظ جي وردک سره چې يو ډېر لوی ګرامر پوه و درس ووايه او له هغې وروسته يې عربي ژبه او اسلامي ادبيات زده کړل. ملا فیض محمد هزاره، چې د سراج التواريخ کاتب او ليکونکی و هم ابتدايي تحصيلات په کلي کې وکړل، او له هغې وروسته د ملا محمد سرور اسحاقزي شاګرد شو، چې اسحاقزي صاحب د عبدالرحمن خان په دربار کې وظيفه درلوده او ملا فیض محمد ته يې هم کار پيدا کړ. محمود طرزي، چې د ډېرو ليکوالو له نظره د افغانستان د عصري ژورنالزم موسس دی هم خپلې اولې زده کړې له پلاره چې لوی شاعر او خطاط و وکړې، له هغه وروسته دده تدريس ملا اکرم هوتک ته وسپارل شو او هغه وخت، چې دی د امیر عبدالرحمن خان له راتګ سره له افغانستان څخه تبعید ته مجبور شو، دی د عربي ګرامر په مطالعې او د مولانا جلال الدين د اشعارو په زده کړه بوخت و. ددې څلورو مهمو افغاني شخصيتو د زده کړې نه څو مطالب څرګندېږي: لومړی: اسلامي ادبياتو په افغانستان کې ټينګ بنسټ درلود او سره له دې چې زده کړې په مکتبونو کې تنظيم شوې نه وه، خپل خاص قواعد درلودل. دويم: په دې اصولو کې د افغانستان ټولو قومونو او ژبو ګډون درلود، لکه چې قاري او کاتب استادان پښتانه وو همدارنګه کیدای شو، چې پښتني ليکوالو استادان له نورو اقوامو څخه وي. دريم: د ديني/اسلامي تعليم عملي برخې پراخې وې، ځکه نه يوازې ديني علما ترې روزل کيدل، بکلې ليکوالان، تاريخپوهان، د دولت کارمندان او سياستمداران هم ددې محصول وو.

ددې کلماتو ویل ځکه ضرور دي، چې د افغانستان د معارف/پوهنې تاريخ اکثره ليکوالو يوازې د حبيبيې مکتب له پرانستلو را وروسته نيولی دی. که موږ غواړو د تیرو پيړيو، له خوشالخان څخه تر اوسه، د پښتو تاريخ په خصوصياتو باندې پوه شو، نو لازمه ده، چې د اسلامي ادبياتو بنسټونو باندې خپلې څیړنې ډېرې کړو. يو ټکی بايد واضح وي، چې پرته له دغو اشخاصو نه، له الفت صاحب نه نيولې تر نورو ځلاندو څيرو پورې، چې په مدارسو کې يې درس ويلی و، نن به د افغانستان ادبيات او ملي افکار له شتمنۍ نه خالي وای. په عين حال کې دا هم بايد څرګنده وي، چې سره له دې چې د مکاتبو او پوهنتونونو فارغينو له تخنيکي لحاظه د افغانستان په جوړولو کې ښه رولونه ادا کړي، ددوی برخه د ادبياتو په تخليق کې د هغو شخصيتونو په پرتله چې په اسلامي بنسټونو کې يې درس ويلی و، کمتره ده. د شلمې پیړۍ او يویشتمې پيړۍ د پښتو ادب په تخليق کې يو لوی توپير دادی، چې نن پښتو ادب په تخليق کې د ښوونځيو او پوهنتونو فارغ التحصيلان په ډېره لويه پيمانه داخل شوي دي.

متعهد ژوند:

د الفت صاحب ادبي ژوند د يو متعهد سياسي شخصيت هنداره ده، چې څلور برخې د خاص اهميت وړ دي: د ژبې وده، اسلامي ارزښتونه، ملي يووالی او ولسواکي/دیموکراسي.

د ژبې وده: د الفت صاحب يوه ډېره برخه آثار د پښتو ژبې په اساساتو باندي دي، لکه لغوي څیړنه، املا او انشا، ليکوالي او داسې نور، په اوسني شرایطو کې به دا لږ څه عجيبه ښکاري، چې داسې يو ستر ليکوال به خپل وخت دداسې بنيادي کتابونو په ليکلو لګولی وي، مګر که د هغه وخت شرایطو ته وګورو ژر به پوه شو، چې دا بنيادي کتابونه موجود نه وو، د مثال په توګه د امان الله خان په دوران کې مولوي عبدالواسع له ډېرو لږو ليکوالو نه و، چې په پښتو کې يې ليکنې کولې او د پښتو د زده کړې لپاره يې کتاب ليکلی و. پخپله الفت صاحب د پښتو نثرونو په سريزه کې، چې په ۱۳۳۵ ام کال کې چاپ شوه، ليکلي، چې “له موږ سره دا فکر شته، چې په دغه اوس وخت کې له نظم نه نثرو ته زیاته توجه په کار ده او د پښتو ادب دغه برخه زیاته پالنه غواړي که اوس د پښتو د پخو ليکوالو نثرونه د نمونو په ډول چاپ شي د نوو ليکوالو دپاره به يوه ښه لارښودنه وی او د ژبې اصلي طرز او رنګ به څه نه څه وساتل شي.”

د الفت صاحب خپلې ليکنې همیشه سلیسي او روانې دي، د رمز له لحاظه البته دده په هر نظم او نثر کې لويې معناګانې پرتې دي، مګر د جملو په جوړښت او ادا کې دده ژبه همیشه روانه ده. دې ته د الفت صاحب ليکنې سهل ممتنع دی، هدف د ليکوال د لوستونکي پوهول دي، نه د خپلې پوهې نمايش. نو د الفت د سياسي تعهد د اولې برخې اظهار له لوستونکي سره دی.

مخکې له الفت صاحب نه او پس له الفت صاحب نه که نظر واچوو، دا به ښکاره شي، چې ده موږ ته لوی کلتوري میراث پريښی دی او دغه میراث باندي نوي نسلونه نور اوچت منزلونه آبادولی شي، په دې شرط چې د الفت صاحب اول اصل، چې د لوستونکي پوهول دي له موږ نه هیر نه شي.

اسلامي ارزښتونه: د الفت صاحب په ليکنو کې د اسلام د ځلاند تمدن تأثیرات په ډېره روښانه توګه موجود دي، دده په افکارو کې عدالت ټول بشريت ته د اسلام لوی ميراث دی، نو ځکه د کربلا په الهام کې دی حسین او يزید ته د حق او باطل د دوامدارې مجادلې په حيث ګوري: “که يزيد په کربلا کې ظلم کړي له حده تیر – شهامت به د حسین څوک تر قيامته نکړي هیر ٭ يزید نوم د استبداد دی د سمبول په حيث جهان ته – حسین ډېر اعلی مثال دی د ايمان اهل ايمان ته ٭ ظالمان د يوه کور دي که عرب وي که عجم – وي ابو لؤ لؤ که شمر که رحمان ابن ملجم ٭ يو ظالم دی چې په يو نوم او په بل نوم مسمی شي – سکندر وي بيا چنګیز شي بيا تيمور يا تيلا شي.”

د اسلام سپيڅلي ارزښتونه هغه سرچينه وه، چې د هغه په اساس باندې الفت صاحب خپل ژوند ته انسجام ورکاوه بلکه دده د انتقادي دريځ معيار يا بنسټ و. “عابده! هغه څه چې ته يې په ډېرو وظايفو او نوافلو کې لټوې د خدای مخلوق په خدمت کې ډېر ښه موندل کیږي. زاهده! څه شی چې ته يې د ځان په وږی کولو او نفلي روژو نيولو کې غواړې د مساکينو او فقيرانو په مړولو هم لاس ته درځي. عارفه! چوپ کښيناستل او د خدای په فکر او ذکر مشغولیدل عبادت دی مګر زورورو ته حق ویل او حق بیانول ډېر لوی او ستر عبادت دی. مسلمانه! د قرآن تلاوت ثواب لري مګر په قرآن باندې عمل کول فرض دی. ای د تقوا او رياضت خاوندانو تاسې له خپلو کوټنيو سرونه راوباسئ له دې سپينو څادرونو مخونه راښکاره کړئ او په عالم کې سترګې وغړوئ چې د خدای د مخلوق څه حال دی؟”

د الفت صاحب ژوند دا ثابتوي، چې د بدلون غوښتل د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې په ښه توګه تر سره کیدای شي. ددې مسئلې د ثبوت لپاره بايد موږ د الفت صاحب د وطن تعريف ته مخ واړوو.

ملي هويت او يووالی: په ۱۳۳۰ کال کې الفت صاحب د وطن يو تعريف وړاندې کړ، چې نه يوازې نن بلکې د راتلونکي پيړيو لپاره هم مناسب دی. ده وويل: “ددغه وطن نوم افغانستان دی، چې په ټولو يو شان حق او ټول پکې يو شان حق لري، د وطن په سيوري کې ټول ځاييږي او د وطن په اوبو د ټولو تنده ماتیږي وطن د ټولو دی، په ټولو حق لري او ټول پکې حق لري.” او د شعر په جامه کې يې دغه مطلب داسې اظهار کړی دی: “لکه باغ يو مملکت وګڼه وروره – پکې هر قسم ګلونه بوټي ګوره * ونې ډېرې خو باغ یو دی که پوهیږې – که کوې بل رنګه فکر ډېر غولیږي.”

الفت صاحب وايي، چې ډېر داسې ورونه پيژني، چې په يو کور کې اوسيږي، خو يو پښتو وايي او بل دري. په عين حال کې د ښځو او نارينه وو حقوقو او وجايبو ته دده توجه ده، دی ليکي: “تر څو د ښځو مخونه پټ وي خبرې به هم په پرده کې وي، ځکه چې په پښتو کې خبره هم مونثه ده.” د الفت صاحب ټينګار په کيفيت باندې ځکه و، چې رښتیا پوهه د مثبت تغير عامل دی او د وطن مينه د پوهې له لارې تر لاسه کيږي.

د وطن او ملت انځور چې الفت صاحب ځان د هغې د عملي کولو لپاره وقف کړی و، هغه ارمان دی، چې موږ بايد بيا ورته ټينګه توجه وکړو او ژوندی يې کړو.

ولسواکي: الفت صاحب ويلي: “زه د فکر آزادي له هر څه پورته ګڼم هر څوک له ځانه خوابدی کوم مګر خپل ځان او خپل وجدان خوشحاله ساتم.” ددې په مبنا و، چې ده انتقاد د اصلاحاتو نيکه ګاڼه او ويې ليکل: “که زندانونه هر څومره لوی او پراخ شي مملکت په زندان شي مګر ودان به نه شي ځکه چې وداني بې له حق ويلو او انتقاد کولو هيڅ امکان نه لري. تر څو چې فکر آزاد نه شي او انتقاد آزادي پيدا نه کړي ددې خلکو ښه کیدل او په سمه لاره روانیدل محال معلومیږي.”

سره له دې دده خپله سياسي تقوا ډېره اوچته وه، دده اصلي اعتبار پر ولس و، نه پر وچه پوهه. “مونږ ظلم بد ګڼو او عدالت خوښوو، مګر ځينې مظالم راته د عدالت په څير ښودل شويدي او ډېرو بدو خلکو راته ځانونه ښه ښکاره کړي دي یعني منطق او استدلال، ريا او تذوير، شعر او ادب، عقل او فلسفې، عرف او عادت، سياست او تمدن کله له سمې لارې نه اړولي يو او زمونږ په شعور او احساس يې هر راز لوبې کړي دي.”

په دې مبنا ده، چې الفت صاحب ملي اقتدار په ديموکراسۍ کې ليده. او په خپل دغه شعر کې يې دغه په واضح توګه څرګنده کړې ده: “په رښتیا هغه ملت وي بختور – چې لري ملي رهبر ٭ وي اصلي حاکميت د خلکو لاس کې – حکومت وي د ملي قدرت مظهر ٭ جامعه پخپله وي په ځان حاکمه – د عامه افکارو وي قوي اثر ٭ نه تبعيض نه امتياز وي نه تیری – په حقوقو کې وي خلک برابر ٭ د هر چا اعتماد وي په عدالت – قوانين وي له هر چا نه معتبر ٭ آزادي دیموکراسي وي واقعي – خطر نه وي کرامت ته د بشر ٭ مخور مسلط نه وي په نظام – اهليت او لياقت وي مخور ٭ سر او مال وي په امان فکر او نظر هم – زورور چې پکې نه وي پخپل سر.”

الفت صاحب همیشه د ولس خادم و، نه د خان ناظر. هر مهال، چې ده ته دا زمينه برابره شوه، چې د ولس نماينده ګي وکړي، يا په حکومتي چوکۍ کښيني، ده ولس ته ترجيح ورکړه. د ملي شورا د ۷مې او ۸مې او هم ۱۳مې او ۱۴مې دورې ته په کتو دا څرګندېږي، چې الفت صاحب د شورا له تګلارو او فعاليتونو ډېر راضي نه و، ځکه په مختلفو اشعارو او نثرونو کې يې خپل انتقادونه څرګند کړي دي. مګر ده د ملي شورا موجوديت لازمي ګاڼه او له هغه تالار نه يې د ولس غوښتنې څرګندولې.

د الفت صاحب ژوند او افکار زموږ اوسني حالاتو ته عمده پيغامونه لري، هغه څلور ابعاد، چې دده سياسي تعهد پکې څرګند شوی موږ ته لا هم حياتي ارزښتونه لري، او ددغو اهميت نه يوازې لږ شوی نه دی بلکې ډېر شوی دی. که زموږ هدف د افغانستان د بشپړ ملي حاکميت بيا رغول وي، د الفت صاحب له افکارو او ژوند نه موږ ډېر درسونه اخيستای شو. دده په ژوند کې هم لوی راز پروت دی او هغه دا دی، چې :

عبادت نه دی ګناه ده ډېره لويه
که طاعت حقيقي نه وي د ريا وي

چوکۍ نه ده شخصيت دی د ساتلو
که چا خپل ځان پيژندلی په رښتيا وي