کور / د ډيورنډ کرښه / پاکستان د نړيوال امنيت لپاره ستره ننګونه ده

پاکستان د نړيوال امنيت لپاره ستره ننګونه ده

ليکنه: م نعيم -لندن 

د پاکستان د رامنځته کېدو نه نيولې تر دې دمه پورې، پاکستان په دې هڅه کې دی چې په کور دننه او بهر د خپل ژوندې پاتېکېدو اود خپل وجود ساتنې لپاره هم په کور دننه او بهر هر وخت ډول ډول ډرامې ،او په رنګ رنګ سياسي مداريتوبونو کې ځان او جهان اخته وساتي ، او د پاکستان دې اړتيا نړۍ د سخت خطر سره مخامخ کړې .
او دا خطر دپاکستان خپلو او د نړۍ نورو وګړو ته يو شان تمامېږي. او په دې ورستيو کې دا خطر لا پياوړی او خپل طبعي حد ته رسېدلی دی . نو بايد نړۍ د هغه وخت انتظار ونه کړي چې پاکستان د خپل وجود ساتنې لپاره هغه اخيري پته وکاروي او د نړيوالو سياست والو سره د دې پرته بله هيڅ يوه خبره پاتې نه وي چې ووايي ،اوس ډېړ ناوخته شو، خو هم دا وخت دی چې پاکستان د خپل غير طبعي وجود له باره ګوښه کړی شي , او پر ځای يي دقامونو اصلي او طبعي دولتونه ودرول شي , او لا دمخه د راتکونکې نړيوال ناورين مخه ونيول شي.

پاکستان په يوه غير طبعي اساس د يوې اړتيا له مخې د يو هيواد په توګه ،چې د يو هيواد لپاره يي هيڅ اساسي بڼې لکه جغرافيايي وحدت ،ملي نژدی والی ، يوه ژبه او يو شان کلتور نه درلود، رامنځته کړی شو. او د رامنځته کېدو ورسته د دې نيمګړتياوو د پوره کېدو په غرض پاکستان د ناسمو اصطلاګانو په کارولو او په خپل منځيو او بين اللملي لانجو کې نه يواځې ځان ښکيل وساتو بلکې خپل وګړي يي هم پرې اخته پاتې کړل .چې د دې اساسي نيمګړتياو نه د وګړو نظر لرې وساتي . لومړی يې د هند سره د کشمير په سر لانجه پيل کړه او د اسلامي ګوندونو پر مټ يي د قبايلو ساده خلک په دې وغولول چې ګنې پاکستان د کفر او اسلام تر منځ جګړه کې ښکيل دئ.

د هند په ضد دا د پاکستان لومړۍ او اخيري لاس ته راوړنه وه چې د پښتنو قبايلو پر مټ يي د هند څخه د کشمير يوه لويه برخه وشوکوله ، خو کله چې هند په پينجاب لاهور کې بل ډګر خلاصول پيل کړل نو پاکستان په قبايلي لشکرو غږ وکړ چې نور واړندې نه ځي او د اسلام لپاره د سري ننګر خوا ته تلل حرام دي، خو څه قبايل د اسلام په مينه کې دومره مست ول چې واپسي يي نه خوښوله نو دې سرکاري مسلمانانو هغوی هم هلته دښمن ته بې کومکه بې ټوپکه وسپارل خو پنيجاب يي بچ کړو.

له دې ورسته په پاکستان کې د ژبې اساسي مسله راپورته شوه چې ورسره قامي حقونه هم تړلي ول . خو پاکستان د دې اساسي مسلې د هوارولو پر ځای يو ځل بيا د پاکستان وګړي په خپل منځې جګړو کې اخته کړل او د اساسي قانون په جوړولو او مسلمان پېژندلو کې يولس کاله د پاکستان قومي اسمبلۍ اخته وساتله خو ژبه او د ژبې په اساس قامي غوښتنې انساني پديدې دي او هيڅچيرې په غير طبعي شوارونو نه پټېږي ، نو اخر کار د بنګال ځپلی قوم په اساسي بنيادونو پريکړه وکړه چې ځان ته خپل هيواد جوړ کړې . او د هغه قوم و، چې د پاکستان غوښتنې لپاره يي د نورو ټولو په پرتله ډېرې قربانيانې ورکړې وي خو د خپلې ازادۍ لپاره يي بيا پاکستان ته د دوه نيم ميلينو خلکو د قربانيکېدو بيعه ورکړه او د بنګال يانو په دې ډېری وژنو کې د پاکستان د عسکري مشرانو نه د پاکستان اسلامي ګوندونه وړاندې وړاندې ول .

خو تر دې وخته پورې دا ونه ويل شول ، چې د بنګال د مسلمانانو ډېری وژنه د اسلام د کوم حکم لاندې روا شوې وه ،کورنۍ ،ماشومان ،ځلمي او بوډاګان چې په کوم وحشي توب سره ووژل شول ،بيلګه يي په معلوم انساني تاريخ کې هيڅ چېرته په نظر نه ليدل کېږي ،خو د بنګال طبعي رامنځته کېدنه په نړۍ کې په رسميت وپېژندل شوه، او ورسره د پاکستان دوه قومي نظريه چې ورباندې د پاکستان اساس پروت و، د تل لپاره د خاورو لاندې شوه .د پاکستان په وړوکې تاريخچه کې دا دوهم ځل و چې پاکستان د ړنګيدو څخه ايله بچ شو .

چې په دننې توګه يي د وګړو د يوځای پاتيکيدو لپاره د هند په څېر هيواد د دوامداره دښمن په توګه خپل وګړو ته وروپېژندو، او بل اړخته يي د فلسطين په لانجه کې د ښکيلتيا له امله د پاکستاني وحدت لپاره اړتيا راومندله ،او دغه رنګ يي پاکستان ته د ا سلام د قلې نامه ورپه غاړه کړه. او کشمير يي د پاکستان د مرۍ رګ وګرځولو،خو عجبه خبره ده چې رګونه بې وجوده څنګه ژوند کوي ،پاکستان چې خپله يو وجود نه لري ،څنګه کولی شي چې رګونه ورپه کې دمخه ساز کړي ،خو له بد مرغۍ په افغانستان کې داسې حالات رامنځته شول چې په کې د پاکستان وجود ته اړتيا وليدل شوه ،نړۍ ته دا ځل د لږ او اخري ځل لپاره د پاکستان په نقشه پاتېکېدل پکار ول .او هغه دا چې که چېرې روسيه ړنګه شي نو په اسيا کې د پاکستان نور پاتېکيدو ته هېڅ اړتيا نشته او د کومې موخې لپاره چې په ويسټ منسټر کې د کوم هېواد د جوړولو پريکړه شوې وه ،هغه مقصد ترسره شو . خو له بد مرغۍ پاکستان د وخت په دې اوږدو کې د ځان ساتنې لپاره هم چارې پر مخ بوتلې ،د هغه روبوټ په څير چې ډاکتر يي د يوې موخې په اساس جوړ کړي او چې کله هغه موخه ترسره شي نو د يو بټن په کښ کولو يي بېرته ډې کم پوز ( Decompose ) کړې خو کله کله داسې هم کېږې چې روبوټ خپل واکه شي ،نو د پاکستان مثال هم د هغه بې واکه يا خپل واکه روبوټ دی .

پاکستان د ځان ساتنې لپاره اوس د ترهګرۍ دنده پيدا کړه ، او تر څو چې ترهګر وي ،پاکستان بايد واوسي او يا بيا کومه بله دنده راپيدا کړي. پاکستان د ترهګري په جګړه کې ژوندی دی ، او کله په سوات او کله په وزيرستان او يا په کوم بل ځای کې د ترهګرانو ځالې جوړوي او ورانوي.

دا څه پټه خبره نه ده چې تالبان کله ،چا او څنګه جوړ شول او ګټه ترې چا پورته کړه ،د لږ وخت خبره ده چې پاکستان د اي ايس اي په مټ په سوات کې د مولانا فضل الله په نوم يو بې علمه سړی راپورته کړو،هغه د يوه راډيو په مرسته اول د اسلامي تبليغ کار پيل کړو او کله چې خلکو لږ ډېر وپېژندو، نو په يو سو مياشتو کې يي د تالبانو لښکر جوړول پيل کړو.

په دې ترڅ کې د يو چا په شکايت ځايي پوليسو ونيوو،او هېڅ چا پرې هېڅ غرض نه لرلو،خو معلومه شوه چې د غټو چارواکو په سفارش بيرته خوشی کړل شو، او په يو څو مياشتو کې ورته د کروړاو و روپو چندې ورغونډې کړی شوې. ولې دا پوښتنه نه کېږي چې هغه چارواکي څوک ول چې فضل الله يي د بنده راخلاص کړو؟،هغه څوک ول چې په ميلينونو روپۍ يي مولانا فضل ته ورکړي؟ ،هغه څوک ول چې رنګ رنګ وسلې يي مولانا ته ورسولې ؟، او په سوونو هغه نا اشنا کسان څوک ول چې د فضل د حفاظت پېره داري يي کوله ؟، په سوات کې په سوونو زرګونو تالبان له کومې راغلل او تر ننه مولانا فضل چېرته پټ دی؟ ، اود پاکستان دوګړو دا دښمن څو څو ځلې د پاکستان د امنيتي ځواکونو د قومندانانو او عالي رتبه چار واکو سره ځايي خلکو لېدلی او کتلی دی ،نو په دې کې هېڅ شک نشته چې مولانا فضل د چا په اشارو چلېدو او ملاتړي يي چا کوله .

د دې ټولو پوښتنو د ځوب ورکولو لپاره بايدملګري ملتونه يو نړۍ وال کميشن جوړ کړي او هغه د ځايي خلکو نه په دې باب پوښتنې ګروګنې وکړي چې د تالبانو دجوړښت په اړه اصلي لااملونه راپه ډاګه کړي .

په دې ټول ترهګريزو جګړو کې په سونو زرګونه بې ګناه ملکي پښتانۀ وګړي وژل کېږي .پاکستان د دې رقم جګړو او وژنو له امله کومه يو موخه ترلاسه کول غواړي ؟.

د برې پښتانۀ د غربي نړۍ په مرسته اوس د پرمختګ په لور درومي ،دغه پرمختګ ځنډول او په لره پښتونخوا کې داسې سخت دريځه مذهبي ګوندونه فعاله کول چې د برې پښتونخوا د پرمختګ بهير په شا وتمبوي،پښتانۀ په خپل منځې جګړو کې اخته کول ،د پښتنو ابدي لوی کور افغانستان بې ثباته کول ،پښتانه په نړۍ کې د تالبانو او مذهبي سخت دريځو په څېر ورپېژندل ،پښتتانۀ او غربي نړۍ ،په تيره تيره د امريکې او پښتنو تر مينځ بې اعتمادي او دښمني پيداکول ، پښتانۀ د ناټو ځواکونو پر ضد جنګول ،څه هغه موخې دي چې پاکستان ځينې ګټه پورته کوي
او داسې بريښي چې پاکستان پښتانۀ هغې ورځې ته روزي کله چې د ناټو د صبر لوښی ډک شي او د برې پښتونخوا څخه لرې پښتونخوا ته واوړي ،چې د پاکستان پوځ به يي هېڅ مخنيوی کولای نه شي ،نو ورسره به دا روزل شوی پښتانۀ وروجنګوي ،او په څه نه کولو او خوله چپ ساتلو به هم د غربي نړۍ څخه پيسې خوري . او په پټه به د تالبانو مرسته کوي . که حالات هم دې وخت ته پاتې شول ، نو دا به هم هغه وخت وي چې پاکستان به نه يواځې پښتانۀ ختم کړي خو نړۍ ته نه قبلونکی تاوان واړوي .نو ولي نړۍ تر هغه وخته انتظار باسي ،چې ناوختي شي؟

پښتانۀ بايد په دې سر خلاص کړي چې د دوې اصلي دښمن څوک دی ، او نن ورته ګټه څوک رسولی شي . که څه هم پاکستان پښتانۀ نړۍ ته د سخت دريځو او ترهګرو په نامه ورپېژني او هم د دې مقصد لپاره يي په پاکستان کې يوه فعاله ميډيا رامنځ ته کړې چې واګې يي د اي ايس اي په لاسونو کې دي ،خو د دې هر څه پرته په مغربي نړۍ کې د پښتنو لپاره مينه پاتې ده او دا خلک په رښتيا سره غواړي چې د پښتون قام د پرمختګ لپاره زمينه برابره کړي او کومې پيسې چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې استعمالېږي ، او يا د پاکستان يوه ټولنه پرې ځانونه مړوي ، نو ډېره به ښه وي چې دا پيسې سل په سلو کې د پښتون قام په جوړښت او پرمختګ مصرفي شي . او فکر کوم چې هم د دې موخې په خاطر د امريکې د باندنيو چارو وزيرې هليري کلنټن د لرې پښتونخوا د وګړو سره نيغ په نيغه ليدل کتل وکړل او له دې وړاندې يي د کېري لوګر بل په څير د پاکستان د وګړو سره نېغ په نيغه د پخلاينې او ملګرتيا پيل وکړو.

او هوډ يي وښودو چې په راتلونکې کې به د متحده ايالاتو واکمانان د پوځي مشر تابۀ پر ځای د اولس د ټاکلي شوي جمهوري حکومت سره اړيکي ساتي ،خو د پاکستان د اي ايس اي تړلي ميډيا په هېواد کې د دې پر ضد يو طوفان رامنځته کړو،او د مذهبي ګوندونو پر مټ يي د متحده ايالاتو او د پاکستان د وګړو ترمنځ ناخوښي او کرکه نوره هم زياته کړه ،او دا هم هغه ټکی و چې د مودو مودو راسې د پاکستان جمهور غوښتونکو ډلو د امريکي سره غوښتو چې د يو کس په پرتله د وګړو سره مرسته وکوي او چې کله د دې وخت راغی نو د پاکستان اصلي واکداران راپار شول او نړۍ ته يي په ګوته کړه چې پاکستان د اولس نه خو د ېوې خاصې ټولنې نوم دی .نو ښکاره شوه چې دغه واکداران د اولس هېڅ واک نه تسليمه وي . په داسې حال کې د اولس دنده ده چې خپل واک شي . په دې ټوله کيسه کې پښتون قام تر ټولو نه زيات ځپلی شوی او حق لري چې د خپل واک او خپل اختيار لپاره غږ پورته کړي . او د خپل پرمختګ لپاره زمينه او يوه متحده تګلاره په خپله جوړه کړي ،او د اسلام اباد پر ځای خپلې پريکړې په خپل کور دننه کې وکړي .

په دې لېکنه کې ډېر ځلې د پاکستان نوم اخيستل شوی دی نو بايد دا برسيره کړم چې پاکستان په څه مانا ياد شوی دی .پاکستان د اي ايس اي او ورسره تړلې عسکري او هغه مذهبي ټولنو نوم دی چې د دې نوم تر شادغه ټولنې دخپل وګړووژنې کوي او دنړيوال امنيت ته خطر رامنځته کوي.

تبصره نسته

  1. پاکستان امریکا او لندن رامنځته کړی او ددې سیمې او نړۍ د بې ثباته کولو او تشنج جوړولو لپاره کار ترې اخلي.
    تر څو چې دوی ته پکار وي، همداسې بد ماشي به کوي. تاسو باید په دې پوه شۍ چې دوی اوس هم پاکستان تر موږ نژدې دوست ګڼي او افغانستان د دوی په اجندا کې د یو اجیر عسکر په توګه د استعمالولو لپاره دی.
    عربستان، ترکیه او نور امریکایي پلوه اسلامي هیوادونه هم د پاکستان ننګه کوي.
    موږ هغه قام یو چې نه راباندې د مسلم او نه د کافر رحم راځي.
    الله دې پر موږ رحم وکړي. آمین.

  2. thank u so much from this web site

  3. تر څو چه پا کستان نه وی تجزیه شوی افغا نستان به د پیشرفت مخ ونه وینی او دا ‌هم پیاد ولرو د پاکستان را منځه کیدل د هم دی مقصد لپاره ؤ دلندن او واثنټګن له خوا ځخه .ملل امتحد هم دا دوه دی ، دافغانستان هعضله خپله دافغانانو کار دی چه پدی کار کی تپ او تلاش وکړی

  4. lomry bakhshne gharrm che comftuer me pashto na lary
    zawa wayem cha lomry bayed pashtane yuo zahin payda kry 2 da pakistan foge te pa sayasy lhaz dakhil she zake pashton snat karkhany nalary zamonz nikone pa prado asleho na gengadal no zaka pakistan nawoo…….