داوباما تکراري جنګي ستراتيژي اوغبرګه رسوايي؟

د لراوبر اداره | دسمبر 15th, 2009


داسې بريښي چې دامريکاپرشاتمبول شوي اومات ولسمشراوباماته خپلوجنګي موتلفينواودافغانستان دجګړي متحدينو، نورکلک اوصريح ځواب ويلى وي ، چې دافغانستان په روانې جګړې کې دوي په هيڅ بيه نوره برخه نه اخلي او چمتوندي چې حتى يونوي پوځي هم افغانستان ته وليږي ، نوځکه اوبامااړاومجبورشوچې دنوې جنګي ستراتيږى ترنامه لاندې خپله ورستي هڅه هم وازمويي اودنوروڅوزروپوځيانودليږلوپه اعلان په افغانستان کې دامريکايي ماتې اوشکست په جوړشوي نړيوال ذهنيت اوواقعيت دڅه مودي لپاره برغولى کيږدي

خواوبامااوامريکايي اداره يې ځکه په لوي لاس ځان درسوايي اوشکست يوې بلې کندي اوتباهى ته سپاري چې تراوسه لادهغه اوادارې يې يوکال هم ندي پوره شوى چې دافغانستان دجګړې په اړه دوهمه اوتکراري جنګي سترايژي ټاکي اودپلي کولولپاره يې په نړيواله کچه منډي ترړي وهي، اوبامااوامريکايي ادارې يې که په رښتيادرک اولرليدلرلاي ، نودخپلې تيرې اوړومبى رسوايي په تګلارې به يې ګامونه نه ايښودل اويوځل بيابه يې افغانستان ته دنوروپوځيانوداستولوهڅه نکوله

که څه هم اوبامادخپلې نوې ستراتيږى داعلان پروخت ، په دې خبره اعتراف وکړچې دوي دډيرجنګ ځواک اوحوصله نلري اوتراوسه دافغانستان اوعراق په جګړي دامريکاله يوټرليون نه ډيرلګښت شوي اودديرش زرونووپوځيانودليږلوترخوابه په راتلونکو١٨مياشتوکې له افغانستان نه دامريکايي عسکرودويستلوپيل کوي، خوددغواعترافاتوباوجودافغانستان ته دنوروپوځيانوداستولوستراتيږي ، دامريکااواوباماله لوري دافغان ولس په وړاندې ددښمنى ددوام څرګندتعبيرلري

امريکايي ولس شاهداودنړئ ولسونه په جريان کې دي چې داوبامادتيرې پوځي بدماشى اوناکامې ستراتيږى په نتيجه کې اوبامااوامريکايانوپه افغانستان ايله دخپلوفوځيانودتابوتونواوجسدونوشمارترسره کړاوپه تيروشپږومياشتو کې يې هره شپه اوورځ ، هيڅکله له يودرجن نه دکموعسکرودمرګ اوژوپلې خبرونه وانه وريدل اوداخپله دامريکايي اوغربي سرچينومستندې تبصيرې اوتحليلونه واودي ، چې تيري شپږمياشتې په افغانستان کې دامريکايانو، برتانويانواومتحدينولپاره يې ډيرې غمجنې ، زيان ليدونکي ، له مرګونو اومصيبتونوډکې اودافغانستان داسلامي امارت دځواک اوواک دپراخيدااواستحکام شپې اوورځې وي

اوس چې بيااوباما، خپلې هماغه سرتنبه اوشرميدلې ستراتيږى ته په نوي بڼه اوشکل دوام ورکوي اوغواړي چې شاوخواديرش زره تنه نورپوځيان وليږي ، بريښي داچې دافغانستان جګړه يواځې دامريکاپه اوږوباراونړئ هم نورله افغان ولس سره په دې دريځ کې همغږې شويده چې دامريکاجنګي غروردې په افغانستان کې ارومروتارومار اونړيواله يکتازي دې داشغالګروپه مقبرې (افغانستان)کې دفن اوترانبارونو خاورولاندې شي

اوبامااوامريکايان دې واوري چې پخواني شوروي اتحادلدوي څوچنده زيات افغانستان ته عسکرراليږلي وواوګوډاګيان يې هم ددوي دګوډاګيانوپه نسبت غښتلي اوکلک جګړماران وو، خوداچې افغانستان داشغالګرواودنړئ دښکيلاکګروهديره اودغه ولس ديرغلګرواوفرعوني دعوه دارانو دراپرځولوتاريخي وياړاوتوره لري ، نوامريکايان دې هم دخپل همدغه سرنوشت اوبرخليک دترلاسه کولواومخامخ کيدو دغه حتمي شيبې وشماري

په پاي کې بايدپه ډاګه کړو، چې که اوبامااوملګري يې په افغانستان کې دجنګ دتوديدااوغزيداپه کرغيړن سياست ټينګارکوي اودنووپوځيانوپه استولوښکاره کوي چې دوي افغانستان دزوراواستبدادله لاري ترخپل ناولي چغ اوولکې لاندي راوستل غواړي ، نودوي دې په خلاصوغوږونوواوري ، چې له يوې خواتيراته کلونه امريکايي وحشي اوبيم اخيستولښکرواوجنرالانوته ترمخ اودافغاني قهراوغضب اوددوي په وړاندې دسختوافغاني حساسيتونوژوندي داستانونه اوکيسې لازړي ندي ، له بل لوري دافغانستان اسلامي امارت هم ، دامريکايانودغوټولونوواوراتلونکودښمنيواوشيطاني لوموته ښه متوجه اودهيوادپه کچه ورته لويشت پرلويشت جهادي چمتوالى اوامادګي لري اودلوي اوتواناخداي ج په نصرت ليرې نده چې داوبامادا، نوې جنګي ستراتيږي به هم له لکه دتيرې په څيرلړزانده ، کاواکه اوګام پرګام له خنډونواورسواييوسره مخ اودامريکايي عسکرودتباهى اوتاريخي زيان سره مله وي ، انشاءالله تعالی

Copyright Larawbar 2007-2024