کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د فساد پر ضد ملي غونډې ته د ولسمشر كرزي د وينا ځينې ټكي خپاره كړي او بهرنيو هيوادونو ته يى د هغه دا خطاب راخستې، چې له افغان چارواكو سره دې پټې مرستې بندې كړي.

ورځپاڼې په دوام كې د ښاغلي كرزي په حواله دا هم ليكلي، چې د دولت د كاركوونكي يوازنې هدف بايد خلكو ته خدمت وې نه پيسې پيدا كول.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د فساد پر ضد په جوړې شوې ملي غونډې بحث كړې او پدې ترڅ كې په دولت انتقاد كړې، چې تل شعارونه وركوي او د عمل په ډګر كې هيڅ ډول لاسته راوړنه نلري.

په ورځپاڼه كې افغانستان ته د اضافي سرتيرو د استولو مسئله هم څيړل شوې او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د سلاكار په حواله ليكل شوي، چې امريكا يوازې د پوځي حل لارې په خپلو سره نشي بريالې كيدلې.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا هم په افغانستان كې د ملي شورا د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د ځينو لويديځو هيوادونو په هڅو تبصره كړې او ليكلي، چې د امنيت او د انتخاباتو د لګښت په اړه د بهرنيانو د پلمو د لرې كولو لپاره دا بهير بايد افغاني شي.

ورځپاڼې د همدې مسئلې په اړه د يو شمير كارپوهانو نظرونه هم راخستي او ليكلي، چې ددغو انتخاباتو ځنډول په حقيقت كې په افغانستان كې د ديموكراسۍ سبوتاژول دي.

خو ورځپاڼې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون په حواله بيا ليكلي، چې دا انتخابات به له قانون سره سم پخپل ټاكلي وخت ترسره شي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې د فساد پرضد جوړې شوې غونډې ته د ولسمشر كرزي د وينا دا برخه راخستې، چې په افغانستان كې فساد بهرنيانو رايج كړ.

ورځپاڼې د افغانستان په اړه په لندن كې د جوړيدونكې غونډې په اړه هم يو مطلب خپور كړې او ليكلي، چې پدې غونډه كې، چې د راروان ميلادي كال د جنوري په وروستيو كې جوړيږي افغان ځواكونو ته د امنيتي چارو د مسؤليت د سپارلو لپاره يو مهال ويش هم ټاكل كيږي.

په ورځپاڼه كې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د سلاكار جيمز جونز دا څرګندونې هم خپرې كړي، چې له افغانستان نه نه وځي خو خپل پوځي فعاليتونه به كم كړي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په كابل كې پرونۍ ځان وژونكې حملې ته په اشارې ليكلي، چې د ځان وژونكو حملو د مخنيوي يوازنۍ لاره د ترهګرو د روزنې د مركزونو له منځه وړل دي.

دې ورځپاڼې هم په كابل كې د فساد پرضد ملي غونډې ته د ولسمشر كرزي د وينا ځينې برخې خپرې كړي او ليكلي، چې ښاغلي كرزي په حكومت كې د پراخو اصلاحاتو امر كړې.

د ورځپاڼې نننې كارټون په افغانستان كې د بازار د اقتصاد واكمنۍ ته ځانګړې شوې او پكې دا ښودل شوې، چې حكومت هم د هغې په وړاندې بې وسه شوې.

اصلاح او انيس هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس هم پخپله سرمقاله كې د پارلماني انتخاباتو د ځنډ مسئله راخستې او د هيواد ورځپاڼې په څير يى ددې بهير د افغاني كولو غوښتنه كړې، څو له مخې يى انتخابات پخپل ټاكلي وخت ترسره شي.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د فساد په ستونزې بحث كړې او د ولسمشر كرزي پرونيو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې په افغانستان كې د دې ستونزې په زيږيدو كې د كورنيو عواملو سربيره بهرني عوامل هم ونډه لري.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك د ولسمشر كرزي پرونيو څرګندونو ته ځانګړې كړې او د هغه په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي هغه كسان، چې د پيسو پسې ګرځي دده په راتلونكې كابينه كې به ځاى ونلري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا دا پوښتنه كړې، چې ايا ښاغلې كرزې به دخپل تير حكومت د زيږنده فسادونو د مخنيوي وس ولري؟

په ورځپاڼه كې د كابل ښار د پرونۍ ځان وژونكې حملې په اړه هم يو مطلب خپور شوې او پكې ليكل شوي، چې دا حمله د پاكستان استخبارتي ادارې آى ايس آى تنظيم كړې وه.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې ليكلي، چې پاكستان په افغانستان كې د خپلو راتلونكو اهدافو د پلې كولو لپاره د حقاني د شبكې ملاتړ كوي.