کور / تازه خبرونه / د ربات سنګي امنيه قومندان ووژل شو

د ربات سنګي امنيه قومندان ووژل شو

د هرات ولايت د سرحدي ولسوالۍ ربات سنګي امنيه قومندان په يوه چاودنه کي وژل شوى دئ.
د ربات سنګي ولسوال غلام فاروق وايي له امنيه قومندان سره څلور نور پوليس هم وژل شوي دي.

پېښه تېره شپه پر اته بجې رامنځته شوې چي له امله يې امنيه قومندان بريدمن عبدالکريم وژل شوى. په پېښه کې د نوموړي قومندان د موټر چلوونکی سخت ټپي دی. هغه د درملني لپاره د هرات روغتون ته انتقال شوی دی.