کور / تازه خبرونه / امریکا ۵۶ زره نور پوځی قراردادیان هم رالیږی

امریکا ۵۶ زره نور پوځی قراردادیان هم رالیږی

واشنګټن پوسټ په خپله نننۍ ګڼه کی لیکی چی امریکا غواړی ۵۶۰۰۰ نور قراردادیان هم افغانستان ته راولیږی چی دا به د راروانو دیرش زره پوځیانو څخه علاوه وی . ورځپاڼه لیکی چی سپینه ماڼۍ غواړی دا جنګ تدریجأ خصوصی کړی . همدا اوس په افغانستان کی څه باندی یو لک ( ۱۰۰۰۰۰ ) قراردادیان شته دي چی په دې لیږنه سره به د هغوی شمیر څه نا څه ۱۶۰ زرو ته ورسیږی . دغه قراردادیان اکثریت امریکایان دي خو څه شمیر د نورو هېوادو او افغانستان څخه هم پکښی شامل دي چی وظیفه یې لوژستیک ، د اکمالاتو ځای پر ځای کول ، د ځایونو جوړول ، پوځی روزنه او په جنګ کی برخه اخیستنه ده .
د یو بل خبر له مخی چی د ایستونیا حکومت ورکړ ، ویل کیږی چی پرون په هلمند کی یو ایستونیایی عسکر د بمی حملې له امله ووژل سو . ایستونیا تر اوسه په افغانستان کی شپږ پوځیان تلفات ورکړي دي .