بريتانيا له افغانستان سره د سيميزې حكومتدارۍ د پياوړتيا په موخه د ۲۳ مليون سترلينګ پوند مرسته وكړه.
د افغانستان د سيميزو ارګانونو د ادارې مشر غلام جيلاني پوپل د دغه تړون د لاسليك پر مهال وویل دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د نړيوالې پراختيايي ادارې له خوا د سیمه ایزی حکومتدارې په برخه کی ولګول شی.
نوموړی وویل چی د ښاغلی کرزی ددوهم ځلی واکمنی په موده کی دا لومړی مرسته ده چی له نوموړی اداری سره کیږی.
ده ژمنه وکړه چی دسیمه ایزی حکومتداری دپیاوړتیا په برخه کی به هلی ځلی کوی.