کور / تازه خبرونه / ساف د محمود عباس پر رياست باندي غونډه کوي

ساف د محمود عباس پر رياست باندي غونډه کوي

ساف غواړی د محمود عباس د ریاست د تمدید لپاره غونډه وکړی .
مـــــــــتن : په فلسطین کی د ازادیبخش ټولنه (ساف) غواړی نن په رام الله کی غونډه وکړی تر څو د محمود عباس د ریاست دوره تمدید کړی .

د ساف غړی د فلسطین په ځینو سمیو کی د سیاسی خلا د رامنځته کید و نه په ویره کی دی نو څکه غواړی چی د محمود عباس دوره تمدید کړی تر څو له دینه مخنیوی وشی .

د دی تشکیلاتو د نوی ریس د نومولو لپاره څو ځلی رسنیو ته ویلی شوی وو چی ښایی د راتلونکی ۲۰۱۰ به لومړی میاشت کی ټاکنی ترسره شی ولی دا نیټه او ټاکنی په غزه کی د حماس له لوری رد شوی او نه غواړی چی په کی ګډون وکړی .

حماس د محمو د عباس دا کړنی د قانون نه خلاف بولی او نه غواړی د هغوی اوامر ته غاړه کیږدی .

محمود عباس څو څلی اعلان کړی چی په دی دنده کی خوښ نه دی او نه غواړی راتلونکی ټاکنو کی څان و نوموی خو ځینی لویدیڅو هیوادونو او څینو عربی هیواد پری غږ کړی تر څو خپل وړاندی شوی تصمیم باندی غور وکړی

ځینی رسنی وایی ښایی ساف دا غونډه د محمود عباس دوره تر راتلونکو ټاکنو پوری و ځنډوی

مصر څو ځلی د حماس او فتح ډلو تر منڅ خبری اتری او وړاندیزونه کړی ترڅو یو سلا مشوری ته ورسیږی ، خو دا وړاندیزونه د فتح ډله منلی خو حماس له لوری تر اوسه نه دی منل شوی.