کور / کیسه / مېرمنې ته ليک

مېرمنې ته ليک

غازي انورپاشارحمه الله دعثماني خلافت ددفاع وزیروو،دفلسطین،سوریې اوکاکیشاپه محاذونوکي یې جنګي چارې پرغاړه وې په ۱۹۲۲کي دروسي یرغلګروپرخلاف دترکستان په محاذکي شهیدشو(انالله وانااليه راجعون) دلته درنولوستونکوته دنوموړي هغه لیک وړاندي کووچي ترخپل شهادت یوه ورځ وړاندي یې دخپل ژوندخوږې ملګرې ته لیکلی وو.

راحت جان ناجیه سلطان!

څوورځې وړاندي مي ستالیک ترلاسه کړنن مي فکروکړچي ځواب یې درته ولیکم،که څه هم زه ستاښکلې څېره نه شم لیدای،خوبیاهم ستادنازکوګوتوتصورکولای شم چي دلیک پرمهال به له حروفواوکرښوسره په منډه وي،هغه ګوتې چي یووخت به یې زماسرږمنځاوی .

اوس چي زه له تاډېرلرې له اوراووینوسره لوبېږم یقیناستاله مینې ډک زړه مې ډېرزوروي تا لیکلي چي زه له جنګ اوجګړې پرته له بل هیڅ شي سره دومره مینه نه لرم،ناجیه جانې! ماپه نړۍ کي له هیڅ شي سره مینه نه ده کړې یوازي ته یې چي زمادزړه ارام دي لوټلی دی ته به پوښتنه وکړې چي نوبیاولي راڅخه بېل یې؟ستاداپوښتنه بېخي پرځای ده خوواوره! زه له تاپه دې وجه نه یم بېل شوی چي مال اودولت ګټم اویادتخت وواک لپاره درڅخه بېل یم لکه زمادښمنانوچي داډول اوازې مشهورې کړې دي زه له دې امله درڅخه بېل یم چي الهي فرض ماهمدې ځای ته رابولي دالله جل جلاله په لارکي ترجهادبل سترفرض شته؟ داهغه ستره فریضه ده چي په پرځای کولویې انسان جنت ته رسېږي الحمدلله زه صرف ددې فرض دترسره کولونیت نه لرم بلکه عملاپکي شریک یم،ستابېلتون مې تل پرزړه ارې چلوې خو زه په دې بېلتون خوښ یم،ځکه یوازي ستامینه زمالپاره لوی خنډاوارادي ځواک وعزم په لاره کي ستره ازموینه واقع کېدای شوای الله لره حمددی چي زه په دي ازموینه کي بریالی اوکامیاب شوم ته هم بایدخوشاله شې چي زه دالله جل جلاله دمینې په وړاندي ستاترمینه تېریم .

پرتاوسلوال جهادفرض نه دی خوترې مستثنی هم نه یې،هیڅ مسلمانه مېرمن له جهاده خلاصه نه ده ستاجهاددادی چي خپلې نفسي غوښتنې ترالهي احکاموقربان کړې له خپل خاوندسره دمینې تړاونورهم ټینګ کړې .ګوره دادعاهیڅکله ونه کړې چي زماخاونددي دجهادله ډګره بیرته ژوندی راشي .دابه دځان غوښتې دعاوي چي دالله جل جلاله نه خوښېږي،که دعاکوې نوداسي وايه چي الله جل جلاله دي زمادمېړه جهادقبول کړي،بريالی دي کړي اوکه داسي نه وي نوپرهغوشونډویې دشهادت جام نوش کړې چي هيڅکله یې پرې شراب څښلي نه دي بلکه تل به په تلاوت اوالهي ذکرلانده وو.

ګرانې ناجيې! هغه به څومره دخوښۍ شېبه وي چي زماهغه سرچي تاپه نړۍ کي ترټولوښکلی بالی دالله جل جلاله په لارکي له تنه بېل شي،هغه تن چي ستادمينې په کتلوديومجاهدتن نه بلکه ديومعشوق مجسمه وه .

ګرانې! ته ښه پوهېږې چي زه دالله جل جلاله خوښي اورضاته څومره لېوال یم ؟ دانورترټولوستره تلوسه داده چي شهيدشي اودقيامت په ورځ داسلام له ستراتل اوصحابي خالدبن وليد(سيف الله) رضی الله عنه سره يوځای راپاڅېږي . ددنياژونديوڅوورځې دی،مرګ يقيني دی،نوبياله هغه مرګه ولي وېرېږوچي هرومروراتلوونکی دی اومسلمان ولي پربستره مړشي؟ دشهادت مړينه،مرګ نه دی بلکه ديوه لازوال اوتلپاتي ژوندپيل دی . تاته مي ځانګړی وصيت دادی چي اولادونوته مي ټول ژوندليک بيان کړه اوچي کله لويان شي پراسلام دسرښندنې لپاره یې دغزاډګرته واستوه،که دي داسي ونه کړل نويادلره چي په جنت کي به له تاسره ونه وينم .

ګرانې ناجيه جانې! نه پوهېږم ولي مي زړه په ډېره مينه دې ته لېوال دی چي شهيدشم،ته صبرکوه ژاړه مه،بلکه زماپه نېکمرغۍ اونېکبختۍ وياړه .
ناجيې! فی الحال درڅخه مخه ښه غواړم الله جل جلاله دي وکړي چي بيادواړه په جنت کي سره يوځای شواوهيڅکله له يوبله بېل نه شو.
ســـــــتــــا
انور