حميد حسن د ۲۰۰۹ کال د غوره لوبغاړي مقام وګاټه
څه موده وړاندې چې www.cricketeurope4.net ويبپاڼې د ٢٠٠٩ کال د غوره لوبغاړي د ټاکلو لپاره یوه ټولپوښتنه وړاندې کړې وه – لړۍ پيل کړې وه په هغې ټولپوښتنه کې دافغانستان تېز بالر حميدحسن تر خپلو سيالانو ډېر ووټونه لاس ته راوړل , او ښه په اکثریت يې وګټله دحميد حسن نیژدې سيال د ایر لنډ کيپټن وېليم پورتر فيلډ و چې حميد حسن ورڅخه له زروڅخه ډېر ووټونه تر لاسه کړ ل ٠
حميد حسن ټول ووټونه تر درې زرو ډېر ول . دغوره لوبغاړي دا تمغه يا اوارډ به حميد حسن ته دراتلونکي کال په فيبروري کې ، په دوبۍ کې ورکړل شي ٠
البته په دې وخت کې به افغانستان د ٢٠١٠ دشل اوريزو نړيوالې اتلولۍ دغوراوي په سياليو کې بوخت وي . د لر او بر ويبپاڼي ټول همکاران حميد حسن، د افغانستان د کرېکټ لوبډلي او ټولو افغانانو ته مبارکي وايي.
د ټولپوښتنې پايله په دې ډول ده :
32.7% Hameed Hasan – Afghanistan
21.4% William Porterfield – Ireland
13.6% Mohammad Nabi – Afghanista
11.5% Edgar Schiferli – Netherlands
4.6% Alexei Kervezee – Netherlands
4.5% Neil McCallum – Scotland
4.2% Niall O’Brien – Ireland
2.7% Kevin O’Brien – Ireland
2.4% Steve Tikolo – Kenya
1.8% David Hemp – Bermuda
