کور / شعر / خزان راغی

خزان راغی

خزان راغی !

چی دوطن په سرو ګلونومی خزان راغی
دتړمو اوښکو می پر مخ باندی باران راغی
ښکلی بلبلی بوراګان تری بینواروان دی
چی پرمسکن یی دکارغه اوبوم دوران راغی
تاکړۍ تاکړۍ کمیس می پاتی شو اغزو کی رانه
دآشنا لاسته می ریښی ریښی ګریوان راغی
غاټول می وچ شول دنرګس سترګی می شولی ړندی
دکورکمن په شانته ژیړ می ارغوان راغی
اوچت نښتر می شول اره څیړۍ مې غوڅی شولې
په شنو مماڼواوګورګورو می طوفان راغی
چا کړی نظره ای زما جنت نښان وطنه
چی پسرلی کی دې موسم دزمستان راغی
کاسه دصبر(توره کیه)واوښته په مورګو
چې درد او غم په خوار قسمت کی دافغان راغی!

تبصره نسته

  1. دمرادزي پلویان چې غربي اشغالګر له طالبانواومجاهدینو څخه دنجات استازي بولي او داوبامادنویو فوځيانوراتګ ته چکچکې وهي دلته دې که نران وي خپلې تبصرې وړاندې کړې چې دوی په کومه مخ بیادولس دغه ناترسه ورځ بیاتوجیه کوي .
    مرګ په غرب
    مرګ په دیموکراسي
    مرګ په کپیټالیزم او امپریالیزم
    مرګ په غربي تمدن اوپرمختګ
    مرګ دغربي اشغال په ډنډورچیانو
    مرګ په هغه انسان چې شیدې یې دمسلمانې له وجوده رودلي وي خو خوبونه داروپايي ژونداو ترقۍ ویني
    مرګ دکابل په غلامانو
    زنده باد داسلام اووطن په ننګ ولاړ ستړي ستومانه مجاهدین زنده باد

  2. زمه سلامونه ومنی رشیتا هم د روسی په رکم ظلم شرع کری خدای دی وکری چی طالبان او نور هغه کسان چی دخدای په لاره جهاد کوی کیامیاپ کرای نا بللیه میلمه لږ مې نصیحت واوره ته دازمونږکوردی دلته مونږ څه عنعنات لرو خپل مونږه کلتورلرو، مونږ دین لرو مذهب لرو مونږ داستا کورنه دی چې به دلته بې دیني راولې ستا به داخیال وي چې به مونږ له خپله کوره شړې زمونږ په کورکښې به زمونږ په مال مزې کوې ته زمونږه خویندې زمونږ میندې به چوپړ وهي ستا ته بې غیرته به زمونږ په ناموس لوبې کوې تا که زمونږدکور یوڅوپه پیسو واخیستل خو هغه بې ننګه به هم تاله مونږه خلاص نه کړی شي .

    مونږ ټیکنالوجي نه لرومټې خولروشکردی مونږه غیرت لرو ایمان راته لوی خدای راکړی مونږه احساس لرو غرور لروتاریخ موپریښی تروسه موسر چا یلغلګر ته ښکته کړی ندی ته دې په خپل ګریوان کښې سر ښکته کړه فکروکړه داته چې څه کوې دچا ضمیر به اومني دا داکومه تله دې راخیستې چې ما او ځان پرې تلې ته چا قاضې کړې چې زما دمرګ فتوای ورکوې زه که قتلیږم که ځوریږم آه کولی نشم ته بس ظلمونه کوه ګرځه هیڅ پروا نه لري ستا دې په لاس کښې وي چړې ته ماشومان راوژنه زه که دځان دفاع کووم نو سړې خور به یمه اوس هم لاوخت دی لږ دې خپلو کړو ته فکر وکړه اوس هم لا وخت دی چې په ځان باندې لږ رحم وکړې زمونږپه تورو چې غوڅ شوي لا یې کریغې خیژې ګرځي نړۍ کښې درپه در دناستي ځای نلري پام کوه ستا چې پایله داسې په غمونو نشي پام کوه ستا بدن په شلو ټوټو څیرې نشي بیا به ارمان کوې نارې به وهې ځان به ژغورې بیا به جرګې راته رالیږی چې مونږ سوله وکړو مونږه اوس جنګ نه کوو سوله غواړو مونږه برداشت کوو مونږ زغم لروبښنه کوو په څو وړو وړو خبرو مونږ مرګ نه شو ویشی ترڅو زمونږه په ایمان چې څوک تیری ونکړي ته به ګمان کوې چې مونږه په څه نه پوهیږو مونږه ساده یو مونږ په چل اوفریب نه پوهیږو خو مونږ په هرڅه ښه پوهیږوڅه په لاس کښې نشته دآخیرت قانون مولوستی دی دنیا خو پریږده اوس هم دنیا ته لارښودی شو لارښودان یو واړه کله هم جنګ جګړوته مونږه ټټر نه ډبوو کله تیری مو په بل چا لاتروسه ندی کړی هو! مونږه سوله غواړواوله جنګه څخه فناغواړو خو داسې هم نه چې ته څپیړې راکوې اومونږبه خاندودرته ی…

  3. سلامونه دا ظلمونه خو د غزني د محترم والي عثماني له لاسه کېږي چې خارجیانو ته له وېرې څه ویلای هم نشی او ورته وایی هم نه، عثماني صاحب ته به هم خوشحاله وې چې والي یم دا د دوو ورځو والیان.

  4. The governer of Ghazni really stuped person we should jihad about Karzi and his forighn hasband.

  5. سلامونه او شی چاری!
    زه دتول مسلمان امت نه دا تقا ضا کوم چه ددی غربی خاینینوپه مقابل کی پورته شی او دالله ج نه داسوال کوم چه اول مااوبیا زما خپلوانو او بیا تول اسلامی امت ته دا طاقت ورکری چی ددی ظالمانوپه مقابل کی اوچت شی"امین" وسلام

  6. توره شپه کې بله کړه دسرووينو ډيوه شهيد
    چيغه دپاڅون سوه دننګونو حماسه شهيد
    اوريې دابليس دهوسونو په کور پوري که
    وه وته له ځانه،سوه دټول ولس شمله ناهيد
    پا ڼې،پاڼې پريوته دسرو ګلو غونچه ناهيد
    وځليده ،وه خنديده،سرووينو کې سره ناهيد
    هغه دملالې ديادونو سره جنډه ناهيد
    هغه د افغان دغيرتونو ترانه ناهيد
    ګډه يې غوغا کړه په خاموشه ماښامونو کې
    بله يې رڼا کړه،تروږميو دوختونو کې
    *********************************
    *********************************
    ګل دپيغلتوب، يې دقاتل دغاړۍ هار نه که
    ښاد يې په خپل حسن دوحشي هوس ښامار نه که
    ته يې دقدرت دليونو پر تندي وليکل
    لړ دتورو زلفويې بې سرو ته دستار نه کړ
    لنډه يې کړ له ځانه دياغي ستم ناولی لاس
    تور دښمن دخلګو يې له ځا نه سره يار نه کړ
    جګ غيرتي سر يې ټيټ په مخ کي داغيار نه کړ
    ځان يې قربا ني که ،خپل غرور يې ترينه ځار نه که
    ستوری سوه،سپوږمۍ سوه، دننګونو بام ته وخته
    **************************************
    **************************************
    وه وايه اسما نه !تا دوينو ځلا وليده
    تا دشهادت د ناوي،مسته خندا وليده
    تا په خپل هيواد باندې مينه ليلا وليده
    تايې په تندې باندې ليکلې وفا وه ليده
    تا يې په خوږوسترګو کې راز دمينې وه لوسته
    تايې اننګيوکې سپيځلې حيا وليده
    تاهغه سپرغۍ،هغه دتورو بريښنا وليده
    تا يې په لمنه کې دستورونڅا وليده
    وه ګوره اسمانه!موږسرونه ټيټوو ورته
    خاورې يې دپښو په سر وسترګو ښکلوو ورته
    *************************
    *************************
    وه وايه اسمانه تادشپې قاصدان وليدل
    تا دپرشتو جامه کې تور شيطانان وليدل
    تا دافغانانو دعزت تاجران وليدل
    تا دوينو تږی،خونړۍ قصاب وليدل
    تا په کتابونوبار بې علمه شيخان وليدل
    تادکنډوالو په تخت سپاره اميران وليدل
    تادننګ په خاوره کې زنګي غلامان وليدل
    تا دچلتارونودهېوادملنګان وليدل
    څنګه ښګاريدل دتروږميو دښامار بچي؟
    دا په غيرتی کابل،پريوتی دنار بچي
    دازخمي کابل،دغه په سرو وينو لړلی ښار
    دا داهريمن،تورو منګلو ته لويدلۍ ښار
    دادتالا نګرو له ستمه سوزيدلۍ ښار
    دا په پټه خوله په سلو ژبو ږغيدلۍ ښار
    داهره شېبه په ماتمونو ژړيدلۍ ښار
    دادګلوښار،ږموږ دپيغلو نازولۍ ښار
    دا په جګه غاړه هردښمن ته دريدلۍښار
    داديرغلګرو دسپرو دسترګو ځلۍ ښار
    بيا دخپلو لوڼواو زامنو په وير،وه ژړيد
    بيا دځوانو زړونو په زلميو وينو ولمبيد
    ***********************
    ***********************
    وه ګوره اسمانه،اراده دپيکار وګوره
    لاره دغيرت کې،هنګامه دايثار وګوره
    ژمې دتاريخ کې سره غاټول دبهار وګوره
    سره غيرتې وينه دناهيد په رخسار وګوره
    دلته بيره نسته له سرونو سره لو بې دي
    دې لمرينه خاوره کې، دستورو مزار وګوره
    پاکې،پلوشې به يې دشپې ګريوان ورځيری کې
    پيغلو دکا بل سره تړون دسهار وګوره
    دا يا غې ککري اهريمن ته دسجدو نه دې
    دلته دستم تورې جنډې درپيدو نه دې

  7. دا هرڅه بدبختۍ چې نن په غزني کې رواني دي علت یې کرزی او په غزني کې د کرزي مزدور والي محمدعثمان دی، خو د خدای تعالی دربار ته تمه لرو چې دا بې کفایته او ظالمه پاچاهي به ژر پای ته ورسېږي، او په وطن کې به یو اسلامي نظام را منځته شي، او د افغانستان او اسلام د دښمنانو مخونه به تور شي که خدای کول، په همدې هیله