د ارګ او ولسي جرګې معامله
څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې مشر ارګ ته لاړ تر څو ددواړو لورو د ګټو د خوندي کولو په موخه له ولسمشر سره یوه معامله وکړي چې له مخې به یې ولسي جرګه د کرزي له خوا معرفي شوې کابینې ته رایه ورکړي او په بدل کې به یې ولسمشر د ولسي جرګې د کار د غځولو د هڅې ملاتړ وکړي.
کابو له یومیاشتې راهیسي داسې خبرونه خپریږي چې یو شمیر وکیلان او ځینې بهرنۍ کړۍ غواړي د ولسي جرګې ټاکنې وځنډي ترڅو له دې لارې د پارلماني مصؤنیت لرونکو زورواکو دغه مصؤنیت نور هم وغزول شي. په همدې موخه ځینې وکیلان د امریکې سفارت ته تللي او یا هم غوښتل شوي چې په دې اړه له خپلو لالا ګانو سره خبرې وکړي، خو داسې ښکاریده چې د لالاګانو او ځینو وکیلانو دغه معامله د ارګ له خوا وننګول شوه.
خو اوس چې د افغان ولسمشر له خوا په قحط الرجال کې جوړه شوې کابینه په ولسي جرګه کې وزارتونو ته د رسیدو له پاره زورونه وهي نو ددغې معاملې بازار بیا تود شوی، اوس یې ارګ هم نشی ننګولای بلکې په خپله به ددغې معاملې اور ته لمن ووهي تر څو داوړو لورو ته همدغه ګنهګار ولس وسوځي. یو خوا به د ولسمشر کرزي له خوا ( له هره اړخه شرمیدلې) کابینه د باور رایه واخلي او پنځه کلونه به بیا په دې هېواد کې غوبل وکړي او له بله اړخه به په ولسي جرګه کې د یو شمیر مصؤنو غلو د جرمونو د دوام له پاره لاره هواره شي.
اوس نو لالاګان هم خوشاله دي، پرته له دې چې دوی په کې ستړي شي معامله کیدونکې ده، داچې ولې لالاګان د ولسي جرګې ټاکنې نه غواړي دا هم لاملونه لري.
لومړی دا چې بیا به هیڅکله داسې پارلمان ونه مومي چې ددوی د جنایتونو په اړه چوپ پاتې شي او آن ددوی ریکارډ ټینګونکو جنایتونو ته یوازې د نرمې غندنې الفاظ ور واغوندي.
دوهم دا چې د ټاکنو د امنیت له پاره به ددوی زامن بیا ونه وژل شي.
درېیم دا چې په دې سره د لالا ګانو اوږد مهاله پلان دوام کوي هغې دا چې دوی هیڅ کله هم نه غواړي چې افغانان د قانون مزه وڅکي او بې قانوني او ګډوډي په همدې ډول دوام وکړي.
معامله کیدونکې ده چې له مخې به یې، هغه کس چې په تاریخ کې ددوکتورا ادعا کوي د ترانسپورت ویزر شي، د بریښنا وزیر به یې د ولټ او واټ توپیر نه شي کولای، دلوړو زده کړو وزیر به یې جعلي رتبې لري، په اخلاقي فساد به ککړ وي او ددې دهېواد له لوی اکثریت سره حساسیت به یې ناعلاجه ناروغي وي.د کلتور د وزیر په اړه خو یې نه غواړم چې دا سپیڅلي توري چټل کړم. په همدې ډول نور وزیران به یې د نور تکلیفونو ترڅنګ له ولسمشر او هیواد ډېر هغو کسانو ته وفادار وي چې دوی یې تر دې ځایه را رسولي دي.
افغانان دیو شمیر غلو، پردي پالو، قاتلینو او معامله ګرو له خوا چې په دیني، دیموکراتیکو، جهادي، پیري، او ملي چپونو کې یې ځانونه نغښتي یرغمل شوي دي. دادی اوس يې بیا په سر معامله روانه ده چې ددې معاملې په برکت به د جاهلیت، بې قانونۍ، ګډوډۍ او زور واکۍ یوې داسې تورې کندې ته ټیل وهل شي چې کلونه کلونه به یې په ژغورنې ولګي.
موږ له دې هم انکار نه کوو چې دملت په کور؟ کې به داسې وکیلان وي چې لا یې اسلامي، افغاني او انساني ارزښتونه ګام په ګام بدرګه کوي او لږ تر لږه داسې لویو جنایتونو ته به یې نه پریږدي. اوس ددوی ازموینه ده چې افغان اولس ته وښیي چې لا یې اسلامي، افغاني او انساني احساسات نه دي مړاوي شوي او لا هم ددغه مظلوم ملت په سر د هرې معاملې په وړاندې د دریدو توان شته.