کور / کتاب / د محمود مرهون ۳ ادبي جوړښتونه له چاپه را ووتل

د محمود مرهون ۳ ادبي جوړښتونه له چاپه را ووتل

محمود مرهون له هغه ځوانو ليکوالو له جملې څخه دى چي په لږ وخت کي ئې تر ١٤ زيات کتابونه ژباړلي او چاپ کړي دي په دې وروستيو کي د هغه درې نوي کتابونه بازار ته راغلي دي.


د هغه لومړۍ کتاب د ادبي جوړښتونه په نوم ياديږي چي په ٢٤٥ مخونه کي د مستقبل خپرندويه ټولني لخوا په ښه کاغذ او ښکلي صحافت چاپ سوي دي.


په دې کتاب کي د بديع ٨٤ جوړښتونه راټول سوي دي پر کتاب باندي د ښاغلي محمد معصوم هوتک او پوهندوى اسماعيل يون لخوا سريزي هم ليکل سوي دي.



دوهم کتاب د عناصرو فرهنګ نومى کتاب دى چي په ١٢٠ مخونو کي د سنځر خپرندويه ټولني لخوا په ښکلي صحافت چاپ سوئ دئ .


په دې کتاب کي  د کيميا ١١١ عناصر د خپلو ټولو مشخصاتو سره تشريح سوي دي .


دريم کتاب د خداى (ج) پر لور نومى کتاب دى چي د ښاغلي مرهون لخوا د هند د مذهبي مشر دادا جي پي واسواني د فلسفي دعاګانو چي هنري رنګ لري ژباړه ده دا کتاب هم د سنځر خپرندويه ټولني لخوا په ښکلي صحافت باندي چاپ سوئ دئ .