کور / سپورټي / د فوټبال دنړيوال جام (۱۸) دورو ته يوه لنډه كتنه

د فوټبال دنړيوال جام (۱۸) دورو ته يوه لنډه كتنه

منبع :  bbc پارسي ويب سايټ


 د تيرو ۱۸ نړيوالو جامونو د سياليو پيل له ۱۹۳۰ كال څخه شروع سوي او په ۱۵ بيلابيلو ښارونو كښي په لاره اچول سوي په دغو ۱۸ نړيوالو سياليو كښي ۷۰۸ سيالۍ سوي او ۲۰۶۳ ګولونه وهل سوي دي
په دغو ۱۸ سياليو كښي ۷۷ د فوټبال د نړيوال فدراسيون غړيو ګډون كړي وو
ښه ځليدلي ټيمونه : برازيل د پنځه ځلي اتلولي په ګټلو سره تر ټولو ښه ځليدلي لوبډله ده
چي په ۱۹۵۸ .۱۹۶۲.۱۹۷۰.۱۹۹۴.او ۲۰۰۲ كښي يي نړيوال جامونه له ځان سره وړي دي
تر برازيل وروسته ايټاليا ده چي څلور ځلي يي دغه اتلولي ګټلي ده او په دريمه ليكه كښي بيا المان دي چي دري ځلي يي نړيوال جام له ځان سره وړي دي
ناكام ترينه پاي لوبي : جرمني په ۱۹۶۶. ۱۹۸۲.۱۹۸۶.او ۲۰۰۲ كښي پاي لوبو ته وتلي  خوټولي يي بايللي دي
ډير ځله ګډون كوونكي لوبډلي:برازيل په ټولو ۱۹ نريوالو جامونو كښي ګډون لري او په ۲۰۱۴ كښي نړيوالي اتلولي خپله په برازيل كښي تر سره كيږي چي په هغه كښي يي ګډون پركنده دي تر برازيل وروسته المان او ايټاليا ده چي ۱۷ ځلي يي په نړيوالو سياليو كښي ګډون كړي دي
هغه لوبډله چي ډير ګولونه يي وهلي دي:د برازيل لوبډلي په خپلو ۹۲ لوبو كښي ۲۰۱ ګولونه وهلي دي
هغه لوبډله چي ډير ګولونه يي منلي دي : د جرمني ملي لوبډلي په ۹۲ سياليو كښي ۱۱۲ ګولونه قبول كړي دي
د ډيرو لوبډلو ماتونكي لوبډله : د برازيل ملي لوبډلي ۶۴ لوبدلي ماتي كړي او بريا يي خپله كړي ده
هغه لوبډله چي ډير ځله يي لوبي بايللي دي : د مكسيكو ملي لوبډله ده چي ۲۲ ځله يي لوبه بايللي ده
هغه لوبډله چي كم ګولونه يي تر سره كړي : د كنګو جمهوري دموكراتيك هيواد . هالنډ. كاناډا . ترنيداد و تباګو . او چين او يونان هيڅ ګولونه ندي وهلي
ښه لوبيدلي لوبډله :د مجارستان ملي لوبډله ده چي ۸۷ ګولونه يي په ۳۲ سياليو كښي تر سره كړي دي چي د ګولونو تناسب يي ۲.۷ ته رسيږي
د دفاع تر ټولو خرابه كرښه :زئيز او هائتي ۱۴ ګوله په دريو سياليو كښي منلي دي چي تناسب يي په هره لوبه كي ۴.۷ كيږي
تر ټول تكړه لوبغاړۍ چي دير ګولونه يي وهلي دي : ژوست فانتين فراسوي لوبغاړۍ وي چي يه ۱۹۵۸ ميلادي كال كښي يي ۱۳ ګوله د خپلي لوبډلي په ګته وهلي دي
او په دويم كتار كښي برازيلۍ رونالډينيو دي چي په دريو نړيوال جام سياليو كښي يي ۱۵ ګلونه وهلي دي تر دوي وروسته المانۍ ګردمولر دي چي په نړيوال جام سيليو كښي يي ۱۴ ګولونه تر سره كړي دي
ښه ګول وهونكي لوبغاړي د غوراوي پړاو په سياليو كښي : ايرنۍ علي دايي دي چ ي۳۵ ګولونه يي په ثمر رسولي دي
ښه ګول وهونكي لوبغاړۍ په يوه سيالۍ كښي : اولګ سالنكو روسي لوبغړي له كامرون سره په ۱۹۹۴ كي د نړيوال جام دچمتوالي لپاره لوبيدي چي ۶ د ۵ په وړاندي يي ماته وركړه او  اوزه بيو  د پرتګال څخه د  ۱۹۶۶ په نړيوال جام كښي او بوتراګوئنو د اسپانيا څخه د ۱۹۸۶ م كال په نړيوال جام كښي د څلورو څلورو ګولو په وهلو سره په دويمه درجه كښي قرار لري
هغه نړيوال جام چي ډير ګولونه پكښي تر سره سوي : د ۱۹۹۸ ميلادي كال نړيوال جام سيالي چي كوربتوب يي د فرانسي ښكلي هيواد كاوه  ۱۷۱ ګوله په ۶۴ لوبو كښي تر سره سوي دي
هغه نړيوال جامونه چي ډير كم ګولونه پكي تر سره سوي دي : د ۱۹۳۰ كال نړيوال جام چي كوربه يي اوروګواي وه او د ۱۹۳۴م كال نړيوال جام لوبي چي په ايټاليا كښي تر سره سوي ۷۰ ګولونه په ۱۸ او ۱۷ لوبو كښي سر ته رسيدلي دي
د ګولونو ډكه سيالي : ۱۲ ګولونه د ۱۹۵۴ م كال په نړيوال جام سياليو كښي چي اتريش له سويس سره مخامخ وه چي سيالي ۷ د  ۵ په وړاندي د اتريش لوبدلي په ګټه پاي ته ورسيدل .