کور / سپورټي / هند: افغانانو دتکواندو په سياليو کي ۲۸ مډالونه وګټل

هند: افغانانو دتکواندو په سياليو کي ۲۸ مډالونه وګټل

د افغانستان د المپيک ملي کمېټه وايي په هند کې د تکواندو په څلورمه سيالۍ کې افغان تکواندو لوبغاړو ۲۸ بېلابېل مډالونه راوړل.

د المپيک ملي کمېتې د تکواندو ملي فدراسيون وايي دغه سیالۍ د روان ۱۳۸۹ کال د جوزا غبرګولي پر ۲۱مه په هند کې پيل شوې وې.
د تکواندو د ملي فدراسيون په یوه خبرپاڼه کې راغلي، په هند کې د تکواندو سیاليو ته درې افغان لوبډلې تللې وې، چې ۲۸ بېلابېل مډالننه يې هېواد ته راوړل.
په دغو سیاليو کې بېلابېلو افغان لوبډلو ګډون کړی و.
د المپيک ملي کمېټه وايي افغان لوبغاړي وتوانېدل، چې ۱۵ طلايي مډالونه، ۷ نقره يي او شپږ برونزي مډالونه ترلاسه کړي، چې په دې سره یې په لوبو کې لومړی مقام وګاټۀ.
په دغو سياليو کې شپږو هېوادونو ګډون درلود.
افغانستان په ۲۰۰۶ کال کې هم په هند کې د تيکواندو په لوبو کې لومړی مقام ګټلی و.
د افغانستان د المپيک کمېټه دا برياليتوب د خپل هيواد لپاره لوى وياړ بولي.
 په دي ورستيو كښي افغان لوبغاړي په بېلابېلو نړيوالو لوبو کې ښه ځلېدلي دي خو لوبيز شرايط يې لا هم هغسې نه دي چې پکار دي.
د غېږ نيولو او جودو په لوبو کې هم افغان لوبغاړو يو شمېر برياليتوبونه لرلي دي.