کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د خوبولي واکمن پاى

د خوبولي واکمن پاى


      وايي چي يو وخت په کابل کې داسې يو واکمن د واګ پر ګدى ناست و چې ټوله شپه او نيمه روځ به ويده و. دغه واکمن چې په خېټه او خوب مين و، د ځان په څېر مشاورين او وزيران درلودل چې د (ميم زور ما، ټول د ما) تر شعار لاندې په مزو چړچو بوخت وو او ځني خو لا په ټوله دنيا هم نه مړېدل.


      وايي چې په هغه وخت کې انګريزان په خپلو چوڼيو کې چې د پېښور په شا او خوا کې وې، ښه سمبال شوي وو او په دې تمه وو چې ژر به جلال اباد او کابل لاندي کړي او خپلي هغه سيمي به چې لمر هسي هم نه په کې ډوبېده، نوري هم پراخه کړي. اوس نو وګورى يوې خوا ته ويښ انګرېزان چې د يرغل له پاره يې شېبې شمارلې او بله خوا په کابل کې  داسې يو خوبولي واکمن چې ټوله شپه او نيمه روځ به ويده و او د خپلو غوړه مالانو په راپورونو به خوشاله و چې په ټول ملک کې کراره کراري ده او هيڅ مخالف باد نه الوزي!


      وايي چې يوه روځ خوبولي واکمن له خپلو يو درجنو مشاورينو څخه پوښتنه وکړه چې ختيځ لوري ته څه خبري دي او په تېره بيا يې د انګرېزانو تپوس وکړ چې چېرته دي او څه کوي؟ وايي يو درجن مشاورينو چې د واکمن په شهرناپرسان کې ښه پړسېدلي وو او په مزو بوخت وو، واکمن ته وويل چې خداى دې ستا سيورى زموږ او د دې ولس له سره نه کموي، داسې کراره کراري ده چې مرغۍ هم پر نه وهي او خلک ښه او روځ ستا د روغتيا، سلامتى او خوشالى له پاره دعاوي کوي او همدا نارې وهي چې عمر دي ډېر شه ټولواکه!


      وايي کله چې واکمن دا خوږې خبرې واورېدې، نو امر يې وکړ چې پسونه څملوى او کبابونه جوړ کړى!


       د راوي له قوله واکمن اونۍ وروسته بيا د ختيځ لوري پوښتنه وکړه، يو درجن مشاورينو او د پوځونو برېتورو ورته وويل چې د ظل الله په مُلک کې کراري ده؛ خو انګرېزان لږ په مخ را خوځېدلي او په چل ول يې تخته بېګ، کمکي خيبر، تورخم او ډکه نيولي دي؛ خو زموږ باتوره وروڼه په مېړانه جنګېږي او ژر به انګرېزان بېرته له پېښوره هاخوا په شا وتمبوي!


      وايي چې واکمن مسک شو او فکر يې وکړ چې له ډکې څخه کابل ته ډېره لاره ده؛ ځکه يې يو درجن مشاورينو ته امر وکړ چې کبابونه او شرابونه برابر کړي او مېله جوړه کړي چې د ډېر درانه کار ستړيا ليري کړي او زړونه ښاد وساتي!


      راوي وايي چې اونۍ وروسته واکمن ته خبر ورغى چې انګرېزان جلال اباد ته ننوتلي، چوڼۍ ورته سلامي شوي، په مُلک کې ګراني ډېره شوې او خلک خپه ښکاري. وايي چې واکمن بيا يو درجن مشاورين را وغوښتل او له دوى څخه يې د رښتيا- درواغو پوښتنه وکړه. يو درجن مشاورين به په داسې شېبو کې سمو ځوابونو ته پوره چمتو وو، د واکمن د خوشالولو له پاره په ملا کړوپ شول او وې ويل چې لويه مشره خلکو وويل او تا ومنل!! سل جلال اباده دې ستا تر يوه وېښته ځار شي، خداى دې ټول جلال اباد په اوبو ويسي، ته خو يوازي جلال اباد نه لرې، مزار او هرات او کندهار او خوست او غزني دي خداى لري!


      وايي چې خوبولى واکمن لږ خوشاله شو، مخ ته يې بيا وينه ورغله، يو درجن مشاورينو ته يې لاسونه وپړقول او امر يې وکړ چې هلى شراب او کباب او شباب! دنيا دوه روځې ده، هغه شېبې چې تېرېږي بير ته نه راګرځي!


      وايي چې يو درجن مشاورينو له خپلو غټو_غټو خېټو سره منډې کړې چې د واکمن دا حُکم، درباريانو ته ورسوي او ځانونه د شپې خمار ته چمتو کاندي!


      راوي وايي چې اونۍ وروسته واکمن بيا له خپلو يو درجن مشاورينو څخه د ختيځ لوري پوښتنه وکړه. مشاورينو لوى واکمن ته خبر ورکړ چې دا شين سترګي انګريزان د بلاوو په شان دي او په څه چل ول له جګدلک او چکړيو څخه را تېر شوي او د څرخي پله او خورد کابل په سيمو کي دېره دي؛ خو دوى واکمن ته ډاډ ورکړ چې دوى خپله ډګر ته وځي او انګريزان به داسې په شا وتمبوي چې بيا به په اټک او پنجاب کې هم تم نه شي او لاره به پې ورکه کړي!ۤ


      وايي کله چې خوبولي واکمن دا خبرې واورېدې، پوښتنه يې وکړه، چې څرخي پل او خورد کابل چېرته دي؟ يو درجن مشاورينو ځواب ورکړ چې ډېر ليرې دي صيبه! دومره ليرې چې د هيڅ تکړه ښکاري غشى نه شي ورسېدلاى او له دې ځايه په سترګو هم نه ښکاري!


      وايي چې واکمن بيا خوشاله شو، مخ ته يې وينه ورغله، لاسونه يې وپړقول او يو درجن مشاورينو ته يې وويل چې منډه کړى، شراب, کباب, شباب او رباب برابر کړى! جينکۍ راوغواړى چې وناڅي او د زړونو زنګ واخلي!!


      راوي وايي چې يو درجن مشاورينو وځغستل چې د واکمن احکام په ځاى کړي او د شرابو، کبابو، شباب او رباب غم وخوري او ځانونه د يوې ښايسته شپې تېرولو ته تيار کاندي!


      په هر صورت وايي چي بل سبا خوبولي واکمن له اته څلوېښت ساعته خمار، خوند او خوب څخه وروسته نوى راويښ شوى وو، که ګوري چې د ښار له ځينو برخو څخه لمبې او لوګي پورته کېږي او د ډزو غږونه راځي!


      راوي وايي چې خوبولي واکمن لومړى فکر وکړ چې ويده دى او خوب ويني؛ خو ژر پوه شو چې خلک د ارګ په منځ کې هم لور په لور ځغلي او تروره ښکاري.


      وايي چې واکمن کړکۍ ته ورغى چې د باندي وګوري، ناڅاپه د ده په سترګو توره شپه شوه او هغه انګريزان يې وليدل چې د ده د ماڼۍ په لور را روان وو!


      راوي وايي چې واکمن چيغې کړې او وې ويل چې هلى يو درجن مشاورين راوغواړئ؛ خو د حرم يوه ساتونکي ورته وويل چې يو درجن مشاورينو ستاسو په امر، د خزانې سره او سپين پورته کړي او د شپې تښتېدلي دي!!!


      وايي چې د واکمن سترګې تورې شوې، د تېښتې لاره يې بنده وليده او بېسده پريوت.


×××××


      دا تاريخي ډوله کيسه مې ځکه وليکله چې اوسنى واکمن پند ترې واخلي، د خپلو مشاورينو په خوږو خبرو خطا نه شي. شراب او کباب نشته؛ خو چې د مصلحتونو د ناکامه تګلارې په لومه او د څلور درجنه مشاورينو له لاسه د همغه خوبولي واکمن په سرنوشت اخته نه شي!؟؟.


کېداى شي چې دا تاريخي کيسه به سمه نه وي؛ خو رښتيا غوندي جوړه شوې ده!