کور / تازه خبرونه / د امريکا په څو ايالتونو کي اضطراري حالت اعلان سو

د امريکا په څو ايالتونو کي اضطراري حالت اعلان سو

د امريکا په شمال ختيځو ايالتونو کي د سختي واوري د اورېدو له کبله درې کسان مړه سوي دي.
چارواکي وايي له ١٩٢٣ کال راهيسي په دې هيواد کي دونه ډېره واوره نه وه سوې، چي له امله يې په زرونو الوتني دغو ايالتونو ته معطله سوي دي.
همدا راز په پلازمېنه واشنګټن کي هم درې هوايي ډګرونه د الوتکو پر مخ تړل سوي دي، او د واشنګټن، ورجنيا، ميريلنډ، نيوجرسي او نيويارک ايالتي حکومتونو اضطراري حالت اعلان کړئ دئ.
چارواکو د کرسميس پر رارسېدو سربېره له خلګو څخه غوښتنه کړې چي په خپلو کورونو کي پاته سي او همدا راز يې د ژغورني عملې ته د تيارسئ امر کړئ دئ.