کور / تازه خبرونه / د ناټو دوه عسکر وژل سوي دي

د ناټو دوه عسکر وژل سوي دي

د ناټو ځواکونو خبرپاڼه وايي په افغانستان کي يې د تازه تاوتريخوالي له کبله دوه عسکر وژل سوي دي.
په وژل سوو کي يو برتانوى عسکر دئ چي غالباً په هلمند ولايت کي پرون وژل سوئ دئ.
دوهم د پولنډ تبعه دئ په غزني ولايت کي د ماين د يوې چاودني له امله يې ژوند له لاسه ورکړئ دئ.