کور / تازه خبرونه / حامد کرزى: د بېسوادۍ سره د مبارزې وزارت جوړوم

حامد کرزى: د بېسوادۍ سره د مبارزې وزارت جوړوم

د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي نن په کابل کي د بلجيم له صدراعظم سره په کابل کي وکتل او وروسته يې په يوه خبري کنفرانس کي د کابينې په تشکيلاتو کي د يوه نوي وزارت د جوړېدو خبر ورکړ.
حامد کرزي د ژورناليستانو هغي پوښتني په جواب کي چي په نوې کابينه کي د ښځو ونډه لږ ده وويل: د بېسوادۍ سره د مبارزې وزارت به جوړ کړم، او د وزارت چاري به يې يوه ښځينه وزيره پر مخ بيايي.
ولسمشر کرزي دا نه وويل چي د معارف وزارت په موجوديت کي به د بېسوادۍ سره د مبارزې وزارت وظيفه څه وي، خو وايي مسئوليت ته به يې ښځينه وزيره معرفي کړي.
د يادوني وړ ده چي د افغاني مېرمنو ټولني د کرزي پر نوې کابينه باندي نيوکي کوي او وايي دوى ته ونډه نه ده پکښي ورکول سوې.