کور / سياسي / د کرزي کورنۍ له دښمنۍ څخه کړېږي

د کرزي کورنۍ له دښمنۍ څخه کړېږي

ليکنه: جيمز رايزن
ژباړه: م. عمر واحديار
منبع: نيويارک ټايمز
د خپرېدو نېټه: د ډسمبر ١٩-مه

د اکتوبر پر ١٦ – مه يو په بل پسې څلور کوچني موټران د حامد کرزي پلرني کلي کرز ته ننوتل او د هغه د اکا د زوى يارمحمد کرزي د کورمخته ودرېدل.
په وسلو سمبال کسانو له موټرانو څخه له کښته کېدو سره سم سړک هم بند کړ، دوى له نيژدې مسجد څخه راوتونکي خلګ راګرځوي او ټلېفونونه ځني اخلي، وروسته يې د يوه کور دروازه چي د حامد کرزي د کورنۍ غړي پکښي اوسېږي ور پوري وهله. يو تن چي سپين افغاني کالي يې اغوستي ول، د دوو وسله والو په بدرګه کور ته ورننوتئ او هلته د يارمحمد کرزي له دوو اولادونو سره مخامخ سو، چي يو يې اتلس کلن وحيد او بله د هغه ١٢ کلنه خور سونا وه، چي د خوب په خونه کي يې د ښوونځي کورنۍ کار ترسره کاوه.
نجلۍ وايي د دې په ياد دي چي يوه سپين کالي سړي توپنچه راوکښه او پر وحيد يې درې پرله پسې ډزې وکړې، دا وايي ما چيغي کړې: ((زما ورور مه وژنه! زما ورور مه وژنه!))
د وسله والو له تېښتي سره سم د کور له يوې بلي برخي د هغې د اکا زوى ٢٥ کلن ځلال کرزى په منډه راغئ، هغه وليدل چي وحيد په مړ ژواندي حالت کي کوږ- ووږ کېږي له خوني راووتئ.
ځلال: ((وحيده څه پېښه ده؟)).
وحيد: ((حشمت وويشتم)).
ځلال وايي وحيد تر دې خبري وروسته چيغي کړې.
وحيد کرزي همدغه خبري د امريکايي پوځيانو په روغتون کي تر مړيني دوې ورځي دمخه نورو دوستانو ته هم کړي دي.
څلوېښت کلن حشمت کرزى د حامد کرزي د اکا زوى او د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ خاوند دئ، چي له افغان حکومت سره ټينګي اړيکي لري او له امريکايانو سره د ميليونونو ډالرو په ارزښت قراردادونه کوي.
په کرز کي قتل، چي د قاتل هويت هم معلوم وي او هغه هم له يوه داسي ترخه حقيقت سره چي پخوا يې هم د افغانستان په دې مشهوره کورنۍ کي نښي ليدل سوي دي، ظاهراً يوه ډرامه ده. او دا د نه منلو هغه نکل دئ چي تر اوسه يې هيڅ ځاى خبر هم نه دئ خپور سوئ.
دې پېښي په افغانستان او امريکا کي د کرزيانو د کورنۍ ترمنځ يوه ترخه ترينګلتيا او خپګان رامنځته کړئ دئ. دوى پر يوه او بل باندي تورونه لګوي او پر حکومت هم انتقادونه کوي او خپل حق ځني غواړي.
د کرزيانو د کورنۍ ځيني غړي ګومان کوي چي دغه قتل له يارمحمد کرزي څخه د هغي زړې دښمنۍ غچ وو، چي ريښه يې دېرش کاله پخوا وختونو ته رسېږي، هغه مهال يارمحمد کرزي د حشمت کرزي پلار وژلى وو، خو حشمت دغه قتل نه مني او وايي د وحيد په مړينه کي د نشيي موادو د کاروباريانو لاس دئ.
هغه چي اوس له خپلي کورنۍ سره په دوبۍ کي اوسېږي په يوه ټلېفوني مرکه کي راته وويل هغوى سراى غلط کړئ دئ او هلک يې په تېروتنه کي وژلئ دئ. حشمت وايي ده هيڅ نه دي کړي.
د دې قتل په باب تر اوسه د افغان حکومت له خوا هيڅ څېړنه نه ده سوې او نه هم په مطبوعاتو کي کومه اشاره ورته سوې ده.
د ايف، بي، آى ادارې يوه مياشت دمخه له حشمت کرزي څخه په دې هکله پوښتني وکړې، خو دا نه ده معلومه چي امريکايان اوس هم دغه پېښه څېړي که يې شا ور وګرځوله، البته د ايف، بي، آى وياند په دې هکله د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.
د کورنۍ ځيني نور غړي بيا پر حکومت باندي نيوکه کوي او وايي حامد کرزي په دې اړه هيڅ ګام نه دئ اوچت کړئ.
همدا راز دوى د حامد کرزي نور وروڼه هم پړه ګڼي او وايي احمدولي کرزى چي د جنوب لوېديځ زون يو مقتدر سياسي مشر دئ، په دې هکله يې هيڅ حرکت نه دئ کړئ، چي دوستان سره کښېنوي او دغه موضوع هواره کړي، سره له دې چي ولسمشر هم په ټول جريان خبر دئ.
د مقتول ٦٢ کلن پلار يارمحمد کرزي په يوه ټلېفوني مرکه کي وويل: ((ما يوه ځايي چارواکي ته وويل، زه پر چا وژاړم، ايا په دې هکله د اوباما دروازه وټکوم؟))
د کرزي يو بل د اکا زوى ٤٠ کلن نور کرزى چي په ميريلنډ کي اوسېږي هم ورته نظر لري، هغه په مايوسانه انداز وويل: ((دوى د حشمت ساتنه کوي، هغه په کابل کي ناست دئ، له حکومت او امريکايانو څخه پيسې ټولوي، هيڅوک څه نسي ورته ويلاى، زموږ حکومت (امريکا) په ميليونونو ډالره ټکسونه زموږ څخه ټولوي او افغان حکومت ته يې ورکوي، خو افغان حکومت دغسي کارونه کوي.)).
د افغانستان د جمهوري رياست يوه وياند وويل ولسمشر له دې پېښي خبر دئ، خو دا يوه جينايي پېښه ده، ځکه مداخله نه پکښي کوي.
د شنبې په ورځ مو د احمدولي کرزي سره هم په دې هکله تماس ونيوئ، خو هغه له تبصرې څخه ډډه وکړه. بلي خواته په کابل کي د امريکا سفارت هم له نظر ورکولو څخه ځان تېرکړ.
د قتل دغه پېښه چي څوک هرڅونه څېړي هومره يې زړه دردېږي، د کورنۍ نيژدې يو درځن غړي په ټلېفوني مرکو کي له يارمحمد سره موافق دي. همدا راز يارمحمد کرزى، سونا کرزۍ او ځلال کرزى چي د پېښي عيني شاهدان دي هم د دې قتل په باب اسناد جوړوي.
د کرزيانو کورنۍ وايي يارمحمد کرزي د ډنډ ولسوالۍ له پوليسو سره په دوسيه کي حشمت کرزى د قاتل په توګه ثبت کړئ دئ، همدا راز د هلک د مړيني سرټيفيکيټ هم دا تائېدوي چي هغه په وسله ويشتل سوئ او وروسته يې له هغو زخمونو څخه ساه ورکړې ده.
د کورنۍ نور غړي وايي دوى د حقيقت له ويلو څخه بېرېږي، يوازي د هويت د پټ ساتلو په شرط خبرو ته حاضر دي، چي د کرز له مسجد څخه درو کسانو همداسي وکړل. دوى درو سرو وويل چي ټکان يې واورېدل او يوه يې د سپينو جامو سړى پېژندلى و، چي حشمت کرزى دئ او تر ډزو وروسته د يارمحمد له کوره راووتئ.
د وحيد کرزي قتل د اګست تر هغو انتخاباتو وروسته رامنځته کېږي، چي له امله يې حامد کرزى له پراخو درغليو سره – سره ولسمشر اعلان سو.
د حامدکرزي د کورنۍ د ځينو غړو کړني د افغانانو او امريکايي حکومت تر انتقادونو لاندي دي، مثلاً احمدولي کرزى د نشيي موادو په کاروبار تورن دئ او د هغه بل ورور محمود کرزى بيا د کورنۍ له نامه څخه په خپلو تجارتي اړيکو کي کار اخلي.
د دوى ځيني دوستان وايي د قتل دښمني د ولسمشر په کورنۍ کي د هغه دپاره د شرم ځاى دئ.
د کورنۍ غړي وايي د دې دښمنۍ ريښي هغه وخت ته رسېږي، چي يارمحمد (د وحيد پلار) پنځه کلن وو، هغه وخت د يارمحمد پلار د هغه او د کرزي د يوه بل اکا د لور ترمنځ نکاح تړلې وه، خو نجلۍ چي غټه سوه، تعليم يې وکړ، کرز يې پرېښاوه، په يوه ښوونځي کي معلمه سوه، وروسته يې له يوه بل چا سره واده وکئ چي اوس هم په امريکا کي اوسېږي.
دوستان وايي يارمحمد کرزى په دې کار ډېر غمجن او په قار سو او په هغو هلو ځلو کي هم ناکامه سو، چي د ولور په ورکولو سره د نجلۍ کورنۍ راضي کړي. نو وروسته يې په دې خاطر چي د نجلۍ کورنۍ ته سزا ورکړي، د نجلۍ ورور خليل الله کرزى (د حشمت کرزي پلار) يې په ١٩٨٢ يا ١٩٨٣ کال د پاکستان په کوټه کي وواژه.
په ټلېفوني مرکه کي يارمحمد د خليل کرزي پر قتل له اقرار کولو څخه ځان تېرکړ.
له هغه سره هيڅکله د دې قتل په هکله حساب ونه سو، خو په ١٩٩٧ يا ١٩٩٨ کال حشمت کرزي يارمحمد کرزى طالبانو ته په لاس ورکړ، خو دا چي قتل په پاکستان کي سوئ وو، نو ځکه طالبانو هم بيرته يارمحمد کرزى خوشي کړ او دواړه کوټي ته ولاړل، چي بيا د کورنۍ نورو غړو پر حشمت فشار واچاوه، چي دښمني هېره کړي او له يارمحمد سره سوله وکړي.
خو يارمحمد کرزى وايي دى پوهېدئ چي د دې جوړي له کبله نه حشمت او نه ده پخوانۍ دښمني هېره کړې وه.
حشمت کرزى وايي: ((هغه زما پلار راوواژه، ما ونيوئ پاکستان ته مي راوستئ، وروسته مي وبخښئ، سره له دې چي د اسلامي شريعت له مخي ما حق درلودئ چي هغه ووژنم، خو ما بخښنه تر قتل غوره وبلل)).
د خليل کرزي تر قتل وروسته د هغه کورنۍ امريکا ته کډه سوه، او په ميريلنډ کي يې واړول. د خليل مشر زوى حشمت امريکايي تابعيت ترلاسه کړ او تر ٢٠٠٧ کال پوري يې په ويرجنيا کي د ټيوټا په يوه ډيلرشيپ کي کار کاوه.
حشمت کرزى هغه وخت بيرته افغانستان ته راستون سو، چي کشر ورور يې ٣٦ کلن حکمت کرزى کابل ته راغئ او هلته يې د Center for Conflict and Peace Studies يوه څېړنيزه اداره جوړه کړه، چي د حامد کرزي د حکومت سره مرسته کوي. د سپټمبر تر ١١ مي دمخه حکمت زدکوونکى وو او په واشنګټن کي يې په يوه ځايي رسټورانټ کي کار کاوه.
پر افغانستان د امريکا تر يرغل وروسته هغه په واشنګټن کي د يوه سياسي مامور په حيث په افغان سفارت کي کار پيل کړ، په ٢٠٠٦ کال هغه کابل ته وخوځېدئ، چي هلته د څېړني مرکز خلاص کړي.
د کرزيانو د کورنۍ ډېر غړي وايي حکمت کرزى د حامد کرزي غير رسمي مشاور دئ، دوى وايي په حکومت کي د هغه نفوذ له حشمت کرزي سره مرسته وکړه چي کابل ته ورستون سي.
کابل ته تر تګ لږ وروسته حشمت کرزي د Asia Security Group, په نامه يوه شخصي امنيتي کمپنۍ جوړه کړه، چي له ٥٠٠ څخه تر ٦٠٠ پوري پوليس لري.
د امريکايي پوځيانو يوه وياند Col. Wayne M. Shanks راته وويل، په نيژدې مياشتو کي آسيا امنيتي شرکت له امريکايانو سره د شپاړس اعشاريه دوه ميليونه ډالرو په ارزښت قرارداد لاسليک کړ، چي په افغانستان کي د څو امريکايي مرکزونو امنيت وساتي.
د آسيا شرکت د ويبسايټ د معلوماتو له مخي دوى په افغانستان کي څو نور غټ امريکايي مشتريان هم لري چي DynCorp International پکښي شامل دئ.
د دوى ويبپاڼه وايي آسيا امنيتي شرکت په امنيتي چارو کي مشورې هم ورکوي.
سږکال حشمت کرزي په کرز کي د يارمحمد کرزي له کور سره د يوه غټ تعمير د جوړولو کار شروع کړى و.
د ميريلنډ څخه د دوى يو بل د اکا زوى محمدکرزى وايي که هغه (حشمت) يارمحمد کرزى وژلى واى، موږ پوهېدلو، نو ځکه حشمت د هغه ١٨ کلن زوى وواژه، په داسي حال کي چي هغه بېچاره په دې دښمني کي هيڅ لاس نه درلودئ.
حشمت کرزى هم دا مني چي وحيد بېګناه وو، خو هغه وايي دا قتل ده نه، بلکي د مخدره موادو کاروباريانو کړى دئ، هغه وايي يارمحمد کرزى او د هغه بل ورور د نشيي موادو کاروبار کوي، خو يارمحمد دا تور ردوي.
حشمت کرزى وايي د هغه ورور په کاروبار کي درغلي کړي وه، هغوى د هغه د زوى د وژلو نيت درلودئ، خو په تېروتنه کي يې وحيد کرزى وواژه.
حشمت وايي ده حامد کرزي او احمدولي کرزي ته وويل چي په دې قتل کي لاس نه لري. هغه زياتوي ((زه به ولي هلته يو څوک وژنم، چيري زه خپل ځانته نوى کور جوړوم؟ دا به ډېر احمقانه کار وي)).
د کرز کلى د کندهار له ښار څخه نيژدې درې ميله ليري دئ، چيري چي د حامد کرزي ورور احمدولي کرزى خورا ډېر واک لري.
خو د يارمحمد کرزي او د هغه د کورنۍ په وينا د وحيد تر قتل وروسته د کندهار ادارې په حيرانوونکې توګه ځان بې وسه ورته ښودلى دئ.
يارمحمد وايي د وحيد تر زخمي کېدو وروسته يې د پوليسو نيژدې پوستې ته زنګ وواهه، خو هيچا جواب ورنکئ، بيا يې څو واره هڅه وکړه خو جواب نه ورکول کېدئ، دى وايي د وسله والو کاروان د دوى کور ته راغئ، نفر يې وويشتئ بيرته په داسي حال کي ولاړئ چي د کرز د سړک پوليسو د موټر د درولو هڅه هم ونکړه.
ځلال کرزى وايي دى ډېر عصبي سو، له دې امله چي مرسته ترلاسه کړي، په کابل کي يې خپل يوه ملګري ته چي له حامد کرزي سره کار کوي زنګ وواهه، چي هغه د احمدولي کرزي شخصي نمبر ورکړ، وروسته د احمدولي د دفتر يوه کس احمدولي ته خبر ورکړ، لږ وروسته په شپه کي څو حکومتي پوليس د پيښي ځاى ته راغلل، د توپنچې تولۍ يې ورسره يووړې او بيا له هغه راهيسي نه دي راغلي.
محمد او نور کرزى چي دواړه په ميريلنډ کي اوسېږي، وايي لږ تر لږه د حامد کرزي درو وروڼو احمدولي، محمود او قيوم کرزي خو به د کورنۍ غړي دونه تشويقولاى چي دغه ستونزه يې بېله د پوليسو له مداخلې هواره کړې واى.
د کورنۍ يوه بل غړي د نوم نه ښودلو په شرط له امريکا څخه وويل: ((زما مور هره ورځ له قيوم کرزي سره خبري کوي، او ورته وايي تاسي ولي چوپ ياست او ولي دا ستونزه نه حلوئ؟)).
يارمحمد وايي احمدولي کرزى د وحيد تر مرګ وروسته د دوى کور ته راغئ، چي په غم کي ځان ورسره شريک کړي، خو هيڅ يې دا پوښتنه ونکړه چي څه پېښه سوه او وحيد چا ووژاه؟ وروسته چي د کورنۍ يوه غړي له هغه څخه وپوښتل، احمد ولي ورته وويل :((ته خپله پوهېږې چي هغه چا وواژه، ولي يې خامخا په ما وايې؟))
د کورنۍ ځيني غړي بېخي ډېر امريکايي طبيعته سوي دي، هغوى د افغانستان دودونه نسي زغملاى او د دې پېښي په اړه يې د امريکا حکومت ته شکايت کړئ دئ.
محمد کرزى وايي هغه تر قتل وروسته له ايف، بي، آى سره تماس ونيوئ، چي وروسته حشمت کرزي په ټلېفون کي ګيله ځني وکړه، او ويل يې د ايف، بي، اى يوه ايجنټ تحقيق ځني کړئ وو.
حکمت کرزي هم د ايف، بي، آى پوليسو ته ويلي چي د ده ورور د وحيد په وژلو کي لاس نه لري.
دې قتل د وحيد کورنۍ کورنۍ سخته بېرولې ده، په ځانګړې توګه د وحيد خور سونا له دې حالته ډېره متاثره ده، هغې له کرز څخه په ټلېفون کي راته وويل: ((زه اوس د بېري يوازي نه سم بيدېدلاى، له مور او پلار سره په يوه خونه کي بيدېږم)).