کور / شعر / غزل

غزل

درون مي ټول پرهار پرهاردئ تاته څنګه اېسي
نصیب مي ښه ګڼې که خواردئ تاته څنګه اېسي

دتجسس نظر (بازي) خیالوته ډېرڅغلوې
هغوۍ ته جوړدظلم داردئ تاته څنګه اېسي

داچي په سترګوننوځي په بادونو پایي
دامودپښوګرداوغباردئ تاته څنګه اېسي

چي یاردي ولاړسي،ماښام راسي،تاته سترګي وهي
دسپینوستورو دغه کاردئ تاته څنګه اېسي

ځیني یې توند یادوي، ځیني یې نورسی ګلاب
هارون بیاهم دډېرو یاردئ تاته څنګه اېسي