کور / تازه خبرونه / ولسي جرګې پنځه وزيران ورغوښتي دي

ولسي جرګې پنځه وزيران ورغوښتي دي

د افغانستان ولسي جرګې نن د دوشنپې په ورځ د حامدکرزي د کابينې څخه پنځه وزيران ورغوښتي چي پلانونه يې واوري او پروګرامونه ورته تشريح کړي.
ولسي جرګې پنځه وزيران، د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ، د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر، د ماليې وزير عمر زاخېلوال، د معارف وزير فاروق وردګ او عدليې وزير سرور دانش جرګې ته غوښتي دي.دوى ټول اوس هم پر دغو دندو کار کوي.
ولسي جرګه وايي هره ورځ به پنځه وزيران ورغواړي له پلانونو به يې ځان خبروي او په پاى کي به ټولو ته د اعتماد او نه اعتماد رايه پر يوه ځاى ورکړي.