کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د دوه ګونې تابعت لرونكو وزيرانو په وړاندې د ولسي جرګې دريځ ته په اشارې په غټو ټكو سره ليكلي، چې د دوه ګونې تابعت لرونكې وزيران به د تثبيت په صورت كې بې له ځنډه بې واكه كيږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د دوه تابعته وزيرانو مسئله راخستې او ولسي جرګې ته يى سپارښتنه كړې، چې بايد دوى ته د باور راى د وركولو ټولې لارې وتړي.
په ورځپاڼه كې طالبانو ته د ځينو امريكايي كمپنيو لخوا د پيسو د وركولو په اړه د كانګرس د يو پلاوي انتقاد هم راخستل شوې او ليكل شوي، چې له طالبانو سره مرسته په افغانستان كې د جنګ تنور لا تودوي.
په ورځپاڼه كې په پاكستان كې وروستيو سياسي لانجو ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د امريكا دا انديښنه راخستل شوې، چې ممكن دا بحران د طالبانو په خلاف د پاكستاني پوځ روان عمليات اغيزمن كړي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په ولسي جرګه كې د نوماندو وزيرانو د پروګرامونو او پلانونو د اوريدلو د بهير پيل ته په اشارې له نوى كابينې څخه د خلكو غوښتنې څيړلي او ليكلي، چې هر وزير بايد پخپلو پروګرامونو كې د هيواد او خلكو ملي ګټې په پام كې وساتي.
ورځپاڼې په يو بل ځاى كې د نوى كابينې په وړاندې شتو ستونزو او هغو مسايلو ته اشاره كړې، چې د نوى كابينې په كاري لومړيتوبونو كې بايد ځاى ولري.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په عملياتو كې د همغږۍ په اړتيا هم ټينګار شوې، څو له يوى خوا د عامه خلكو د مرګ ژوبلې مخنيوې وشي او بل لور ته هدف ترلاسه شي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې نن د نوى كابينې پنځه نومانده وزيران د خپلو پلانونو د تشريح كولو لپاره د ولسي جرګې غونډې ته ورځي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په ولسي جرګه كې د نوماندو وزيرانو لخوا د خپلو پروګرامونو د تشريح كولو بهير تر پوښتنې لاندې راوستلې او ليكلي، چې كله، چې دا بهير د وزيرانو برخه ليك نه ټاكي نو دا هسې د وخت ضايع كول دي.
په ورځپاڼه كې په اداري فساد كې د كابينې د غړو او جګپوړو چارواكو د ښكيلتيا په اړه په يو مطلب كې د لوى څارنوال د مرستيال په حواله ليكل شوي، چې د دولتي چارواكو په اړه يى وروستۍ څرګندونې ريښتينې وې.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې بيا د نوى افغان كابينې د اعلان په اړه راڅرګند شوي غبرګونونه څيړلي و ليكلي، چې پداسې حال كې، چې په نړيواله كچه له دې كابينې ملاتړ شوې خو ځينې كورنى كړۍ مخكې له دې، چې د كابينې كاري وړتيا په پام كې وساتي ناسم قضاوت كوي.
خو اصلاح بيا د نوى كابينې په وړاندې شته ستونزې څيړلي او ولسي جرګې ته يى سپارښتنه كړې، چې ددغو ستونزو په هواري كې اوږه وركړي.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ كې د نوى كابينې په اړه راپورته شوي غبرګونونه راخستي او پدې ترڅ كې د ښځو دا ګيله خپره كړې، چې په كابينه كې ورته لږه ونډه وركړاى شوې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د كابينې په تركيب، چې د ورځپاڼې په وينا د كار كولو وړ نده بحث كړې او ليكلي، چې دا كابينه پر افغان ولسمشر باندې د څو اړخيزو فشارونو په پايله كې جوړه شوې.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د مليشو د جوړولو لپاره ځينو هڅو ته هم اشاره شوې او هغه يى په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت لپاره يوه ناكامه او زيان اړوونكې هڅه بللې ده.