کور / تازه خبرونه / د ايران ستر ديني مشر ايةالله منتظرى و مر

د ايران ستر ديني مشر ايةالله منتظرى و مر

د ايران رسمي خبري اژانس (ارنا) د خبر له مخي ديران د اسلامي انقلاب يو مخكښ او ديني ستر مشر اية الله علي حسين منتظري د ( 87) كالو په عمر نن ديكشنبي په ورځ ومړ.
دغه خبر د منتظري يو لمي ناصر منتظري تايد كړي هغه ويلي چي نيكه يي نن سهار په خزب ويده مړ شوي.
منتظري په ايران كي د شيعه مذهب د ديني عالمانو تر منځ د لوړ ځاي د درلودو سره سره د شيعه مذهب منبع ( مرجع) بلل كيده .
ښاغلې منتظري د ايران د اسلامي انقلاب يو تر ټولو مخكښ مشر وو اود امام خميني نه روسته د ډيرو په ګمان به د ايران د اسلامي انقلاب لارښود شوي وي خو د امام خميني د ژوند په روستيو وختونو كي د دواړو د اختلاف له امله منتظري دغه لوړ پوړي چوكي د لاسه وركړه .
ښاغلي منتظري اصلاح پلوي وو او د ايران سياسي نظام يي غنده او په ايران كي د سياسي اصلاح غوښتونكي وو .
په 1997 كال منتظري د ايران حكومت باندي پراخه نيوكي وګړي چي په ايران كي په بشري خقوقو باندي تيري كول او دحكومت سياسي مخالفينو سره بد چلند او شخصي ازادي باندي تيرى كول دغو نيوكو د ايران حكومت دي ته اړ كه چي منتظرى ايرانيانو ته مقدس ښار قم كي په خپل كور كي نظربند كړي .
منتظري 5 كاله نظربند وو ان د ا چي د ايران په رسمي رسنيو كي د منتظرى نوم سره د هغه لقب ( اية الله العظمى ) نه اخيستل كيده .
ښاغلي منتظرى روستي ټول ټاكني د درغليونه ډكي بللي هغه د بيا ټاكنو غوښتنه كوله همداشان يي د ټاكنو په ضد د لاريونونو تايد كاوو او د احمدى نجاد بيا ټاكل يي غندل .
هغه ويل د ولس غوښتنو ته شاكول حرام دي هغه په روستو كي اصلاخ پلو ته په يو ناسته كي وويل زه وايم چي بايد د هر انسان احترام وشي كه تو ر كه سپين دي مومن دي كه نه مسلمان دي كه نه .