کور / تازه خبرونه / د بېنظيري دمرګ په تور 15 کلن هلک نيول سوی

د بېنظيري دمرګ په تور 15 کلن هلک نيول سوی

دېره اسمعيل خان – شمالي پښتونخوا


پاکستاني امنيتي کسانو د جمعې په ورځ يو پنځلس کلن تنکی ځوان د بېنظير بوټو د وژلو په تور  نيولی دی .


د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وياند جاويد اقبال له دې پېښي څخه بې خبري وښوده ، لراوبر ويبپاڼي ته د رارسيدلو معلوماتو له مخي د  اعتزاز شا  په نوم يو پنځلس کلن تنکی زلمی دجمعې په ورځ د دېره اسمعليل خان د سيمي د تحصيل مانسېره له سبزي منډی څخه د پاکستاني پوليسو له خوا ونيول پوليسو هغه پر بېنظير بوټو باندي د بريدکوونکي پنځلس کسيزي ډلي غړیتوب تور لګولی دی .پوليس وايي چي د همدې سيمي د کنګل کوټ کلي اوسيدونکی دی .


له بلي خوا د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وياند جاويد اقبال ويلي دي چي د بېنظير بوټو د وژني ددوسيې په پلټنو کي تر اوسه پرمختګ نه دی سوی .