کور / تازه خبرونه / سوات: دخوازه خيلو له سيمي شپږ تنه نيول سوي

سوات: دخوازه خيلو له سيمي شپږ تنه نيول سوي

پاکستاني امنيتي چارواکو په سوات کي د شپږو شکمنو کسانو د نيول کېدو خبر ورکړی دی . لراوبر ته د رارسيدلو معلوماتو له مخي دا کسان د سوات د خوازه خيلو ( خوږه خېله ) له سيمي څخه نيول سوي دی ، پاکستانيانو دا نه دي ويلي چي دغه شپږ کسان يې د جګړې پر مهال يا له وسلو سره نيولي که څنګه ، دوی تر اوسه يوازي دومره وايي چي شکمن کسان يې نيولي دي .


له بلي خوا نن په سوات کي د سهار له شپږو بجو د ماښام تر 7 بجو  په ګرځبنديز ( کرفی ) کي نرمښت راوستل سوی دی .


لراوبر ته راغلو خبرونو کي راغلي چي د سهيلي وزيرستان د لدها له سيمي څخه سخت دريځو د پاکستاني پوځيانو پر يوه مرکز بريد کړئ دی ، پاکستانی پوځ وايي چي په دې بريد کي ددوی سرتيرو ته زيان نه دی رسيدلئ .