کور / شعر / دبېلتون پهانسي

دبېلتون پهانسي


بېلتون راکړه پهانسي په محکمه د محبت کې


نه عدل نه انصاف وه د ګلرخو عدالت کې 


بېلتون رسۍ په غاړه يم ولاړ په سر د دار


فرياد مې ځکه خېژي له ګوګله نن بې وار


په نوم د وفا وسوم د جفا په سور انګار


د مينې په نوم ډوب شومه په بحر د نفرت کې


نه عدل نه انصاف وه د ګلرخو عدالت کې 


دوه سترګې را ښکاره که درنګ ساعت ته يم روان


مېلمه د څو لحظو دې يم په در کې په ګريان


هجران دې لا پخوا راته کيندلی ګورستان


تنقيد کول ګناه ده ياره ستا په قضاوت کې


نه عدل نه انصاف وه د ګلرخو عدالت کې 


راځه ياره لحد کې مې نن وپوښته حالونه


هرګز د حساب ندي په زړه جوړ سوي داغونه


لوګی به دې کړي ياره پام چې ور نه ړوې لاسونه


ژړېږمه به رب ته ستا له لاسه په قيامت کې


نه عدل نه انصاف وه د ګلرخو عدالت کې 


ف – ث غريب توبه باسي په ټول عمر له مينې


د اوښکو په ځای درومي ېې په مخ د زړګي وينې


اشنا ته په کتو ېې کړلې دواړه سترګې سپينې


ژوندون ېې ټول برباد کړلو د وخت په بغاوت کې


نه عدل نه انصاف وه د ګلرخو عدالت کې