کور / تازه خبرونه / طالبان: د پکتيا حملې موږ کړي دي

طالبان: د پکتيا حملې موږ کړي دي

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پکتيا ولايت پرمرکز ګردېز باندي د ځانمرګو بريدکوونکو د حملې پخلى وکړ او وايي د يوه قومندان په مشرۍ اته کسه بريدکوونکي د ګردېز ښار ته ننوتلي دي.
نوموړي وويل دغو بريدکوونکو د بهرنيو او افغان پوځيانو پر يوه مرکز حمله کړې، چي تر دې مهاله يې ٢٥ افغان او بهرني عسکر وژلي دي.
د طالب وياند د دې ادعا په اړه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يا د پکتيا چارواکو تر اوسه غبرګون نه دئ ښودلئ.
د دې پېښي نور جزيات وروسته پر ليکه کېږي.