کور / تازه خبرونه / میدان وردګ : د نرخ ولسوال دیو بمي بریده ژغورل شوئ دئ

میدان وردګ : د نرخ ولسوال دیو بمي بریده ژغورل شوئ دئ

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوال دیو بمي بریده وژغورل شوو د لیندۍ دمیاشتې په ۳۰ مه دسهار په ۹ بجو دمیدان وردګ ولایت دنرخ ولسوالۍ ولسوال محمد حنیف حنفي په داسې حال کې چې د ولایت نه ولسوالۍ په لور روان وو په لاره کې یې پرموټر باندې دریموټ کنټرول بم انفجار وکړو چې خپله ولسوال او ورسره کسانو ته کومه زیان نه دی رسیدلې.

د نرخ ولسوال محمد حنیف حنفي په وینا سهار ۹ بجې مهال د ولایت نه د ولسوالۍ په لور روان ووم چې فولاد خان په سیمه کې مې پرموټر دریموټ کنټرول بمونو انفجار وکړو چې له نیکمرغه ما اویاهم زما ملګرو ته کوم زیان نه دی رسیدلي خو دموټر مخکینۍ برخې ته خساره اوښتې ده .

د میدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي د هېواد دسولې او ثبات دښمنانو دغه کرغیړن عمل غندي او اړونده چارو مسولینو ته لارښوونه کوي چې دهېواد دښمنانو د داډول ناوړه بریدونو داغیزې لاندې رانشي، اوخپلو ولسونو ته دبیارغاونې ، امنیت او ښې چارواکۍ په اړه موثر خدمتونو وړاندې کړي، ستاسو د دغو سترو قربانیو او سرښندونو له امله، لرې نه ده چې په هېواد کې به یوه ورځ دسراسري سولې څښتنان شوو.