کور / تازه خبرونه / کندهار : باختر بانک خپله څانګه پرانستل

کندهار : باختر بانک خپله څانګه پرانستل

په کندهارکې ديوه خصوصي بانک دپرانيستې پرمهال دکندهارچارواکوخبروکړچې دسيمي په اقتصادي حالت کې دپام وړبدلون رامنځ ته شوى اوزيات خصوصي بانکونه لېواله دي چې خپلي څانګې په کندهارکې پرانيزي .

په کندهارکې دافغان نړيوال بانک ،عزيزي بانک،کابل بانک ،افغان يونايټډبانک اوميوندبانک څخه وروسته باختربانک شپږم خصوصي بانک دى چې په کندهارکې خپله څانګه پرانيزي .

په کندهارکې ملي پانګه وال اودولتي چارواکې وايې چې نږدې اووياسلنه تجارتي چاري اوس له بانکې لاري څخه ترسره کيږي ، اوپه وينايې چې دګاونډيوهيوادونوپه پرتله افغانستان دامهال په بانکدارۍ کې زيات مخکښ دى .
په کندهارکې دشپږم خصوصي بانک باختردڅانکې دپرانيستې په مراسموکې دکندهارداجرائيه لوى ريس حاجي محمدآنس وويل چې ددغوبانکوشتون دسيمي په اقتصادي حالت کې دپام وړرول لرلي اود تجارتي راکړو ورکړوپه ګډون يې په يوشمېرنوروبرخوکې ځانګړي اسانتياوي رامنځ ته کړي .

نوموړي زياته کړل چې دپوليسو او اوردوپه ګډون دښوونکومعاشات هم دخصوصي بانکونوله لاري اجراکيږي .
ملي پانګه وال حاجي عتيق وايې چې دامهال په کندهارکې نږدې اوياسلنه راکړي ورکړي له بانکې حسابونوڅخه ترسره کيږي .

دنوموړي په خبره چې په تجارتي چاروکې د(کرنسيو)پروخپل وخت لېږدېدل اوځيني نورسهولتونه دخصوصي بانکونوله ځانګړتياوڅخه بلل کيږي .

ده وويل چې دافغانستان دبانکدارۍ سيستم دګاونډيوهيوادونوپه پرتله زيات مخکښه دى اولاهم د ودې په حال کې دى .

داچې په نړيواله کچه دافغانستان خصوصي بانکونه څومره اعتبارلري په اړه يې ښاغلي حاجي عتيق وايي چي په کندهارکې دپښتني اوملي بانک سره -سره چې دولتي بانکونه دي ،افغان نړيوال بانک ،عزيزي بانک،کابل بانک ،افغان يونايټډبانک ، ميوندبانک اوباختربانک شپږم خصوصي بانک دئ چې فعاليت لري .