کور / راپور / توريالی : د دولتي مامورينو کاري وړتيا ټيټه ده

توريالی : د دولتي مامورينو کاري وړتيا ټيټه ده

دکندهاروالي وايې چې په دولتي اداروکې داړتياپربنسټ يوشمېرداسي مامورين شتون لري چې دکاري وړتيايې ټيټه ده .
نوموړي پريوشمېرنړيوالواداروهم نيوکه وکړل چې دلوړو امتيازاتوپه بدل کې دولتي متخصيص مامورين په خپلوچاروکې په دنده ګماري .
دغه رازپه دولتي اداروکې داداري فساپه اړه دکندهاروالي دپړې ګوته ترډيره نړيوالوته ونيول په وينايې چې دسيمي زيات قراردادونه اومهمې پروژې له بهرنيانوسره دي اوهغوى واداري فسادته زياته زمينه برابره کړېده .
رپوټ پوره يوکال مخکې پوهنوال توريالى ويسادکندهاردوالي په توګه دمخکني والي رحمت الله رووفي پرځاى په دنده وګمارل شو.
نوموړي چې په ننۍ خبري ناسته کې دخپل يوه کلن ماموريت دلاس ته راوړنواوپه وړاندې يې دپرتو ستونزوپه اړه خبري کولې، دکندهارښوونې اوروزنې په ګډون دامنيت ،برېښنا،روغتيا،اقتصاد،کرنې اوبيارغاونې په اړه بشپړه څرګنده ونې وکړې .
ښونه اوروزنه ،امنيت اوبرېښناهغه مهمې سکتوري برخې وې چې دکندهاروالي پرې دخپل يوه کلن ماموريت پرمهال دزياتې پاملرنې خبره وکړل .
په امنيتي برخه کې نوموړي زياته کړل چې دامهال دکندهارامنيتي ساحه پراخه شوې اوپه ټولېزډول امنيت دپخواپه پرتله په کندهارکې دډاډ وړدى .
خو دسړک دغاړي ماينونه يې ترټولوجدي امنيتي ننګونه وبلل .

په دولتي اداروکې داداري فساپه اړه دکندهاروالي دپړې ګوته ترډيره نړيوالوته ونيول .
نوموړي زياته کړل چې زيات قراردادونه اومهمې پروژې له بهرنيانوسره دي اوهغوى واداري فسادته زياته زمينه برابره کړېده .

دکندهاروالي وويل چې په دولتي اداروکې داړتياپربنسټ يوشمېرداسي مامورين په دنده ګمارل شوي چې کاري وړتيايې ټيټه ده .
نوموړي پريوشمېرنړيوالواداروهم نيوکه وکړل چې دلوړو امتيازاتوپه بدل کې دولتي متخصيص مامورين په خپلوچاروکې په دنده ګماري .
دکندهاروالي پوهنوال توريالي وويل چې پرداسي يوه پلان کارکوي چې له مخې يې دسيمي هغه متخصيص اشخاص چې په بهرکې مېشت دي په کندهارکې دندې اجراکولوته وهڅوي .

په کندهارکې دبرېښناپه اړه دکندهاروالي وويل چې په نسبي ډول يې پدې برخه کې هم کارکړى خوداساسي ستونزه دحل لپاره يې دخپلونويوپروګرامونودپلي کولوخبرورکړ.

نوموړي زياته کړل چې دکجکي دبرېښنادپروژې دوه توربينونه فعاليت لري چې دېرش ميګاواټه برېښناتوليده وي
په وينايې چې له دغې برېښناڅخه يوازې لس ميګاواټه کندهارته ورکول کيږي اونورنوداړتيادپوره کېدوترکچې دکندهاربرېښناله ډيزلي ماشينونوڅخه تمويلېږي .

دښاغلي ويساپه خبره چې دکندهارښاردبرېښنادلېږدمزي هم له کاره لوېدلي اوڅلوېښت سلنه ضايعات لري .
نوموړي زياته کړل چې دستونزي داساسي حل لپاره دبرېښنادمزوپريوه نوي ډول باندې کارکوي اوپه خواکې به يې ددغې ستونزي دحل لپاره يوشمېرنوري چاري هم ترسره کړي .

دبيارغاونې په اړه ،په تيريوه کال کې د١٢ ښوونځيولپاره نوي ودانۍ ،ددوه زره ښونکولپاره دسرپناځمکې ،دروغتيايې مرکزونو١٢ ودانۍ،د١٢ کيلوميتره په واټن ښاري سړکان روغول اويوسلواتياکليوالي پروژې عملي کول،دوه کتابونه چاپول له خپلومهمولاس ته راوړنوڅخه يادې کړې .

دکندهاروالي وويل چې دکندهارښارلپاره يې دنږدې اتياکيلوميتره په واټن دجنوبي اوشمالي باى پاسونوجوړول اودکندهارلپاره ځيني نوري مهمې پروژې منظورکړي چې عملي چاري به يې ژرپيل شي .