کور / تازه خبرونه / په کندهارکې يوروغتيايې کلينک ګټې اخيستنې ته وسپارل سو

په کندهارکې يوروغتيايې کلينک ګټې اخيستنې ته وسپارل سو

دکندهارښاردلوى بالاکرزپه سيمه کې د دېرشوزروڅخه دزياتوناروغانوددرملنې لپاره يوبشپړه روغتيايې مرکزګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
پردغه روغتيايې مرکزيوسلوپنځوس زره امريکايې ډالره مالي لګښت راغلى چې دودانۍ ځمکه يې دځايې خلګوله لوري په وړتياډول ورکړل شوې .
دکندهاردعامي روغتياريس ډاکترعبدالقيوم پخلاددغه روغتيايې مرکزدپرانيستې پرمهال خبريالانوته وويل چې پدغه روغتيايې مرکزکې دموراوماشوم په ګډون دساري ناروغيو،واکسين ،داخله ،غاښواوځينونوروناروغيودرملنه کيږي .
دښاغلي پخلاپه خبره چې ددغه روغتيايې مرکزپه جوړېدوسره په درست کندهارکې دروغتيايې مرکزونوشمېر٥٣ ته ورسېد.
دکندهاردعامي روغتياچارواکې وايې چې تردامهال په کندهارکې درې روغتيايې مرکزونه سوځول شوې چې په ډنډ،ارغنداب اودامان والسواليوکې يې موقيعت درلود.
دعامي روغتياريس زياته کړل چې روغتيايې خدمتونه دټولپاره دى اوپه جګړه کې يې له ښکېلوخواوڅخه وغوښتل چې روغتيايې تاسيسات دخپلوموخوښکارنکړي .
دلوى بالاکرزدسيمي ځايي اوسېدونکوپخپله سيمه کې دپرانيستې کلينک دپرانيستې پرمهال خبريالانوته وويل چې
خپله سيمه کې يې روغتيايې مرکزته زياته اړتيالرل اودهمدې ستونزې پربنسټ يې خپله يوجريب ځمکه په وړتياتوګه دعامي روغتياپه واک کې ورکړل .